د نوموړي سازمان مشر د پنجشنبې په ورځ د جرمني په اوسنابروک ښار کي خبر ورکړی دی چي هرکال شاوخوا یو اشاریه ۷ میلیونه کوچنیان چي پنځه کلنۍ ته نه دي رسېدلي، د چاپیریالي ککړتیاوو لکه ناپاکو اوبو او ککړي هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ددغه سازمان ویاندي، بیرتا کیوتر ویلي دي چي، هر دریم کوچنی په وینه کي راټول سوي سرب لري او په دې ډول یې له ژوند سره لوبي کیږي.
نوموړي ادارې یو وار بیا خپله هغه غوښتنه تکرار کړه چي له مخي یې کوچنیان د یوه سالم چاپیریال درلودلو حق لري. د کیوتر په خبره دغه اضافي پروتوکول باید د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د حقونو په کنوانسیون کي شامل سي.
تیری دی هومس درې اونۍ مخکي په نړیواله سطحه د یوه سالم چاپیریال له پاره د کوچنیانو د حق درلودلو په هکله یو کمپاین پیل کړ چي د «زما سیاره، زما حق» تر نامه لاندي د آنلاین له لاري لاسلیکونه راټولوي.
دغه کمپاین باید په جرمني او ۴۰ نورو هیوادونو کي هم پرلاره واچول سي، چي ددغي مرستندویه پروژې څخه ملاتړ وکړي. ویل کیږي چي په پای کي به دغه راټول سوي لاسلیکونه د ملګرو ملتونو عمومي منشي او په ملګرو ملتو کي د کوچنیانو کمیټې ته وړاندي سي.
د کوچنیانو د حقونو کنوانسیون د ۱۹۸۹م کال د نوومبر پر۲۰مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له خوا تصویب سو. بې له امریکا متحده ایالاتو څخه هغه نورو ټولو هیوادونو لاسلیک کړی دی.
Ag/گ.پ،ن.ز
په افغانستان کي د کورنيو کډوالو کوچنيان له لوږي، خوارځواکۍ او ناروغيو څخه رنځ وړي. د دوی ډيری کورنۍ په خپلو ولايتونو کي د زور واکانو او طالبانو د ډار له کبله تښتېدلي او په کابل کي په خېمو کي ژوند کوي.
انځور: DW/H. Siratله لسيزو راهيسي افغانستان د نړۍ يو له فقيرو هيوادونو څخه دی. د دغه هيواد د روغتيا وزارت د معلوماتو له مخي نزدې ۳۶ سلنه وګړي يې د فقر په وروستۍ درجه کي ژوند کوي. په دغه هيواد کي بيا په ځانګړې توګه د کډوالو کورنيو د ماشومانو حالت ډېر ناوړه دی.
انځور: DW/H. Siratد دغو کورنيو ماشومان د هغو ناروغيو څخه رنځ وړي چي د نه خوړو له کبله پيدا کيږي. د ملګرو ملتونو د راپور له مي په افغانستان کي د ژمي په موسم کي خوارځواکي له ۲۰۱۲ مېلادي کال راهيسي نوره هم ډېره سوې ده.
انځور: DW/H. Siratد ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) د راپور په حواله په افغانستان کي نزدې پنځه لکه انسانان له خپلو مېنو څخه تښتېدلو ته اړ سوي دي. د دغو کسانو يو شمېر يې په کابل کي په خورا خرابو شرايطو کي ژوند تر څيرو خېمو لاندي ژوند کوي.
انځور: DW/H. Siratد کابل د کډوالو په يوه کمپ کي دغه کوچنی په دې راضي دی چي د لويانو بوټونه په پښه کي. د دغه کمپ ډېر لږ کوچنيان مناسب کالي او بوټونه لري، نور ټول د ژمي په دې يخه هوا کي بې بوټو په څيرو چپلکو کي ګرځي. په دغه کمپ کي کورنۍ يوازي او يوازي د بهرنيو په مرسته ژوند کوي چي هغه د دوی له پاره کافي نه دي.
انځور: DW/H. Siratد کورنيو کډوالو په کمپ کي نه اوبه او نه هم بريښنا سته. دغه خلک تقريباً له ټولو شيانو څخه بې برخي دي. کوچنيان يې د پرمختګ هيڅ چانس نه لري. د ډيرو کوچنيانو پلرونه بېکاره ده او کولای نه سي چي خپل اولادونه ښوونځی ته ولېږي.
انځور: DW/H. Siratد دغو کوچنيانو يو شمېر يې په چټليو کي ګرځي څو پاته سوي خواړه پيدا کړي يا پلاسټيکان ټول او بيا يې وپلوري. د دغو کډوالو کورنيو ډېری کوچنيان بايد کورته ډواډۍ پیدا کړي. د دوی هلکان او نجوني د کابل پر سړکانو باندي ګدايي کوي.
انځور: DWد کورنيو کډوالو کورنۍ له خپل دغه وضعيت څخه نا اميده دي. د دوی په خپلو سيمو کي امنيتي وضعيت ډېر خراب دی. په کابل کي د دوی له پاره ځای او د خوړلو هيڅ نه سته. په وروستيو کلونو کي په دغه ښار کي د بې سرپنا خلکو شمېر نور هم زيات سوی دی.
انځور: DW/H. Siratد ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس، له افغانستان څخه به د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره د کورنيو کډوال شمېر نور هم زيات سي. په دغه هيواد کي د ناټو او مرسته کوونکو هيوادونو د ميلياردونو ډالرو مرستي سره سره بيا هم کوچنيان بېله ښووني، روغتيا او امنيته پاته دي.
انځور: DW/H. Sirat