د جرمني يوه خيره ټولنه په طالبانو کې پر معتديلو حساب کوي
۱۴۰۱ دی ۱۴, چهارشنبه
له هغه وروسته چي طالبانو د ښځو تحصیل او کار منع کړ، د آلمان د «افغانستان له کوچنیانو سره مرسته سازمان» د طالبانو د حکومت پر معتدیلو کسانو باندي حساب کوي.
اعلان
د دغه خصوصي خیریه سازمان د کلني رپوټ په حواله د طالبانو د کورنيو، دفاع او عامي روغتيا وزیران غواړي، دغه ممانعت بیرته لیري کړي.
په رپوټ کي راغلي دي چي د روغتیا وزیر قلندر عباد په جلال آباد کي د دغه سازمان له خوا مخته وړونکي پوهنتون کي تحصیل کړی او د طالبانو په کابینه کي یوازنی مسلکي شخص او ډاکتر دی. ځکه نو کیدلای سي، د دغه سازمان طبي پروژې بیا هم پرمخ ولاړي سي.
په ننګرهار کي نجونو وکولای سول لږ تر لږه تر ډسمبر میاشتي پوري مکتبونو او صنفونو ته ولاړي سي، خو ښځو محصلینو بیا یوازي د طب په برخه کي تحصیل ته ادامه ورکړای سوای، البته د هلکانو څخه په جلا صنفونو کي.
په رپوټ کي راغلي دي چي نرساني او دایاني کولای سي اوس هم بېله کومه خڼده خپلو درسونو ته ادامه ورکړي. همدارنګه د نوي کال له شروع څخه د ننګرهار د پوهني رئیس په حضور کي د خیاطۍ درې مسلکي مکتبونه هم افتتاح سول.
د افغانستان له کوچنیانو سره د مرستي سازمان اصلي مشکل بیا هم د لوږي سخت خراب حالت بولي. هغوی وايي چي «احتمالاً به په تیرو کلونو کي په سلونو زره افغانان له سختي لوږي سره مخامخ سوي وي». امنیتي حالت بیا د دې برعکس ښه دی او جنايي اعمال هم کم سوی دي.
ياد خيريه سازمان زياته کړې ده چي د لاس پرې کیدل او سنګسار چي د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پوري د طالبانو په اوله دوره کي معمول ؤ، په اوسنی دوره کي تر اوسه پوري نه دی عملي سوي.
د افغانستان له کوچنیانو سره د مرستي سازمان په ۱۹۸۸م کال کي د جرمني د پوځ پخواني ډاکتر، راینهارد اېروز او کورنۍ له خوا يې تأسیس سوی دی. د دغه سازمان د معلوماتو پراساس هغوی اوس هم په افغانستان کي تقریباً ۱۵۰۰ کارکوونکي لري او په کارونو یې مشغول کړي دي.
د نړۍ تر ټولو بهترين ۱۰ پوهنتونونه کوم دي؟
د نړۍ بهترين پوهنتونونه او تحصيلي ادارې د سبا نړيوال او سيمه ايز مشران تربيه کوي. دا چي په ۲۰۲۱م کال کي به د تحصيل پېلولو له پاره تر ټولو بهترين لس پوهنتونونه کوم وي، دلته يې وپېژنئ:
انځور: Fotolia/Konstiantyn
لسم مقام ـ د شيکاګو پوهنتون، امريکا متحده ايالات
دغه پوهنتون تېر کال پر نهم مقام وو او سږ کال و لسم مقام ته راغلی دی. د امریکا متحده ایالاتو د نورو پوهنتونونو په څېر دغه پوهنتون هم يوه خصوصي تحصيلي اداره ده.
انځور: AFP/Getty Images
نهم مقام ـ پرينسټن پوهنتون،ا مریکا متحده ايالات
دغه پوهنتون تېرکال پر شپږم مقام وو او سږ کال و نهم مقام ته راغلی دی.
انځور: picture-alliance/AP/M. Evans
اتم مقام ـ يېل پوهنتون، امريکا متحده ايالات
يېل پوهنتون د تير کال په شان بيا پر اتم مقام راغلی دی. دغه پوهنتون د امریکا د کنېټيکېټ په ايالت کي واقع دی.
انځور: picture alliance/AP Photo/P. Eaton-Robb
اووم مقام ـ د بېرکلي پوهنتون، امريکا متحده ايالات
دغه پوهنتون تېر کال پر ۱۳ مقام وو خو سږ کال و اووم مقام ته راپورته سوی دی. دغه پوهنتون د کرونا پاندمي په وخت کي پرمختګ کړی دی.
انځور: Imago
شپږم مقام ـ د کېمبريج پوهنتون، بريتانيا
د لسو بهترينو پوهنتونونو په ليسټ کي کېمبريج دويمه بريتانوۍ تحصيلي اداره ده. تېر کال دغه پوهنتون پر دريم مقام وو.
انځور: Fotolia/Konstiantyn
پنځم مقام ـ د مېسيچوسېټس د ټيکنالوژۍ انسټيټيوټ، امريکا متحده ايالات
دغه پوهنتون د ټيکنالوژۍ د زدکړو په برخه کي د نړۍ په بهترينو پوهنتونونو کي شميرل کيږي. دغه پوهنتون تېر کال هم پر پنځم مقام وو.
انځور: Imago
څلورم مقام ـ د کاليفورنيا د ټينکالوژۍ انستيتيوټ، امريکا متحده ايالات
د نړۍ د لسو بهترينو پوهنتونونو په ليسټ کي څلور يې په امريکا متحده ايالاتو کي واقع دي. د کاليفورنيا دغه انستيتيوت تېر کال پر دويم نمبر وو خو سږ کال څلورم ته راکښته سوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/R.Chiu
دريم مقام ـ هارورډ پوهنتون، امريکا متحده ايالات
د هارورډ پوهنتون زيات محبوب دی او تېر کال د نړۍ د بهترينو پوهنتونونو په ليسټ کي پر۷ مقام وو خو سږ کال و دريم مقام ته جګ سوی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Haid
دويم مقام ـ د سټېنفورډ پوهنتون، متحده ايالات
د امريکا متحده ايالاتو دغه پوهنتون تېر کال پر څلورم مقام وو. خو سږ کال و دويم مقام ته راپورته سوی دی.
انځور: King of Hearts/Wikimedia Commons/dpa
لومړی مقام ـ آکسفورډ پوهنتون، بريتانيا
د بريتانيا آکسفورډ پوهنتون له تيرو ۵ کلونو راهيسي د تر ټولو ښو پوهنتونونو په ليسټ کي پر لومړي مقام ځای لري. د نړۍ بل هيڅ پوهنتون د دغه پوهنتون سره سيالي نه سي کولای. يادونه: دغه معلومات د (https://www.timeshighereducation.com/) له خوا د ۲۰۲۰ کال له پاره د نړۍ د تر ټولو بهترينو پوهنتونونو له خپور سوي ليسټ څخه اخيستل سوي دي.