1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین د امنیت په شورا کې د افغانستان په اړه مسودې مخالفت کړی

۱۴۰۰ آذر ۳۰, سه‌شنبه

چین د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت په شورا کې د افغانستان په تړاو د امریکا له یوې مسودې سره مخالفت وکړ. په دغه مسوده کې له افغانستان سره بشري مرستې پر طالبانو د اقتصادي تحریمونو څخه مستثنا ګرځول شوي وې.

UN-Sicherheitsrat Sitzung
انځور: Manuel Elias/UN/dpa/picture alliance

امریکا د دوشنبې په ورځ له افغانستان سره د بشري مرستو له پاره يو پريکړه لیک واستاوه چې په هغه کې دغه مرستي پر طالبانو له لګول شوو اقتصادي تحریمونو څخه مستثنا شوي وې، خو چين او روسيې ورسره مخالفت وکړ.

يوه ديپلومات د خپل نوم د نه ښودلو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې چين د دغه پريکړه ليک د يوه پراګراف د «حذفولو غوښتونکی» شو. د هغه په خبره دغه پاراګراف د افغانستان د بندیزونو مسئولې کميټې ته د دې اجازه ورکوي چې په «کنګل شوو شتمنیو کې يو لړ استثناوې» په نظر کې ونيسي، که چيرته په دې نظر وي چې «دا ډول استثناوې په افغانستان کې د بشري مرستو د اسانتيا له پاره ضروري وي.»

په عین حال کې یو بل ديپلومات د دغې موضوع په تائيد سره وویل، چین چې «په اصل کې د تحریمونو مخالف دی، د استثنا له میکانیزم سره مخالف دی.«

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د چين سفير، ژانګ جون د دوشنبې په ورځ پر خپل ټويټر لیکلي: «بشري کمکونه او د ژوند ژغورنې مرستې باید پرته له کوم خنډه د افغانستان خلکو ته ورسیږي. هغه زیاته کړې: «جوړ شوي مصنوعي شرایط یا محدودیتونه د منلو وړ نه دي.»

ديپلوماتيکې منابعې وايي د واشنګتن تمه دا وه چې مسوده به يې د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا د ۱۴ نورو غړو له خوا تصدیق شي او د سه شنبې په ورځ به رايې ته وړاندې شي.

یوه ديپلومات وويل چې په حاضر وخت کې پر طالبانو د ۲۰۱۵م کال په لګول شوو تحریمونو کې د بشري مرستو له پاره هيڅ ډول استثنا نشته. د هغه په خبره همدا ډول د مرستندویه کارکوونکو له پاره هم هيڅ ډول استثنا نشته، که هغوی د پيسو انتقالات داسې وزارتونو ته کوي چې رهبري يې د تحریم لاندې کسانو له خوا کیږي، تحریمونه نقض کوي.

امریکا متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ ناوخته د جنجالي پراګراف په لرې کولو سره يوه نوې مسوده وړاندې کړه. په دغه مسوده کې راغلي دي چې افغانستان ته بشري مرستې د یو کال له پاره د تحریمونو نقض نه ګڼل کيږي.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري چارو مشر، مارتين ګريفيتس وویل: «د بانکي سیستم له پاره نغدي اسانتیا او د ثبات عاجله اړتیاده، نه یوازې د افغانستان خلکو د ژغورنې له پاره همدارنګه د بشري سازمانونو د فعالولو له پاره هم چې جوابګویه و اوسئ.»