1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

بلینکن چین ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې پیکنگ ته رسیدلی

۱۴۰۲ خرداد ۲۸, یکشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپل رسمي سفر په ترڅ کې چین ته رسیدلی دی. دا په تیرو پنځو کلونو کې چین ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر دی. بلینکن ویلي دي چې د موجودو اندېښنو په هکله به په وضاحت سره خبرې وکړي.

Peking Ankunft US Außenminister Blinken
انځور: Leah Millis/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ (د جون میاشتې ۱۸ نیټه) له چینایي چارواکو سره د لیدنې په خاطر پیکنگ ته رسیدلی دی. هغه چین ته د خپل سفر په درشل کې وویل چې د دې سفر موخه د واضح خبرو اترو او نظرونو تبادله کول دي، څو دواړه هیوادونه وکولی شي خپل مناسبات د مسئولیت منلو په چوکاټ کې تنظیم کړي.

رپوټ: چین له پیکینګ څخه د بلینکن د لیدنې مخه نیولې

له ۲۰۱۸م کال وروسته دا لومړی ځل دی چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو یو وزیر چین ته سفر کوي. د کرونا وبا پر مهال د چین سختګیرانه سیاست له یوې خوا او له بلې خوا د پیکنگ او واشنګټن ترمنځ له تشنجه ډک مناسبات د دې سبب شوي وو، چې له امریکا څخه د بهرنیو چارو وزیر چین ته سفر ونه کړي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

د چین او امریکا اړیکې د مختلفو دلایلو له کبله خړې پړې شوي، چې د اوکراین پر ړواندې د روسیې په جګړه کې له مسکو څخه د چین له ملاتړه نیولې بیا، د تایوان پر وړاندې د چین تر تهدید او همدارنګه د دواړو هیوادونو ترمنځ تر سوداګریزو شخړو پورې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د رسمي سفر په ترڅ کې چین ته ورسیدانځور: Leah Millis/REUTERS

داسې معلومیږي چې واشنګټن د تاوتریخوالي کمولو په فکر کې دی او جو بایډن له خپل چینایي سیال شي جین پینګ سره لیدو ته خپله امادګي ښودلې ده.

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

بلینکن چین ته د خپل سفر له پیلولو مخکې واضحه کړه: «امریکا غواړي روښانه کړي او ډاډ ورکړي، هغه رقابت چې له چین سره یې لري، د غلط فهمیو له کبله په شخړه بدل نه شي.»

ټاکل شوې وه چې چین ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سفر د روان کال په فیبرورۍ کې ترسره شي، خو د امریکا د خاورې په فضاء کې د چین د جاسوسۍ بالون تر کشف وروسته، لومړی دغه سفر لغوه او بیا وځنډول شو.

تايوان ته نيږدې د چين د پوځي تمريناتو سره سم د امریکا د جنګي بېړۍ ګزمه

چین ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د دوه ورځني سفر جزویات نه دي خپاره شوي، یوازې همدومره ویل شوي دي چې هغه به په دې سفر کې له لوړپوړو چینایي چارواکو، د هغو له ډلې څخه له خپل چینایي سیال قین ګانګ سره وويني. د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ د دې امکان هم شته چې بلینکن به د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره هم وویني.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل