1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

شرمن: د آرام سمندر هیوادونه دې له دیموکراسۍ څخه دفاع وکړي

۱۴۰۱ مرداد ۱۶, یکشنبه

د تایوان په اطرافو کې د چین د نظامي مانورو او د اوکراین پر وړاندې د روسیې د یرغلیز برید په پام کې نیولو سره متحده ایالاتو د آرام سمندر حوزې له هیوادونو څخه غوښتي دي چې له دیموکراسۍ څخه دې دفاع وکړي.

Japan Tokio | US Vizeaußenministerin Wendy Sherman
انځور: Yonhap/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت معینې وندي شرمن، د یکشنبې په ورځ په آرام سمندر کې د سلیمان ټاپوګانو له مجموعې څخه د لیدنې پر مهال وویل: «د دې وخت را رسیدلی دی چې پریکړه وکړو آیا غواړو د خپلو خلکو پر وړاندې شفاف او ځواب ورکوونکي حکومتونه اوسو او که څنګه؟»

د دغي لوړپوړي امریکایي چارواکې لیدنه د امریکا متحده ایالاتو د دیپلوماتیک یرغل یوه برخه ده، چې په سیمه کې د خپل نفوس د کمیدو له کبله انديښنه لري. د واشنګټن له پاره دا خطر په ځانګړي توګه په سلیمان ټاپوګانو کې څرګند دی.

په اپریل میاشت کې مشخص شو، کله چې د دغه ټاپویي هیواد حکومت له چین سره پراخ امنیتي تړون لاسلیک کړ. د سلیمان ټاپوګانو حکومت او لوموړي وزیر مناسه سوګاواره، د رسنیو د آزادۍ محدودولو له پاره اقدامات ترسره کړي دي او د ټاکنو د ځنډولو په فکر کې دي.

شرمن د امریکا متحده ایالاتو او جاپان تر منځ د «ګوادالکانال» جګړې، چې د آلمان د نازیانو متحد وو، د اتیایمې کلیزې په مناسبت خپل سفر په جریان کې د کوم هیواد نوم وانه خیسته، خو ويې ویل چې «په نړۍ کې ځینو د جګړې تاوان له یاده ایستلی یا یي د تیرو وختونو درس له پامه غورځولی دی.»

شرمن پر هغو رهبرانو نیوکه وکړه کوم چې په دې باور دي چې بی له جوازه له جبر او تاوتریخوالي څخه په استفاده کولو سره، غواړي له دې میتود څخه د کار اخیستنې ناکامه مفکورې ژوندي وساتي.

نوموړې زیاته کړه چې د دیموکراتیکو هیوادونو او دا ډول مفکورو ترمنځ مبارزه به تر یوې مودې دوام پیدا کړي.

د سلیمان ټاپوګانو د پولیس او امنیتي چارو وزیر انتوني وکه، په خپل هیواد کې د امریکا د «نوي ژمنې» هرکلی وکړ، خو په عین وخت کې یي له واشنګټن څخه وغوښتل چې په هیواد کې یي د دویمې نړیوالې جګړې څخه پاتې شوي ناچاودي مهمات هر څومره زر چې کیدای شي لمنځه یوسي، چې تر اوسه پورې لا د خلکو د مړينې سبب کیږي.

امریکا متحده ایالات او استرالیا د ډیري مودې راهیسې انديښنه لري چې کیدای شي چین د آرام سمندر په سویل کې یوه بحري اډه جوړه کړي. دا کار د چین سمندري ځواکونو ته اجازه ورکوي، څو خپل ځواک ته له خپلو سرحدونو د باندې هم پراختیا ورکړي.

شرمن د خپل سفر په اوږدو کې د واشنګټن پر ادارې د آرام سمندر له ډیرو مهمو ټاپویي هیوادونو سره د همکارۍ پر زیاتولو د هغو له جملې څخه په «تونګا»، «کیریباتي» او سلیمان ټاپوګانو کې د متحده ایالاتو د سفارتخانو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

تمه کیږي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به د سپټمبر په میاشت کې د دغو هیوادونو او دولتو مشران د یوې غونډې له پاره سپینې ماڼۍ ته ور وبلي.

aa, sn (afp)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب