1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین او ترکمنستان چارواکي د افغانستان په هکله غږېدلي دي

۱۴۰۳ آذر ۲, جمعه

د چین او ترکمنستان چارواکو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې د چمتووالي په هکله خبرې کړي دي. هغوی د افغانستان د ثبات او بیارغونې له پاره د نړېوالې ټولنې د نقش پر مهموالي ټینګار کړی.

د چین بیرغ
د چین او ترکمنستان چارواکو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې د چمتووالي په هکله خبرې کړي ديانځور: Marko Beric/Zoonar/picture alliance

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو ويلي چې د دغه وزارت مرستیال سردار محمد دوردیف د پنجشنبې په ورځ د افغانستان له پاره د چین له ځانګړي استازي یو شیایویونګ او مل پلاوي سره ېې کتلي دي.

په دغه اعلاميه کې راغلي چې دواړو لورو په افغانستان کې د دايمي ثبات، بیارغونې او د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د بهبود له پاره د څو اړخیزو نړېوالو پلاتفورمونو پر اهمیت ټينګار کړی دی.

په اعلاميه کې زیاته شوې چې چين او ترکمنستان د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې ناستې پر چمتووالي هم خبرې کړي دي. په پام کې ده چې‌ دغه غونډه په ترکمنستان کې جوړه شوي.

په اعلاميه کې زیاته شوې: «دواړو خواو یو ځل بيا ټينګار وکړ چې ترکمنستان او چین به همدارنګه د افغانستان د اقتصادي بیارغونې له پاره د دوستۍ او ګاونډيتوب د اصولو پراساس، خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.»

د چین ځانګړي استازي تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره هم د افغانستان په هکله خبرې کړې وې.

طالبان چې له څه باندې درو کلونو راهیسې پر افغانستان حاکمدي، تر اوسه د ترکمنستان او چین په ګډون هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي. خو چېن، ترکمنستان او د سیمې یو شمېر هېوادونه له طالبانو سره نژدې ديپلوماتيکي او اقتصادي اړيکي لري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب