1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین نفوس له لسیزو وروسته مخ پر کمیدو دی

۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

په چین کي د یوه ماشوم د سیاست تر پای ته رسیدو وروسته هم په دغه هیواد کي کوم بدلون نه دی راغلی.د زیږیدو کچه ټیټه ده. ډیرو کسانو ته کورونه، زده کړي او روغتیا ته لاس رسی په لوړه بیه تمامیږي او کرونا وبا هم ورزیاته سوې ده.

China Fuyang City | Krankenschwester kümmert sich um Neugebore in Kinderklinik
د چین په کلینیکونو کی اوس هم لږ کوچنیان زیږيانځور: CFOTO/picture alliance

د چین نفوس له شپږو لسیزو وروسته د اول وار له پاره راکم سوی دی. د تيرکال د ډسمبر مياشتي له پای راهیسي د نړۍ دغه گڼ مېشته هیواد ۱،۴۱۱ میلیارده نفوس درلود او په دې ډول د تیر یوه کال په پرتله ۸۵۰ زره کم ښيي.

د زیږون کچه یې پر هر۱۰۰۰ کسانو ۶،۸۸ ښودلې ده. دغه رقم له لسیزو راهیسي په بې ساري ډول ټیټ دی. د چين د احصاییې ادارې په حواله د ۹،۵۶ میلیونه زيږېدو او ۱۰،۴۱ میلیونه د مړیني پیښو په لرلو سره په دغه هیواد کي د اول وار له پاره په تیر کال کي د نفوسو کمښت لیدل کیږي.   

د «یوه کوچني سیاست» د پای ته رسېدو اغېزې

د دغې احصاییې له مخي په وروستي ځل د چین نفوس په ۱۹۶۰ او ۱۹۶۱ کلنو کي راکم سوی وو چي علت یې د دغه هیواد د ویجاړوونکي صنعتي کیدو یا »د مخ پر وړاندي پر لور لوی غورځنگ« په نتیجه کي د سختي قحطۍ رامنځته کیدل وو.

چین له ډېر وخت راهیسي له کم زیږون او د اولس له ډېر زړښت سره مخامخ دی. له لسیزو راهیسي د یوه ماشوم د زیږیدو سیاست اغېزې په مخ پر زیاتیدونکي ډول احساسیږي. په ۲۰۱۶م کال کي د یوه کوچني د زیږولو سیاست تر پای ته رسیدو وروسته په دغه هیواد کي د زیږون کچه ډېره لږ پورته سوې ده.

کارپوهان د دې کار اساسي علتونه د کورونو، تحصیل او روغتیا ته د لاس رسي ډیر لگښت او همدارنگه واده کولو ته د ځوانانو کمه لیوالتیا په گوته کوي.

په چین کی د یوه ماشوم د زیږیدو د سیاست تر پای ته رسیدو وروسته هم خلک لږ کوچنیان زیږويانځور: Mark Schiefelbein/AP Photo/picture alliance

همدارنګه له دریو کلونو راهیسي د کرونا وبا هم نوره ناډاډمنتیا رامنځته کړې ده، چي پر دغې پروسې باندي یې خپل اغېز اچولی دی. د لږ زیږون او د ډېر زړښت د پیښو په غبرگون کي په ۲۰۲۱م کال کي د دریو کوچنیانو زیږیدو ته اجازه ورکړل سوه. همدارنگه حکومت له هغه راهیسي هڅه کوي چي د ځوانانو له پاره آسانتیاوي رامنحته کړي، ترڅو د خپلو کوچنیانو پالنه وکړي.

د مثال په ډول، د زده کړو لګښت راکم سوی. مالي ملاتړ ورسره کیږي او د میندو او پلرونو له پاره د زیږون رخصتي آسانه سوې، دا ځکه چي ډېري میندي ویره لري چي ميندوارې کيدل به د هغوی پر کار او مسلک منفي اغېز وکړي.

د اولس د ډیر زړښت له امله هم کم کسان سته چي د هغوی پالنه وکړي. اوس هر پنځم چینايي تر۶۰ کلنۍ اوښتی دی. په عین حال کي پر کار برابرو کسانو شمیر چي عمرونه یې له ۱۵ څخه تر ۵۹ کلونو دي، لا هم مخ پر کمیدو دی.

د پاندیمۍ سیاست د اقتصادي ودې مخ نیولی

همدارنگه د هیواد د اقتصادي حالت په هکله هم احصایې ورکړل سوي دي. د پیکنگ په نظر دغه ارقام حیرانوونکي دي. چین د کرونا پاندیمۍ په نتیجه کي د سختي گډوډۍ له امله په تیر کال کي خپل اقتصادي هدفونه ترلاسه نه کړل.

د ارقامو له مخي د نړۍ دغه دوهم اقتصادي قدرت د تیر یوه کال په پرتله درې فیصده پرمختگ کړی وو. د کال په څلورمه ربع کي هغه ۲،۹ سلنه ښودل سوی دی. خو حکومت د ۲۰۲۲م کال له پاره د ۵،۵ سلنی هدف ټاکلی وو چي هغه ترلاسه نه سو.

په ۲۰۲۱م کال کي د چین اقتصاد لا ۸،۴ سلنه وده کړې وه. اقتصادي کارپوهانو مخکي له هغه د لا نوري کمزوري ودې اټکل کړی وو. د مثال په ډول نړیوال بانک د نوموړي هیواد له پاره د ۲،۷ سلنی کلنۍ ودې وړاندوینه کړې وه. په تیره بیا د کرونا د صفر سیاست ستراتیژۍ او بندیزونو په تیر کال کي د چین د اقتصادي پرمختگ مخه ونیوله چي په نتیجه کي يې د کورونو او پورنو بحران رامنځته سو.

د کرونا د بندیزونو له امله په غوصه سوي خلک سړکونو ته راوتليانځور: Thomas Peter/REUTERS

د چین مشرتابه د تير کال د ډسمبر مياشتي پر ۷ تر دریو کلونو وروسته د کرونا تدابیر ایسته کړل. خو له هغه راهیسي کرونا ویروس په دغه هیواد کي په شدت سره مخ پر پراخیدو دی، چي دا کار هم پر اقتصادي فعالیتونو خپل اغېز کوي.

ډېر متروپولي ښارونه په ډسمبر میاشت کي له انسانانو خالي لیدل کیدل، دا ځکه چي هغوی په ویروس باندي د اخته کیدو له بیري له خپلو کورونو نه وتل. په دې ترڅ کي که څه هم ورځنی ژوند بیرته عادی سوی دی، خو بیاهم د هیواد په نورو سیمو کي روغتونونه او د مړو ساتنځایونه ډک دي. 

د دغه هیواد د روغتیا دولتي کمېسیون د تېر کال د ډسمبر مياشتي له پیل راهیسي د کرونا د قربانیانو شمېر شاوخوا ۶۰ زره ښودلی دی. خو نړیوالي احصاییې بیا دغه رقم لوړ گڼي.

په لندن کی د Airfinity په نامه د ارقامو د وړاندي کولو ادارې په حواله د ډسمبر مياشتي له پیل راهیسي څه د پاسه ۴۰۰ زره انسانان د کرونا له امله مړه سوي دي. د هغې په حواله به د روان کال د اپریل مياشتي تر پایه د کرونا له امله د مړو شمیر ۱،۷ میلیونو ته ورسیږي.

GP/NZ/DW.Online

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل