په چين کې د شي »مرکزي رول« تائيد شو
۱۴۰۱ مهر ۳۰, شنبهد چين د کمونيستي ګوند ۲۳۰۰ انتصابي استازو د کنګرې په پای کې د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۲مه) په يوه خوله په خپل پرېکړه ليک کې د شي جينپينګ »مرکزي رول« او د خپل مشرتابه څخه پلويتوب تائيد کړ. د يکشنبې په ورځ ښايي ۶۹ کلن شي د ګوند د عمومي منشي په توګه په دريم ځل په خپله دنده کې تائيد شي. د ولس په لوی تالار کې د ګوندي کنګرې په پای کې د وينا پرمهال شي تر دې مخکې »د بريا له پاره د مبارزې« پيلولو غږ کړی وو. شي استازو ته وويل چې »د مبارزې جرئت وکړئ، د بريا جرئت وکړئ، سخت کار وکړئ چې پرمختګ وکړئ.«د چین د کمونسټ ګوند کنګره پای ته ورسیدله
دغو استازو د رايو په اتفاق سره د ګوند په تګلاره کې د شي له خوا وړانديز شوي تغييرات هم ومنل. په لومړي ځل پکې پيکنګ اوس د ټايوان خپلواکي په کلکه هم ردوي. د دولتي خبري آژانس شينهوا په حواله به دغه استازي د مرکزي کميټې تقريبا ۲۰۰ غړي هم تعيينوي چې د کمونيستي ګوند يو ډول پارلمان بلل کيږي. د نومونو ليست البته خپور شوی نه دی.
مرکزي کميټه ۲۵ کسيز سياسي دفتر او دايمي پلاوی يې هم تعيينوي چې تر ټولو لوړه د مشرتابه ډله ده او د دې تر څنګ هغه عمومي منشي هم غوره کوي. داسې ښکاري چې شي به د يکشنبې په ورځ د (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر په ۲۳مه) د ګوند د مشر په توګه هم تائيد شي. له دې لارې به شي د دې امکان ولري چې د راتلونکي کال په مارچ مياشت کې د ولسمشر په توګه خپله دريمه دوره پيل کړي.
دغه ۶۹ کلن سياستوال په ۲۰۱۸ کال کې د ولسمشرۍ د دوو دورو حد له منځه وړی و. په تيورۍ کې دی اوس خپل ټول ژوند د چين د ولسي جمهوريت ولسمشر پاتې کېدای شي. د يوراسيا د ډلې د چين د چارو کارپوه، نيل توماس، وايي چې »دغه دريمه کاري دوره به د درو لسيزو راهيسې کنترول شوي د قدرت بدلون ته د پای ټکی کښېږدي.«د بشري حقونو شورا د شین جیانګ په اړه بحثونه رد کړل
يوه حيرانونکې صحنه په دغه کنګره کې د پخواني ولسمشر هو جينتاو راڅرګندېدل وو. داسې ښکاري چې د هغه د ارادې خلاف نوموړی ۷۹ کلن پخوانی سياستوال دې ته اړ ويستل شو چې د شي جينپينګ تر څنګ له چوکۍ څخه پاڅيږي چې ساتونکو هغه تر دروازې پورې بدرګه کړ. دغه خبره د فرانسې د خبري آژانس خبريالانو کړې ده. د دغې پېښې تشريح ونه شوه او د چين دولتي رسنيو هم دغه صحنه په رپوټونو کې ياده کړې نه ده. د چين کمونيستي ګوند خپله کنګره يوازې په هرو پنځو کلونو کې راغواړي. هغه له عوامو څخه پټه او د کرونا په وړاندې د شديدو هلو ځلو له کبله د سختو امنيتي تدابيرو لاندې تر سره شوه.
آ./ن.ص./ا.ا.