1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د تايوان شاوخوا نظامي تمريناتو ته ادامه ورکړې

۱۴۰۲ فروردین ۲۰, یکشنبه

د چېن جنګې الوتکو او بېړيو د يکشنبې په ورځ داسې پوځي تمرينات وکړل لکه پر تايوان چې بريد کوي. د چین له لوري د «مشترکې تورې» تر عنوان لاندې پوځي تمريناتو په دويمه ورځ هم ادامه لرلې.

تايوان د چين د تمريناتو پر وخت خپل عسکرو د تيارسئ حالت ته راوستلي
تايوان د چين د تمريناتو پر وخت خپل عسکرو د تيارسئ حالت ته راوستليانځور: Taiwan's Ministry of National Defense/AFP

د چېن نظامي تمرينات د تايپې له خوا غندل شوي او واشنګټن ويلي دي چې چين بايد تحمل وکړي. واشنګټن ويلي دي چې «د بيجينګ اقدامات له نژدې څخه څاري.» د چين پوځ ويلي دي چې د «مشترکې تورې» په نوم درې ورځني تمرينات به تر دوشنبې پورې ادامه ولري. په وينا يې په دغو تمريناتو کې د تايوان د راچاپېر کولو تمرين هم شامل دی.

د چين دولتي تلويزيون د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۹ نېټه) وويل چې په دغو تمريناتو کې په تايوان ټاپو کې دننه او په شاوخوا اوبو کې يې پر اهدافو د دقيقو او هدفمندانه بريدونو تمرين وشو. دغه تلويزيون زياته کړه چې د ټاپو د محاصره کولو تمرين ادامه لري. زياته شوې چې په دغو تمريناتو کې په لسونو په هدف هوايي ساحه کې الوتنې کړي دي او مځکني قواوو پر يو وخت د بيلو اهدافو د په نخښه کولو تمرين کړی دی.

دغه هم ولولئ: چین د تایوان په اطرافو کې جنګي بیړۍ ځای پر ځای کړي

د تايوان ولسمشرې تسای اينګ وېن په فوري توګه دغه تمرينات وغندل. د چين له لورې دا تمرينات د اينګ وېن له خوا په کاليفورنيا کې د متحده ايالاتو د پارلمان د رئيس کېوين مېک کارتي سره د ملاقات وروسته تر سره کيږي.

د امريکا د متحده ايالاتو د باندنيو چارو د وزارت وياندې وويل چې اينګ وېن د استبدادي پراخونې پر ضد «د متحده ايالاتو او نورو همنظره هيوادونو » پر همکارۍ ټينګار وکړ. د دغې وياندې په وينا د امریکا متحده ايالاتو تل پر دې ټينګار کړی دی چې له تحمل څخه بايد کار واخيستل شي او بايد چې په شته توازن بايد له منځه نه يووړل شي. خو هغې پر دې ټينګار وکړ چې متحده ايالات په آسيا کې د خپلو امنيتي تعهداتو د پوره کولو لپاره په کافي اندازه امکانات لري.

د امريکا متحده ايالات په قصد سره دې سوال ته غبرګې معنی لرونکی جواب وايي چې ايا له تايوان څخه به په پوځي توګه دفاع وکړي که نه. دا د هغه باوجوده چې متحده ايالات له لسيزو راهيسي پر تايبې وسلې پلورلي دي چې هغه وکولای شي خپله دفاعي وړتيا زياته کړي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.