چين يوه فضايي بيړۍ چې څوک پکښې سپاره نه دي، د سې شنبې په ورځ د سپوږمۍ پر لور استولې ده. دغه فضايي بيړۍ د «لانگ مارش ۵» توغندي په مټ د چين د سويلي ټاپو هاينان د وينچانگ څخه توغول شوې ده.
د «چانگ ای ـ ۵» په نوم دا فضايي بيړۍ له څلور برخو جوړه ده: آربيتر چې د بيرته راستنيدو له پاره يو کاپسول لري، همدا راز يو «Lander» يا کښيناستونکی چې د مخکې تللو له پاره څو درجې لري. د اټکلونو پر اساس د يکشنبې په ورځ به د سپوږمۍ پر مخ تر کښيناستو وروسته، کښيناستونکی د خپل اوږده لاس سره کابو دوه کيلوگرامه ډبرې او همدا راز تر دوو مترو کيندنې وروسته نمونې راټولې او د فضايي بيړۍ په يوه بله برخه کې خوندي کړي.
اړونده موضوع:ساينس پوهانو په سپوږمۍ کې د اوبو د کشف خبر ورکړی
د سپوږمۍ د شپې پر ځای د سپوږمۍ ورځ
د فضايي بيړۍ کښيناستونکې بايد د سپوږمۍ يوه ټوله ورځ چې د ځمکې له دوو اوونيو سره برابريږي، هلته پاته شي. په دې توگه بايد د فضايي بیړۍ دغه برخه اړينه نه ده چې د سپوږمۍ د يخو شپو د زغمولو له پاره د تودولو په ځانگړو وسايلو سنباله شي.
د سپوږمۍ يوه ورځ د ځمکې د دوو اونيو سره برابره دهانځور: picture-alliance/dpa/O. Humphreys تر پاڅيدو او د آربيتر سره تر وصل کیدو وروسته ډبرې او نمونمې د ستنيدو له پاره په نظر کې نيول شوي کاپسول کې بايد ځای پر ځای شي څو هغه بيا دغه نمونې ځمکې ته راوړي.
دغه کاپسول به ښايي د دسمبر پر ۱۶ او ۱۷ مه نيټه د مغلستان په مرکزي سيمه کې کښته شي. د کاپسول په بريالي توگه تر راستنيدو وروسته به چين تر امريکا متحده ایالاتو او روسېې وروسته دريم هيواد شي چې دا ډول بريالی ماموريت به یې ترسره کړی وي.
ساينس پوهان په ډېره بې صبرۍ سره له سپوږمۍ څخه تازه نمونو ته په انتظار دي، ځکه په دې وروستيو لسیزو کې د سپوږمۍ د نويو قشرونو هيڅ نمونې ځمکې ته د ارزونې له پاره نه دي راوړل شوي.
ب. ص/ ن.ز (dpa, afp)
زموږ له آرشيف څخه:
اپولو ۱۱: پر سپوږمۍ د انسان قدم ایښودلو لومړنۍ شیبې
۵۰ کاله ترمخه نیل ارمسترانګ لومړنی کس وو چې پر سپوږمۍ یې قدم کیښود، چې دا د نه باور وړ یو ګام وو. آن نن ورځ چې هم هغه انځورونو وینو نو ډیره مجذوبه دي. انځور: NASA «د (یوه) سړي له پاره کوچنی ګام» (د ۱۹۶۹م کال د جولای ۲۰مه) د سپوږمۍ پر سطحه د لومړني قدم ایښودو وروستو نیل آرمسترانګ یوه مشهوره جمله وویله: «دا د (یوه) سړي له پاره کوچنی ګام دی خو د بشریت له پاره ستر ټوپ دی.»
انځور: NASA د پرواز له پاره چمتووالی (د ۱۹۶۹م کال د جولای ۱۶مه) د کینډي په فضایي مرکز (KSC) کې د اپولو پروګرام مشر سمویل سي. فلیپس د هوایي بیړۍ د توغولو چارې څاري. اپولو ۱۱ چې سپوږمۍ ته د استولو لومړنی ماموریت وو د ۱۹۶۹م کال د جولای میاشتې په ۱۶مه نېټه پېل شو. په دغه فضايي بیړۍ کې درې ستور مزلي یا هوا نوردان نیل آرمسترانګ، ایدوین «بز» الدرن او مایکل کالینز سپاره وو.
انځور: NASA فضایي تلویزون (د ۱۹۶۹م کال د جولای ۱۶) دغه درې کسان د هغو زرونو کسانو په ډله کې شامل دي چې په فلوریډا ایالت کې یې د کینډي فضاي مرکز ته څیرمه په سواحلو او سړکونو خیمې وهلې وې څو د اپولو د توغولو ننداره له نزدې فاصلې څخه وکړي. شا او خوا یو میلیون کسان دغه سیمې ته د تاریخي پرواز د نندارې له پاره راغلي وو.
انځور: NASA/Kennedy Space Center د ۱۹۶۹م کال د جولای په ۱۶مه توغندی وتوغول شو خو یوازې په زرونو هیجاني انسانان دغلته حاضر نه ول، بلکې په زرونو خبریالان هم د اپولو د توغولو د رپوټ ورکولو له پاره راټول شوي وو. ۳۴۹۷ خبریالانو په رسمي توګه ځانونه راجستر کړي وو او ټول د کینډي فضايي مرکز د مطبوعاتو په شعبه کې راټول شوي وو. دغه فضايي بیړۍ د ۱۹۶۹م کال د جولای په ۱۶مه وتوغول شوه.
انځور: NASA دغه انځور د مایکل کالنز له خوا اخیستل شوی دی. په دغه انځور کې د اپولو بیړۍ ښکاري او تر شا یې سپوږمۍ ښکاري. آرمسترانګ او الدرین لومړني انسانان ول چې پر سپوږمۍ یې قدم کیښود. کالنیز په بیړۍ کې پاتې وو او ۲۱،۵ ساعته یوازې له سپوږمۍ راوڅرخید.
انځور: NASA په ګډه کار کول (د ۱۹۶۹م کال د جولای ۲۰مه) د امریکا متحده ایالاتو فضایي ادارې (ناسا) له لوري په ۲۰۰۹م کال کې په خپره شوې بیانیه کې د کالینز له قوله ویل شوي دي: «...زه پر دې پوهیږم چې دا به درواغ وي چې ووایم د اپولو د درې کسیز ماموریت په ترڅ کې مې تر نورو ښه ځای درلود، خو صادقانه ویلی شم چې له هغه ځای چې ما درلود بشپړ راضي یم.»
انځور: NASA/Kennedy Space Center د اپولو ناسته (د ۱۹۶۹م کال د جولای ۲۰مه) د ۱۹۶۹م کال د جولای په ۲۰مه نیټه نیل آمرسترانګ اعلان وکړ: «عقاب [فضايي بیړۍ] ښکته شوی دی.» خو دې بیا هم یو څه وخت ونیو چې دواړه هوا نوردان پر سپوږمۍ قدم کیږدي. لومړی باید د بیرته راستنیدو پرواز چمتو شوی وی. د جولای میاشتې په ۲۱مه نیټه د همغږي نړیوال وخت پر دوو بجو، شپږ پنځوس دقیقو او ۲۰ ثانیو هغه ستره شیبه راورسیده او نیل آرمسترانګ پر سپوږمۍ پل کیښود.
انځور: picture-alliance/Heritage Images/NASA/Oxford Science Archive ۱۰۰۰۳ شمیره نمونه (د ۱۹۶۹م کال د جولای ۲۷مه) ارمسترانګ او الدرین د سپوږمۍ پر سطحه د دوه نیمو ساعتونو لټون وروسته د سپوږمې کرې له سطحې څخه ۴۷ پاونډه مواد راټول کړل او ځمکې ته یې رواړل. دغه کوچنۍ د تيږې ټوټه د هغې برخه ده. په ټوله کې سپوږمۍ ته د شپږو ماموریتونو په ترڅ کې ۲۴۱۵ نمونې راټولې کړی شوي چې کابو ۴۰۰ کیلوګرامه کیږي.
انځور: NASA/AccuSoft Inc. نه یوازې نمونې راټولی کړی شوې، بلکې هوا نوردانو هم د سپوږمۍ په سطحه ځیني شیان پریښي دي. دغه د سینې ګل یا د سینګار سنجاق د نیل ارمسترانګ له خوا تر ټولو سبمولیکه بڼه لري. دغه سنجاق چې د زیتون پاڼه ده د سولې سمبول دی. خو ځینې نورې نښې هم د هوا نوردانو له خوا پریښودل شوي.
انځور: NASA/Johnson Space Center بیرته ځمکې ته راستنیدل ( د ۱۹۶۹م کال د جولای ۲۴مه) هوا نوردان په خوندیتوب سره په آرام سمندرګي کې راښکته شول. خو دغه هوا نوردانو باید تر راستنیدو وروسته له سپوږمۍ څخه د راوړل شوو تیږو په هکله د ګمرک یوه فورمه ډکه کړي وی.
انځور: NASA/Johnson Space Center د خلکو تود هرکلی (د ۱۹۶۹م کال د سپتمبر ۲۳مه) د اپولو ۱۱ ماموریت هوا نوردانو دلته د خپلې هوا نوردۍ کالي نه دي اغوستي، بلکې د مکسیکو دودیز کالي یې پر تن دي. د خپل فضایي ماموریت تر ختمیدو وروسته دغو هوا نوردانو د ۴۵ ورځو په سفر کې ۲۴ هیوادونو او ۲۷ ښارونو ته سفر وکړ. امریکا متحده ایالاتو غوښتل چې پر خپله اراده ټینګار وکړي او خپله فضایي پوهه د نړۍ له نورو هیوادونو سره شریکه کړي. په مکسیکو ښار کې د هوا نوردانو د وتلو ستورو په څیر هر کلی وشو.
انځور: NASA