کله چې د امريکا متحده ایالاتو د جان ايس مک کين په نوم ويجاړونکې بيړۍ د چين په جنوبي سمندرگي کې پاراسيل ټاپوگانو ته څیرمه روانه وه نو ډېر ژر د چين د پوځ د کښتيو او الوتکو له خوا وليدل شوه.
د چين د پوځ د جنوبي اړخ کوماندې وياند ډگروال زانگ نندونگ وويل چې د دغي امريکايي کښتۍ شتون «پوځي پارونه» وه چې د چين له حاکميت او امنيتي موخو څخه سرغړونه وه او په جنوبي چين سمندرگي یې سوله او ثبات له خطر سره مخامخ کړي دي.
چين، د چين جنوبي سمندرگي د يو شمیر سيمو چې د ژيشا ټاپوگان هم پکې شامل دي، د ملکيت ادعا کوي او هلته یې يو شمیر پوځي تاسيسات جوړ کړي دي.
د چين او امريکا ترمنځ په لانجمنو اوبو کې دغه ډول مخامخيدل په دې تیرو کلونو کې ډیر عام شوي دي . امريکا په وار وار سره په دغه اوبو کې د جنگي کښتيو په اصطلاح د آزاد تگ راتگ له پاره مانورې ترسره کوي څو د چين د ملکيت دعوا چې په ۲۰۱۶م کال کې د يوې نړيوالې محکمې له خوا هم رد شوې ده، ناسمه ثابته کړي.
خو اوس د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت پنتاگون د يوه رپوټ په حواله د چين سمندري ځواک د نړۍ په تر ټولو ستر سمندري ځواک بدل شوی دی. د رپوټ په حواله چين په تیرو کلونو کې د خپلې بهرنۍ تگلارې د تقويه کولو په ترڅ په ميلياردو ډالر په دې برخه کې مصرف کړي دي.
د چين په جنوبي سمندرگي کې د امريکا الوتکې ليږدونکې پيړۍانځور: U.S. Navy/Jason Tarleton/abaca/picture-alliance په تکنالوژۍ کې د امریکا برلاستوب
په رپوټ کې اټکل شوی چې چين څه نا څه ۳۵۰ کښتۍ لري چې زياتره دغه کښتۍ یې میزايل ليږدونکي د گزمې کښتۍ، جنگي بیړۍ، الوتکې ليږدونکې بيړۍ او ویجاړونکي کښتۍ دي، چې د چين په شمالي، ختیځ او جنوبي ساحل کې ځای پر ځای دي.
ډېري کښتۍ په اصطلاح «څو ډوله نقش لوبونکي پليت فارمونه» دي چې په عصري دافع هوا او اوبتلونو ضد وسلو او سنسورونو سنبال دي.
د چين په سمندري ځواک کې ۵۲ اتومي او ډيزلي تهاجمي اوبتلونه، څلور اتومي قاره یې توغندي ليږدونکي اوبتلونه او دوه الوتکې ليږدونکې بيړۍ شاملې دي.
د امريکا متحده ايالاتو سمندري ځواک بيا د ۲۰۲۰م کال په سر کې څه نا څه ۲۹۳ کښتۍ درلودلې. خو د دفاعي شنونکو په حواله د امريکا اړخ بيا هم دروند دی، ځکه چې سمندري ځواک یې تر چين سترې جنگي بيړۍ لري.
کوم هیواد څومره الوتکې لیږدونکي بیړۍ لري؟
په نړۍ کې تر اوسه پورې ۱۶۸ الوتکي لیږدونکي بیړۍ جوړې شوي دي. اوس یوازې ۱۹ داسې بیړۍ فعاليت کوي. په دې انځوریز رپوټ کې به وګورۍ چې کوم هیواد څومره دغه بیړۍ جوړې کړي او څومره یې تر استعمال لاندي دي. انځور: picture alliance/dpa/Zumapress ټایلند یوازې یوه داسې سمندري کښتۍ لري چې د جنګي الوتکو د لیږد قابلیت لري. دغه بیړۍ په ۱۹۹۷م کال کې جوړه شوې چې د ټایلند بحري یا سمندري ځواکونه یې تر اوسه پورې استعمالوي.
انځور: Getty Images/AFP هالنډ په څلویښتمه لسیزه کې له بریتانيا څخه دوې الوتکې لیږدونکي بیړۍ را نیولې وې. په ۱۹۶۸م کال کې یوه له دغو بېړيو څخه پر ارجنټاین ؤپلورل شوه چې اوس د استفادې وړ نه ده. دویمه هم په ۱۹۷۱ م کال کې چې له کاره لویدلې وه هم ویجاړه کړای شوه.
انځور: picture-alliance/arkivi له هالنډ څخه پیرل شوې بېړۍ له ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۹۹ کاله پورې د ارجنټاین د سمندري قواو په اختيار کې وه چې وروسته له ۱۹۶۹م کال څخه له کاره ولویده.
انځور: Reuters له برازيل سره یوازې یوه د فرانسې ساخت جوړه بیړۍ موجوده ده چې له ۲۰۰۰ م کال راهیسې استفاده ترې کيږي.
انځور: picture-alliance/ dpa/A. Zemlianichenko د خوان کارلوس په نوم سمندري بیړۍ له ۲۰۱۰ م کال راهیسې د هسپانيا د سمندري ځواکونو په اختيار کې ده. پر دې سربیره یوه بله بیړۍ په ریزرو کې هم موجوده ده.
انځور: Getty Images/P. Dominguez له استرالیا سره په دریو مختلفو وختونو کې درې داسې جنګي بیړۍ وې چې د جنګي الوتکو د لیږدولو وړتيا یې لرله. د هغو له جملې څخه دوې یې په پنځوسمه لسیزه او دریمه یې تر ۱۹۸۲م کاله پورې د استرالیا د سمندري ځواکونو په اختيار کي وه.
انځور: picture-alliance/epa/J. Brown د تیرې پيړۍ په نیمایې کې کاناډا داسې ۵ بيړۍ درلودلې چې وروسته بیا له کاره ولویدې. اوس دغه هیواد هیڅ کومه سمندري بېړۍ نه لري چې د جنګي الوتکو د لیږدولو صلاحیت دې ولري.
انځور: picture-alliance/newscom/MC3 K.D. Gahlau آئی این ایس وکرمادتیا په نوم د روسیې ساخت سمندري بېړۍ له ۲۰۱۳م کال راهیسې د هند د سمندري ځواکونو په اختیار کې ده او د یوې بلې داسې بیړۍ د جوړولو کار هم روان دی. د ویرات په نوم سمندري بېړۍ تر۲۰۱۶م کال پورې فعاله وه او وروسته بیا د ریزرف په توګه ساتل شوې ده.
انځور: Imago/Hindustan Times/A. Poyrekar اوس یوازي یوه داسې بیړۍ د روسي پوځ په اختیار کې ده چې د جنګي الوتکو د لیږدولو وړتيا لري. د شوري اتحاد تر پاشل کیدو وروسته روسيې د نويمې لسیزې په لومړیو پنځو کلونو کې له څلورو څخه درې داسې بیړۍ ویجاړې کړې او یوه یې تر بیارغونې وروسته پر هندوستان ؤپلورله.
انځور: picture-lliance/AP Photo تر دویمې نړيوالې جګړې مخکې له جاپان سره د جنګي الوتکو لیږدونکي ۲۰ بیړۍ موجودې وې چې ۱۸ یې د نړیوالې جګړې پر مهال د امریکایې ځواکونو د بریدونو په وسیله لمنځه یوړل شوې او پاته دوې نوري یې د جاپان له خوا وروسته ناکاره کړای شوې.
انځور: Reuters/Handout/P. G. Allen د فرانسې سمندري ځواکونه اوس یوزاې یوه داسې بیړۍ لري چې د جنګي الوتکو د لیږدولو توان لري.
انځور: dapd آلمان د شلمې پیړۍ له پیل څخه نیولې تر دویمې نړیوالې جګړې پورې د اتو جنګي بیړیو د جوړولو طرحه جوړه کړی وه چې د مختلفو لاملونو له کبله بشپړه او عملي نه شوه. اوس آلمان یوه داسې بېړۍ هم نه لري چې د جنګي الوتکو د لیږدولو وړتيا دي ولري.
انځور: picture alliance/akg-images په اوس وخت کې په بریتانیا کې د دوو جنګي بیړیو د جوړولو کار روان دی. پخوا بریتانیا ۴۰ داسي بېړۍ درلودلې چې ۴ یې په نړیواله جګړه کې لمنځه ولاړې او پاته نور یې له کاره لویدلې وې چې ویجاړ کړای شوې.
انځور: picture-alliance/dpa/Marine Nationale په اوس وخت کې د ایټالیا د سمندري ځواکونو په اختيار کې دوې داسې بیړۍ چې د جنګي الوتکو د لیږدولو صلاحیت لري. یوه دغه بیړۍ په ۱۹۸۵ او دویمه یې په ۲۰۰۸ م کال کې کار پرې پيل شو.
انځور: DW/B. Riegert چين د ۲۰۱۸ م کال د می میاشتې په ۱۳ نیټه هغه بیړۍ چې پخپله یې جوړه کړې وه د لومړي ځل له پاره سمندر ته پریښوده. مخکې تر دې چين د روسیې ساخت داسې یوه بیړۍ درلوده چې له اوکرائن څخه یې پیرلې وه او تر ترميم وروسته یې په ۲۰۱۲م کال کې د استفادې وړ ګرځولې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/Imaginechina/W. Xizeng په اوس وخت کې د امریکا پوځ د جنګي الوتکو لیږدونکي لس بېړۍ لري چې ټول یې فعاله دي. امریکایې بیړۍ د الوتکو د پرواز او راکښته کیدو په برخه کې د ډیرې نوي ټکنالوژۍ درلودونکي دي چې د اټومي انرژۍ په وسیله حرکت کوي. امریکا تیره پیړۍ ۵۶ سمندري بیړۍ چې له کاره لیدلي وې ویجاړي کړي دي.
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com
د بهرنۍ تگلارې د څيړنې د مرکز او د بروکنگ انیستيتويت د دفاعي تگلارې د برخې مشر مايکل او هانلون له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «خبره د کښتيو د شمير نه ده. امريکا متحده ایالات په عمومي توگه [په پوځي برخه کې] ډېره ستره ده او ډېره وړتيا لري او د چين د سمندري ځواک په پرتله دوه چنده سترې او عصري کښتۍ لري.»
د پنتاگون په غوښتنه د بروکنگ انیستيوت له خوا په چمتو کړل شوي دې رپوټ کې او هانلون ويلي چې امريکا د الوتکې ليږدونکو کښتيو او د اوږده واټن بريدونو د اوبتلونو د کميت او کيفيت پر اساس مخکې ده. که څه هم چې چين د لنډ واټن ډیزلي اوبتلونو په برخه کې د پام وړ ځواک لري.
د راتلونکي پلان
د شنونکو په حواله بل اړخ ته چينايي کښتۍ که څه هم چې په اوسط ډول له امريکايي کښيتو کوچنۍ دي خو په عصري توغنديو ښې سنبالې دي. د پتناگون په رپوت کې دا هم راغلي چي چين اوس «په نړۍ کې د درنو کښتيو يو تر ټولو ستر توليدونکی» دی.
شنونکي او هونلون په رپوټ کې ويلي: «دلته د بېلا بېلو عملياتو د وړتيا مسله هم مطرح ده. چين مخ پر زياتېدونکي توگه په خپلو اوبو کې خپله وړتيا لوړه کړې ده، نه يوازې په هر ځای کې د کښتيو د ځای پر ځای کولو له لارې، بلکې په ځانگړي توگه د اوبتلونو او همدا راز د مختلفو توغنديو له لارې چې له ځمکې په اوبو کې يا له اوبو ځمکې ته ویشتل کيږي.»
د پنتاگون رپوټ دا هم روښانوي چې چين وار په وار د پوځ د بېلا بېلا څانگو ترمنځ همکاري هم زياتوي څو یې پوځي ځواک د بهرنۍ تگلارې د هدفونو په ترلاسه کولو کې «فعال نقش» ولري. له دې هدفونو څخه يو تر ټولو مهم دا دی چې پوځ یې د هيواد څخه په لیرې واټن کې هم فعال نقش ولرلي شي. خو دمگړۍ د چين سمندري ځواک زياتره تمرکز پر خپل شا او خوا کوي.
زموږ له آرشيف څخه:
کوم هيوادونه تر ټولو زيات سرتيري لري؟
د نړۍ د ټولو هيوادونو د سرتيرو شمېر تر ۲۷ مليونو زيات دی. په دغه شمېر کي د بعضو هيوادونو نيمه پوځي سرتيري او نور امنيتي وسله وال ځواکونو هم شامل دي. خو له دغو هيوادونو تر ټولو زیات سرتيري کوم هيواد لري؟ دلته يې وګورئ: انځور: Reuters/D. Sagolj ۲۱ مقام - افغانستان - تقريبا ۳۱۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۵ فيصده د دغه انځوريز مطلب له پاره معلومات د «نړيوال بانک» له وېبپاڼي (data.worldbank.org) څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۳يمه نېټه اخيستل سوي دي. د نفوس د شمېر سره تړلي معلومات د نړيوال بانک له ۲۰۱۵ کال د اړوند راپور او د سرتيرو د شمير معلومات يې له ۲۰۱۴ کال د اړوند راپور څخه اخيستل سوي. (ليکونکی: احمدولي اڅکزی)
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali ۲۰ مقام - فرانسه - تقريبا ۳۱۵ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۴۷ فيصده انځور: AP ۱۹ مقام - الجزائر - تقريبا ۳۲۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۸۰ فيصده انځور: picture-alliance/dpa ۱۸ مقام - مکسيکو - تقريبا ۳۳۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۶ فيصده انځور: AP ۱۷ مقام - ايتاليا - تقريبا ۳۵۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۵۹ فيصده انځور: Getty Images/AFP/V. Pinto ۱۶ مقام - تايلند - تقريبا ۴۵۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۶۷ فيصده انځور: Reuters ۱۵ مقام - کولمبيا - تقريبا ۴۶۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۴ فيصده انځور: Fuerzas Armadas de Colombia ۱۴ مقام - ميانمار - تقريبا ۵۱۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۵ فيصده انځور: Soe Than Win/AFP/Getty Images ۱۳ مقام - ويتنام - تقريبا ۵۲۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۵۷ فيصده انځور: picture-alliance/AP Photo/Na Son Nguyen ۱۲ مقام - ايران - تقريبا ۵۶۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۷۱ فيصده انځور: MEHR ۱۱ مقام - ترکيه - تقريبا ۶۱۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۷۸ فيصده انځور: Getty Images/AFP/O. Kose ۱۰ مقام - جنوبي کوريا - تقريبا ۶۳۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۱،۲۵ فيصده انځور: Reuters/Hwang Gwang-mo/Yonhap ۹ مقام - اندونيزيا - تقريبا ۶۷۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۶ فيصده انځور: Getty Images/AFP/A. Zamroni ۸ مقام - برازيل - تقريبا ۷۳۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۳۵ فيصده انځور: Reuters/R. Moraes ۷ مقام - مصر - تقريبا ۷۴۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۹۱ فيصده انځور: Getty Images/AFP/M. El-Shahed ۶ مقام - پاکستان - تقريبا ۹۲۰ زره سرتيري - د ټول نفوس ۰،۴۹ فيصده انځور: picture alliance / ZUMA Press ۵ مقام - روسيه - تقريبا ۱،۲۸ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۸۹ فيصده انځور: Reuters/S. Karpukhin ۴ مقام - شمالي کوريا - تقريبا ۱،۳۷ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۵،۴۸ فيصده انځور: picture alliance/dpa ۳ مقام - د امريکا متحده ايالات - تقريبا ۱،۳۸ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۴۳ فيصده انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Evans ۲ مقام - هند - تقريبا ۲،۷۵ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۱ فيصده انځور: UNI/PS ۱ مقام - چين - تقريبا ۲،۹۹ مليون سرتيري - د ټول نفوس ۰،۲۲ فيصده د دغه انځوريز مطلب له پاره معلومات د «نړيوال بانک» له وېبپاڼي (data.worldbank.org) څخه د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ په ۳يمه نېټه اخيستل سوي دي. د نفوس د شمېر سره تړلي معلومات د نړيوال بانک له ۲۰۱۵ کال د اړوند راپور او د سرتيرو د شمير معلومات يې له ۲۰۱۴ کال د اړوند راپور څخه اخيستل سوي. (ليکونکی: احمدولي اڅکزی)
انځور: Reuters/D. Sagolj