چين د پاکستان او طالبانو ترمنځ د ترینګلتيا د راکمولو هڅه کوي
۱۴۰۳ آذر ۶, سهشنبهد افغانستان له پاره د چين ځانګړي استازي يویې ژياويونګ، د اوونۍ په پای کې په کابل کې د طالبانو د رئيس الوزرا د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير، د دفاع وزير ملا يعقوب او نورو چارواکو سره ليدنه کتنه کړې ده. کابل ته تر سفر مخکې دې ژياويونګ، په اسلام آباد کې له پاکستان چارواکو سره هم نظر تبادله کړی وو.
د پاکستان د رسنيو د رپوټونو په حواله داسې بريښي چې چين يوه نوې ديپلوماتيکه هڅه پېل کړې ده چې موخه یې د ترهګرو د پټنځايونو پر سر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رامنځته شوې ترینګلتيا راکمول دي. اسلام آباد ادعا کوي چې په کابل کې واکمن طالبانو د پاکستاني طالبانو د «تحريک طالبان پاکستان» يا «ټي ټي پي» ډلې غړيو ته پټنځايونه ورکړي خو طالبان دا خبره ردوي.
د چين د دې لوړپوړي دیپلومات کابل او اسلام آباد ته سفرونو ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترنګلتيا د راکمولو د هڅې په سترګه کتل کيږي.
چين په ماضي کې هم د ټي ټي پي په مسئله کې د منځګړيتوب هڅه کړې وه خو هلو ځلو یې هيڅ نتيجه نه وه ورکړې.
په پيکنګ کې حکومت د پاکستان او افغانستان ترمنځ ترینګلتيا ته د خپل پراخ اتصال او د سوداګرۍ د ودې د سيمه ایزو موخو په لاره کې خنډ ګڼي او د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ترنګلتياو په ډېريدو انديښمن دی.
پر دې سربيره په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځايونو د احتمالي دومداره شتون څخه هم د پيکنګ ګټو ته ګواښ متوجې دی.
په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښو د چين وګړي هم اغیزمن کړي دي. په روان ميلادي کال کې لږ تر لږه ۷ چينايان په بېلا بېلو ترهګریزو پېښو کې وژل شوي دي.
د چين ديپلومات له طالب مشرانو سره د څه په اړه غږیدلی؟
چينايي ديپلومات کابل ته په داسې حال کې سفر کوي چې په اسلام آباد کې د چارواکو له لوري د تحريک طالبان پاکستان د منع شوې ډلې او د افغانستان له خاورې په احتمالي توګه فعالو نورو وسله والو ډلو له لوري د متوجې خطرونو او ګواښونو په اړه يوه معلوماتي غونډه ترسره شوه.
چين د افغانستان په اړه د نورو هېوادونو برعکس، په عمومي ډول په احتياط له جوړې شوې تګلارې کار اخلي او د خپلو انديښنو د له منځه وړلو په موخه د بندو دروازو تر شا خبرې اترې ترسره کوي.
پاکستاني چارواکي په دې آند دي چې د چين استازي له طالبانو سره په افغانستان کې د وسله والو د پټنځایونو په اړه خبرې اترې کړي دي.
د افغانستان د رياست الوزرا د مرستيال له دفتر څخه په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې د افغانستان او پاکستان اړيکې د خبرو اترو په موضوعګانو کې شاملې وې.
د اعلامیې په حواله ژياويونګ، په تېرو دريو کلونو کې د افغانستان پرمختګ ستايلی دی او د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ د ښو اړيکو او خپل منځي همغږۍ پر وده باندې یې ټينګار کړی دی.
د طالبانو د رئيس الوزرا سياسي مرستيال د چين سفير ته ويلي چې «اسلامي امارت خپلو ګاونډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې ته په دومداره توګه په دې اړه تضمين ورکړی دی چې افغانستان د هیڅ يوه هېواد له پاره کوم خطر نه دی او په دې تېرو دريو کلونو کې یې د دې يقيني کولو ته دوام ورکړی دی.»
د اعلامیې په حواله «د رئيس الوزرا مرستيال وويل چې افغانستان له اوږدې مودې راهېسې له شخړو ښکار دی او د خپل ملي اقتصاد د ودې او سيمه ایزې همکارۍ پراختيا ته لومړيتوب ورکوي.»
د رپوټونو په حواله تېره اونۍ له پاکستاني چارواکو سره د ليدنې کتنې پر وخت د چين سفير ته د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه معلومات ورکړل شول چې او دا چې څرنګه د دغه ګاونډي هېواد خاوره اوس هم د ټي ټي پي او دغه ډول نورو ترهګرو ډلو له لوري کارول کيږي، هغه څه چې طالبان یې په دومداره توګه ردوي.