1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین ته د فرانسې د ولسمشر او د اروپایې کمېسیون د مشرې سفر

۱۴۰۲ فروردین ۱۶, چهارشنبه

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون او د اروپایي کمېسیون مشره په درې ورځني سفر چین ته رسیدونکي دي. دواړه مشران به د چین له ولسمشر شي جن پینګ سره د اوکراین د جګړې پر ختمولو خبرې وکړي.

Indonesien I G20 Bali I Emmanuel Macron und Xi Jinping
انځور: Shen Hong/Xinhua News Agency/picture alliance

په دې سفر کې د فرانسې له ولسمشر امانویل ماکرون سره تر۵۰ د ډیرو مهمو کمپنیو د اجرائیه رائیسانو یو پلاوی هم ملګرتیا کوي چې له چینایي سوداګرو سره به ملاقات وکړي. خو د ټولو نظر دې خبرې ته دی چې ماکرون او د اروپایي کمېسیون مشره به د چین له رهبرۍ سره د اوکراین د جګړې ختمولو په اړه پر کومو موضوعاتو خبرې وکړي.

د اوکراین جگړه: اروپا په پراخه کچه ځان په وسلو سمبالوي

د فرانسې د ولسمشرې دفتر یوه چارواکي له دې درې ورځني سفر څخه مخکې خبریالانو ته وویل چې ماکرون به له خپل چینایي سیال سره د اوکراین د جګړې په باب خبرو کې د آرامه پاتې کیدو هڅه وکړي. هغه زیاته کړه چې د واشنګټن په نسبت چې اکثره وختونه په مستقیم ډول د لفظي شخړو وضعیت رامنځته کیږي، مکرون به د یوې جلا لارې خپلولو کوښښ وکړي.

زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:

که له یوې خوا د فرانسې د ولسمشر یو له مهمو هدفونو څخه له چین سره د سوداګریزو اړیکو برقراره ساتل دي، له بلې خو په آسیا او آرام سمندر سیمه کې د فرانسې د ګټو ساتل هم ځانګړی اهمیت لري. خو تر ټولو مهمه خبره زر تر زره د اوکراین جګړې ته د پای ټکي ایښودل دي.

له سفر مخکې د امریکا له ولسمشر سره مشوره

سپینې ماڼې ویلي دي چې ماکرون د خپل سفر له پيلولو مخکې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تلیفوني خبرې کړي او دواړو مشرانو د چین د دورې او د اوکراین د ملاتړ جاري ساتلو پر سر خبرې اترې کړي دي.

د فرانسې د ديپلوماتیکو سرچینو په حواله دواړو مشرانو ویلي دي چې غواړي چین د جګړې ختمولو هڅې ګړندۍ کړي.

د چين او روسیې ترمنځ ستراتیژيک تړونونه لاسلیک شوي

د ماکرون دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي دي: «دواړو مشرانو په چټکۍ سره د اوکراین د جګړې ختمولو او په سیمه کې د تلپاتې امنیت د کوښښونو په برخه کې د چین پر شاملولو امادګي ښودلې ده.»

د اروپايي کمېسیون دریځ څه دی؟

فون دیر لاین تیره اونۍ په بروکسل کې د خپلې وینا پر مهال ویلي وو: «داسې هیڅ پروګرام چې په عملي توګه د روسیې الحاق مستحکم کړي، د عملي کیدو وړ نه دی. موږ ته په کار دي چې پر دې ټکي روښانه دریځ ولري.» نوموړې د چین په سویلي سمندر کې، د چین او هند په سرحد او په تایوان کې د چین پر مخ پر ډیریدونکي تعرضي چلند نیوکه کړې وه.

د روسېې او چين جنګي جيټ الوتکو ګډې ګزمې کړي

د اروپايي کمیسیون مشرې ویلي وو چې د پوتین له جنګ سره د چین برخورد دا تعینوي چې له چین سره به د اروپايي اتحادیې اړیکې په څه ډول مخته ځي. خو بیجینګ پر دغو څرګندونو خواشینې ښکاره کړې وه.

په داسې یوه پيچلي چاپیریال کې د دې خبرې توقع کیږي چې ماکرون او فون دیر لاین دې چین ته ووایې چې روسیې ته دې وسلې نه ورکوي.

زمونږ د فسبوک شبکې سره یوځای شئ:

مسکو له بیجینګ څخه د وسلو ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه پورې دا معلومه نه ده چې آیا چین به دا کار وکړي او که نه؟ البته امریکایي چارواکو د دې احتمال په هکله خبرداری ورکړی دی.

د چین او اروپایي اتحادیي اړیکې په دې وروستیو کلونو کې په ډیرې چټکې خرابې شوي دي. خو پر دغو ټولو شخړیزو مسائلو سربیره د امریکا په پرتله اروپا له چین سره له نرم چلند څخه کار اخلي.

یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې کیدای شي د چین ولسمشر شي جن پینګ د امریکا او اروپا ترمنځ د واټن د لا زیاتولو هڅه وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب