1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

چین افغانستان ته د کرونا ۴۰۰ زره واکسینونه ورکوي

۱۳۹۹ اسفند ۱۱, دوشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې چین ژمنه کړې ده د سینوفارم په نامه کرونا ضد ۴۰۰ زره واکسینه به د افغانستان د حکومت په اختیار کې ورکړي. په دې توګه تر هندوستان وروسته چین دوهم هیواد دی چې له افغانستان سره د واکسينونو مرسته کوي.

China Corona-Pandemie | Sinopharm
انځور: picture-alliance/Xinhua/Zhang Yuwei

افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ لومړۍ نیټه) وویل چې چین افغانستان ته د سینوفارم په نامه د ۴۰۰ زرو واکسینو د ورکولو ژمنه کړې ده. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د واکسیناسیون د څانګې مشر غلام دستګیر نظري رویترز خبري آژانس ته وویل: «په کابل کې د چین سفیر د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره په کتنه کې ژمنه کړې ده چې هیواد به یې افغانستان ته د کرونا ۴۰۰ زره دوزه واکسین په اختیار کې ورکړي.»

د چین د سینوفارم په نامه دغه واکسین د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري تائید شوی دی خو د نظري په خبره تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې دغه واکسین به کله افغانستان ته ورسیږي. نظري وویل چې د هند له لوري مرسته شوی واکسین تر اوسه پورې د هیواد په ټولو ولایتونو کې پر ۱۲ زره روغتیاي کارمندانو تطبیق شوی دی.

افغانستان تیره اونۍ د هند له لوري د مرسته شوي واکسین تطبیق پیل کړ او په پیل کې یې خبریالان، سرتیري او د روغتیا د برخې پر کارمندانو باندې تطبیق کړ. هندوستان څه موده وړاندې افغانستان ته په هند کې د تولید شوي استرازینکا په نامه کرونا ضد واکسین ۵۰۰ دوزه وسپارل.

انځور: ASSOCIATED PRESS/picture alliance

بل لوري ته د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د کواکس په نامه د کرونا واکسین د نړیوال پروګرام په چوکاټ کې به د نورو مخ پر ودې هیوادونو سربیره افغانستان ته هم د کرونا واکسین ورکړل شي.

د چارواکو په خبره، د دغه پروګرام پرمټ به د افغانستان د ټول ۳۸ میلیونه نفوس نیږدې ۲۰ فیصده خلک د  کرونا ناروغۍ پر وړاندې واکسین شي.

په افغانستان کې تر اوسه پورې شاوخوا ۵۵ زره او ۷۳۳ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او د شمېرو له مخې له دې ډلې ۲۴۴۴ کسانو د کرونا له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

چارواکي بیا وايي چې ښايي دغه شمیرې له دې هم لوړې وي ځکه ګڼ شمیر افغانان د کرونا آزموینې نه کوي او ګڼ شمیر ناروغان په خپلو کورونو کې تر درملنې وروسته رغیږي.

زموږ له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب