1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چين د ایغوریانو له پاره ۳۸۰ کمپونه جوړ کړي

۱۳۹۹ مهر ۴, جمعه

د یوه استرالیايې بنسټ د څيړنو له مخې له  ۲۰۱۷م کال راهيسې پيکنګ په شینجيانګ کې د ایغور مسلمانانو له پاره ۳۸۰ کمپونه جوړ کړي چې د بشري حقونو سازمانونه یې زندانو ته ورته بولی، خو چین يې د «د روزنې مرکزونو» په نامه یادوي.

China Uiguren in der Provinz Xinjiang
انځور: AFP/G. Baker

د «استرالیا د ستراتیژیکي پالیسۍ انستیوت» په نوم د فکري بنسټ څیړنې ښيې چې په چین کې اوس هم دغه ډول ۱۴ مرکزونه د جوړیدو په حال کې دي. د دغه بنسټ کارپوهانو د سټلایټ انځورونو، د ساختماني قراردادونو اعلان ته وړاندې کولو او عیني شاهدانو له قوله په شینجیانګ ولایت کې دغه ډول ۳۸۰ مرکزونه پيژندلي او نقشه کړي دي.

زیاته شوې ده چې په دغه څیړنه کې یوازې د روزنې مرکزونه، توقیفخانې او بندیخانې شمیرل شوي دي چې له ۲۰۱۷م کال راهیسې نوې جوړي شوي او یا پراختیا ورکړل شوې. د دغه څیړنې موندنې د چین د معلوماتو سره په تضاد کې دي، چې په دغو کمپونو کې په ډله ایزه توګه د ایغور لږکیو ساتل ردوي.

د بشري حقونو د فعالانو اټکلونو له مخې په شینجیانګ کې د دغه لږکيو مسلمانانو شا او خوا يو میلیون کسان بنديان دي. د چین حکومت پر ایغوریانو د بیلتون غوښتنې او تروریزم تور پورې کوي.

په چين کي لس میلیونه ایغوریان ژوند کوي

انتقاد کوونکي دغه مرکزونه «د بیا رزونې د کمپونو» په نامه یادوي چې ایغوریان پکې په ځینې مواردو کې د بې رحمه میتودونو له لارې دې ته واداره کیږي چې د چین کمونیستي ګوند له سیاسي کړنلارې څخه پیروي وکړي. چین تل په شینجیانګ کې د بنديګرت د مرکزونو له موجودیت څخه انکار کوي. د چین حکومت دغه کمپونه د «د زده کړو د مرکزونو» په نامه یادوي چې د اسلامي افراطیت ضد مبارزې له پاره جوړ شوي. 

په چین کي ۱۰ میلیونه اویغوریان ژوند کويانځور: AFP/G. Baker

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وېنبین، دغه استرالیایي انستیتوت د «چین ضد قوتونو» د مخکښانو په توګه یاد کړی او ویلې دي د هغې اکاډمیک اعتبار «ډیر د پوښتنې وړ دی.»

د اټکلونو له مخې په چین کې لس میلیونه ایغوري مسلمان لږکي اوسیږي چې زیاتره یې د شینجیانګ په ولایت کې دي. هغوی له قومي لحاظه ترکانو ته نزدې دي او له اقتصادي، سیاسي او کلتوري لحاظه ځان د واکمن «هان» قوم تر فشار لاندې احساسوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل