چین: افغانستان او پاکستان دې د خبرو له لارې ستونزې حل کړي
۱۴۰۴ اسفند ۲۳, شنبه
د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي، له خپل افغان سیال امیرخان متقي سره پر ټيلفون خبرې کړي او له هغې ېې غوښتي چې پاکستان سره شخړه دې د ځواک پر کارولو نه بلکې د خبرو اترو او مذاکراتو له لارې حل کړي.
په اعلامیه کې همدارنګه له پاکستان څخه هم غوښتل شوي چې له زغم څخه کار واخلي او آرام پاته شي.
نور ولولۍ: د طالبانو او پاکستان شخړه: افغانستان کې د نږدې ۷۰ زرو کوچنیانو بې ځایه کیدل
د اعلامیې مطابق، چین له افغانستان او پاکستان دواړو غوښتي چې هر څومره ژر چې کيږي د فوري اوربند او اختلافاتو د حلولو له پاره مخامخ مذاکرات پيل کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر ويلي له زور او ځواک څخه ډېره استفاده، یوازې وضعیت لا پسې پېچلې کوي او ديپلوماتیک کړکېچ ته لا شدت ورکوي.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې وانګ يي او متقي همدارنګه د ایران پر وضعیت هم خبرې وکړې. وانګ متقي ته ويلي چې بیجنګ غواړي د افغانستان په ګډون له نړېوالې ټولنې سره په ایران کې د سولې د ټینګښت په موخه کار وکړي.
نور ولولۍ: د پاکستان او طالبانو يو بل ته د درنو زيانونو اړولو ادعاوې
د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه اعلامیه وروسته له هغې خپره کړې چې پاکستان د جمعې په ورځ پر پلازمېنه کابل او څو ولایتونو او په کندهار هوايي ډګر کې د خصوصي هوايي شرکت، کام اېر، د تېلو پر زېرمو بمباري وکړې.
د طالبانو حکومت وویل چې د پاکستان د دغې حملې په غبرګون کې ېې د پاکستان د پوځ مختلف مرکزونه په نخښه کړل.
د طالبانو د دفاع وزارت په یوه اعلامېه کې چې د جمعې په ورځ ېې پر اکس شبکه خپره کړې ویلي چې د پاکستان د تېرې شپې «تجاوزونو» په غبرګون کې افغان هوایي ځواکونو د«خیبر پښتونخوا کوهاټ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو ستراتيژیک نظامي مراکز او تأسیسات په نخښه کړل.» په اعلامیه کې ادعا شوې چې په دغو بریدونو کې د «کوهاټ پوځي قلعه» ویشتل شوې ده.
نور ولولۍ:د پاکستان او طالبانو ترمنځ نښتې؛ د ملکي تلفاتو شمیر لوړ شوی
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ وضعیت د بل هر وخت په پرتله ډېر کړکيچن شوی دی.
له آرشیف: