1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چینايي راکټ ټوټې د هند په سمندر کي لویدلي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

داسي اندیښنې موجودي وې، چي د اوږده مارش 5B ماډل چینايي راکټ ټوټې به پرمځکه راولیږي او تاوانونه به پيښ کړي. خو اوس چین خبر ورکړی، چي هغه په بحر هند کي لویدلي دي.

Weltspiegel | China Rakete Langer Marsch 5B
د تیري اپریل میاشتي په اخره کي د چین د اوږده مارش ماډل راکټ توغول انځور: Getty Images/AFP

د لونګ مارش 5B ماډل یوه چینايي راکټ ټوټې پرون شپه په بحرهند کي را لویدلي دي. د چین دولتي ټلویزون CCTV نن سهار د مرکزي اروپا په وخت، څلورو بجو او ۲۴ دقیقو د دغه ۱۸ ټنه دروند راکټ د موقعيت څخه دقیق خبر ورکړ، کوم چي په اوبو کي رالویدلی دی. د همدغه خبر پر اساس هغه اوس په بحر هند کي د مالدیو د جزیرې په غرب کي لویدلی دی.

چین د اوږده مارش 5B ماډل راکټ په واسطه د تیري اپریل میاشتي په اخره کي د یوه نوي چینایي فضايي سټیشن پرزې فضأ ته واستولې. وروسته د راکټ اصلي برخي د مځکي پر شاوخوا غیر منظم حرکت پیل او ارتفاع یې نور له کنټرول څخه ووتله.

د چینايي فضانوردۍ مسئولینو تر دغه حالت وروسته پر مځکه باندي د هغه د رالویدو د خطر تاوانونه ډیر لږ وبلل. ځکه چي په خبره یې د راکټ اکثره برخي اټموسفیر ته د ورداخلیدو پر وخت سوځلی او یا ماتي سوي دي.

پروسږکال هم چین عین ماډل یو راکټ فضأ ته وتوغاوه، چي هغه د عاج پر ساحل باندي راولیدی او ځيني تعمیرونه یې خراب کړل. خو څوک پکښي زخمي نسو.

بیا اوسنۍ واقعې هم په بین المللي سطح انتقادونه هم رامنځته کړي دي. د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر، لویید استین وویل: «زه ګمان کوم، دا حقیقت باید قبول سي، چي زموږ څخه هر هغه څوک چي په فضأ کي فعالیت کول غواړي، ورڅخه دا غوښتنه موجوده ده او یا باید ورڅخه وسی، چي په یوه مطمیین او سنجیده حالت کي کار او فعالیت وکړي.»

د فضايي مسایلو امریکايي فزیک پوه، جاناتان میک داول  وویل، چي چین باید د اوسني راکټ طرحه اصلاح کړي، تر څو بیا د دغه ډول واقعو مخنیوی وسي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل