1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین په ۲۰۲۲ کال کي تر ټولو لږ موبایل تلیفونونه پلورلي

۱۴۰۱ بهمن ۹, یکشنبه

د چین د موبایل تلیفونونو خرڅلاو په ۲۰۲۲ کال کي ۱۳ فیصده راکم سوی، چي دا په دغه څانگه کي د لسو کلونو راهیسي تر ټولو ډیر کمښت ښيي. دلیل یې پر ځیرک تلیفونونو د پیسو نه مصرف کول په ګوته سوی دی.

Taiwan Luftschutzbunker auf dem Prüfstand
انځور: DW

د بازار د ارزیابۍ او پلټني شرکت، IDC په نظر د دې علت د موبایل تلیفونونو اخیستونکو او مصرف کونکي هغه احتیاط دی، چي نه غواړي پر تلیفونونو باندي ډیري پیسې ورکړي. چین د تیرو کلونو په نسبت، چي د کاله به یې تقریبأ ۳۲۹ ملیونه موبایل تلیفونونه صارول، په ۲۰۲۲ م کال کي فقط ۲۸۹ ملیونه موبایل تلیفونونه صادر او خرڅ کړي دي. د IDC شرکت په خبره دا له ۲۰۱۳ کال راهیسي د چین د دغه سکتور تر ټولو لږ صادرات ول. 

په نړۍ کي د ځيرک تليفون استعمال ولي ډير سوی؟
د چین د اندریوت موبایل تلیفونونو شرکت، ویوؤ-VIVO که څه هم په دغه کال کي تر ټولو ډیر تلیفونونه خرڅ کړي او د بازار ۱۸،۶ فیصده سهم یې درلود، خو بیا یې هم د تلیفونونو په خرڅلاو کي د پخوا په نسبت ۲۵،۱ فیصده کموالی راغلی دی. 
چینايي هونور-Honor ځیرک تلیفون په دوهمه درجه کي  ښه فروشات درلودل او خپل عایدات یې په همدغه ۲۰۲۲ م کال تر ۳۴ فیصده هم اضافه کړل، که څه هم لږ تلیفونونه یې خرڅ او صادر کړي دي. 

د ځيرک تليفون د آبي رنگه رڼا تاوانونه

امریکايي شرکت، اېپل-Apple په ۲۰۲۲ م کال د تلیفونونو د بازار دریم لوی خرڅونکی شرکت ؤ، چي له اوپو-Oppo چیانيي شرکت سره مساوي ؤ. که څه هم یې مجموعي عایدات ۴،۴ فیصده راکم سول، خو بیا هم د بازار د عمومي وضعیت په مقایسه ښه ؤ. 
د چین د موبایل تلیفونونو د خرڅلاو او صادراتو د کمیدو یو مهم دلیل په دغه هیواد کي د کرونا وبا پر ضد سخت محدودیتونه او مقررات وه، چي د تلیفونونو په ډیرو فابریکو کي یې پر ضد اعتراضونه او اعتصابونه هم رامنځته سول. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب