د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې د چين نوی اتومي اوبتل د روان ميلادي کال په سر کې د جوړېدو پر مهال ډوب شوی دی.
د جون مياشتې د ستېلايت په انځورنو کې د ووچانګ د کښتۍ جوړولو په کارځای کې چېرې چې د ژاو – کلاس تهاجمي اوبتل لنګر اچولی وو، کرنینونه يا جرثقیلونه ليدل کیږي.
امريکايي چارواکو د اسوشتید پريس او رويترز په ګدون يو شمير خبري آژانسونو ته ويلي دي چې دا انځورونه ښيي چې کښتۍ ښايي د می او جون مياشتو ترمنځ موده کې ډوبه شوي وي.
چين د اوبتل د اوسني وضعيت په تړاو څه تائيد کړي نه دي. د اوبتل د ډوبېدو خبر لومړی د والستريت ژورنال له خوا خپور شوی وو.
چين: په دې اړه د ويلو له پاره څه نه لرو
د جوړېدو پر مهال به د يوه اوبتل ډوبېدل د چين له پاره چې د خپلو سمندري وړتياو پراخولو ته یې دوام ورکړی دی، يوه بالقوه ضربه وي.
په واشنګټن کې د چين د سفارت يوه وياند وويل: «موږ ستاسې له خوا د ذکر شوي خبر په اړه خبر نه یو او دمګړۍ له شريکولو له پاره هیڅ معلومات نه لرو.»
امريکايي چارواکو چې د نوم نه ښوولو په شرط یې رويترز خبري آژانس سره خبرې کړي، وويل دا د حيرانتيا وړ نه ده چې د چين سمندري ځواک دې د اوبتل د ډوبېدو خبر پټ کړي.
دوی زیاته کړې ده: «د روزنې د معيارونو او ابرازو د کيفيت په اړه پر پوښتنو سربيره دې پېښې د پي ال ای [د خلکو د آزادۍ پوځ] د داخلي مسئوليت پذيرۍ او د چين د دفاعي صنعت د نظارت په اړه ژورې پوښتنې رامنځته کړي دي چې له اوږدې مودې راهيسې له فساد سره لاس او ګريوان دی.
زموږ له آرشيف څخه:
په اوس وخت کې د نړۍ ۹ هیوادونه ۱۶۳۰۰ اتوم بمونه لري. د اتمې وسلو په برخه کې د محدودیت راوستلو له غوښتنو سره سره په دې شمیر کې کموالې نه دی راغلې. په دې انځوریز رپوټ کې به ولیدل شي چې کوم هیواد څومره اتوم بمونه لري.
انځور: Reutersپه ستاکهولم کې د سولې د بین المللي تحقیقاتي موسسې( سِپري) په خبره د اتومي وسلو د شمیر په برخه کې روسیه تر ټولو مخکې ده. پخواني شوروي اتحاد د لومړي ځل له پاره په ۱۹۴۹ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړی وو. روسيه په اوس وخت کې ۸۰۰۰ اتومي وسلي لري.
انځور: Getty Images/AFP/N. Kolesnikovaامریکا متحده ایالاتو په ۱۹۴۵ کال کې تر خپل لومړني اټومي ازمیښت لږ وخت وروسته د جاپان پر هیروشیما او ناگاساکي ښارونو باندی اټوم بمونه وغورځول. د سپري په حواله امریکا اوس هم ۷۳۰۰ اتوم بمونه لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Jamaliفرانسه په اروپا کې تر ټولو ډیرې اتومي وسلې لري. د دغو وسلو شمیر ۳۰۰ ښودل شوې دی. فرانسې په ۱۹۶۰ کال کې د اټوم بم جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړی وه.
انځور: picture-alliance/dpa/J.-L. Brunetد آسیا تر ټولو لوې اقتصادي قدرت او د نړۍ تر ټولو لوې د وچې پوځ درلودونکې هیواد چین د پوځ شمیر په هکله دقیق ارقام نه دي ورکړل شوي. اټکل کیږي چې چین ۲۵۰ اټوم بمونه لري. چین په ۱۹۶۴ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو.
انځور: Getty Imagesد ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي بریتانیې په ۱۹۵۲ کال کې خپل لومړنې اټومي ازمیښت ترسره کړی وو. د امریکا له نږدې متحد هیواد بریتانیې سره اوس وخت ۲۲۵ اټومي وسلې موجودې دي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Kaminskiپاکستان د ۱۰۰ او ۱۲۰ تر منځ اتومي وسلو درلودونکې دی. کله چې پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټوم بم جوړ کړ تر هغه وروسته د پاکستان او هند تر منځ کومه جگړه نه ده رامنځته شوې. مخکې تر دې د هند او پاکستان تر منځ دری جنگونه ترسره شوې دي. که څه هم پاکستان وایې چې د دوی اټومي وسلې د دفاعي مقاصدو له پاره دي، خو څارونکي ویره لري که د دغو دواړو هیوادونو تر منځ جگړه رامنځته شي، نو کیدای شي پر یوې اټومي جگړې واوړي.
انځور: picture-alliance/APپه ۱۹۷۴ کال کې د لومړي ځل او په ۱۹۹۸ کال کې د دویم ځل له پاره د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کونکی هیواد هندوستان له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې اوټوم بمونه لري. له چین او پاکستان سره د سرحدي پولو پر سر د شخړې سربیره هندوستان ژمنه کړی چې دغه هیواد به د اتوم بم د کارونې په برخه کې هیڅ کله هم لومړيتوب ونه کړي.
انځور: Reutersله ۱۹۴۸ څخه تر۱۹۷۳ کاله پورې له عربي هیوادونو سره دری واره جنگیدلې هیواد اسرائيل ۸۰ اټومي وسلې لري. د اسرائیلو د اټومي پروگرامو په برخه کې ډیر لږ معلومات موجود دي.
انځور: Reuters/B. Ratnerد اټکلونو له مخې شمالي کوریا لږ ترلږه ۶ اټومي بمونه لري. که څه هم شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره شخړه لري، خو د دغه هیواد اټومي پروگرامونو لویدیځ هیوادونه هم اندیښمن کړي دي. د ملگرو ملتونو له خوا د لگول شوو بندیزونو سربیره هم دغه کمونستي هیواد په ۲۰۰۶ کال کې د اټومي وسلو ازمیښت ترسره کړ.
انځور: Reuters ب. ص/ ن. ز (AP, Reuters)