1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین په جانګشاو کي سخت سیلابونه

۱۴۰۰ تیر ۳۰, چهارشنبه

په چین کي دغه بارانونه او سیلابونه یوه سیمه ایزه پدیده نه ده. اقلیمي تغیر اوس په ټوله نړۍ کي احساسیږي او تر اروپا وروسته دادی هغه چین ته هم ورسیدل. هلته یې هم له کبله ډیر انسانان مړه او ورک سول.

China Zhengzhou | Starke Regenfälle | Verwüstungen
انځور: Chinatopix/AP/picture alliance

د چین په دغه مرکزي ميلیوني ښار کي تر شدیدو بارانونو وروسته سخت سیلابونه رامنځته سول. دولتي رسنیو په لمړي سر کي د ۱۲ مړو سوو کسانو خبر ورکړی دی، خو د ډیرو کسانو د مړه کیدو اټکل کیږي. 

لکه څنګه چي دولتي رسنیو او عیني شاهدانو خبر ورکړی دی، سیلابونه پر یوې مترو باندي ورغله، په کومه کي چي په سلونو کسان سپاره وه او په یوه تونل کي یې بند کړل.

روغتون تخلیه سو

د چارواکو په حواله تقریبأ ۲۰۰۰۰۰ انسانان د امن ځایونو ته انتقال سوي. د هغوی په منځ کي د جانګشاو د یوه پوهنتوني کلینیک څخه تقریبأ ۶۰۰ سخت مریضان هم انتقال سوي دي. په دغه کلینیک کي برق قطع سوی ؤ.

تر سختو سیلابونو وروسته د چین په وخت پرون سهار وختي د سیلابونو په نتیجه کي د ګوجیاجو بند له نړیدو سره سیلابونه نور هم زيات سول.

د جانګشاو د ۹ ميلیوني ښار د سیلابونو اضطراري کمیټې، «چینا ډیلي» ورځپاڼي ته ویلي دي چي «دغه ډول سخت بارانونه په عادي ډول په ۱۰۰ کلونو کي یوواري رامنځته کيږي.»

په دغه ښار کي ډیر سړکان تر اوبو لاندي سول چي اکثره یې په سیلابونو باندي تبدیل سول، موټران او ډیر شیان یې له ځان سره یووړل. په ډیرو ځایونو کي یې د برق او اوبو رسولو سیسټمونه خراب کړل. په نتیجه کي پر خلګو باندي برق قطع او اوبه نه ورسیدلې.

انځور: Hou Jianxun/dpa/picture alliance

ترانسپورټ د هغې جملې څخه بسونو نور تګ راتګ نسوای کولای. د مترو تونلونو ته د اوبو ورننوتلو په سبب متروګاني هم وتړل سوې. نه یوازي په ریل سټیشنو کي په زرونو مسافر بند پاته سول، بلکي ددغه ښار ۲۷۰ پروازونه هم کنسل سول.

د«طایفون» طوفان سخت بارانونه رامنځته کړل

اوسني سخت بارانونه تر «طایفون» باد او طوفان وروسته رامنځته سول. دغه طوفان په ججای او فوجیان ولایتونو کي هم د سختو بارانو او سیلابو د راتلو سبب سو.

د چین په جنوب کي هم سخت سیلابونه او د «سیمپکا» په نامه باد او طوفان رامنځته سوی، چي سرعت یې په ساعت کي ۱۱۰ کیلومتره ته رسیدی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب