1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د شرابو کارخانې د افغانانو غبرګونونه راپارولي

۱۴۰۰ فروردین ۱۱, چهارشنبه

د پاکستاني رسنیو په حواله د بلوچستان په حب ښار کې یوې چینايي کمپنۍ د شرابو په تولید پیل کړی دی چې د افغانانو پراخ غبرګرونونه یې راپارولي دي. د پاکستاني چارواکو په خبره، دغه شرکت به د چینايي وګړو له پاره شراب تولید کړي.

Pakistan Murree Brauhaus in Rawalpindi
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem

د ډان په نامه پاکستانۍ انګلیسې ژبې ورځپاڼې په خپل یوه تازه رپوټ کې لیکلي چې د هوی کوستال بریوري او ډیسټلري لمټد په نامه یوه چینايي شرکت د بلوچستان په حب ښار کې د شرابو په تولید پیل کړی دی.

یادې ورځپاڼې د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي دي چې دغه چینايي شرکت په ۲۰۱۷م کال کې د شرابو د تولید له پاره د جواز غوښتنه کړې وه او دا چې په ۲۰۱۸م کال کې ورته د تولید جواز ورکړل شوی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې دغه شرکت چې د شرابو د تولید په برخه کې نړیوال شهرت لري، درې میلیارده پاکستانۍ کلدارې پانګونه کړې او په دې توګه به پاکستاني وګړو ته هم د کار زمېنه برابره شي.

د پاکستاني چارواکو په خبره، دغه شرکت به د هغو چینايي وګړو د شرابو تقاضا پوره کړي چې په پاکستان کې کار کوي.

انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem

په پاکستان کې د شرابو د تولید د دغې کارخانې په پرانستلو سره ګڼ شمیر افغانانو هم غبرګون ښوولی دی. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر عبدالکریم خرم ویلي چې په افغانستان کې جهاد دی، حجاب لرونکې واکسیناتورانې قتل کیږي او پلونه نړول کیږي، خو په پاکستان کې بیا د شرابو کارخانه جوړیږي.

کریم خرم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «په افغانستان کې ۱۵۰۰۰۰ غیر مسلمان عسکر موجود ول خو د الکولو مصرف ته یې د شرابو فابریکه جوړه نه شوه، په پاکستان کې گواکي ۳۰۰۰۰ چینایي کارگرانو ته د شرابو فابریکه جوړه شوه. مگر دلته جهاد دی، حجاب لروونکې واکسیناتورانې قتل کیږي او پُلونه نړ‌ول کیږي.»

تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د شرابو د تولید یو شمیر شرکتونو فعاليت درلود او دغه هیواد ته له بهرنیو هیوادونو هم شراب په قاچاقي توګه را واردیږي.

په پاکستان کې شراب د قانون له مخې منع ګرځول شوي او جرم ګڼل کیږي او مجرم کس ته د پاکستان د قانون له مخې د ۸۰ درو سزا ټاکل شوې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب