1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شنګهای سازمان غونډه او په اسلام آباد کې کلک امنيتي تدابير

۱۴۰۳ مهر ۲۳, دوشنبه

د «شنګهای همکارۍ سازمان» په غونډه کې د ګډون له پاره د چين لومړی وزير اسلام آباد ته رسېدلی دی. د نوموړي تر سفر دمخه امنيتي تدابير لا پسې کلک کړل شوي ول. پاکستان روانه اونۍ د دغه سازمان د لوړپوړو چارواکو کوربتوب کوي.

د پاکستان لومړی وزير شهباز شريف او د چين صدراعظم لي چيانګ
سبا، يعني د سې شنبې ورځې څخه د پيلېدونکي د «شنګهای د همکارۍ سازمان» یا اس او سي په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون له پاره د چين لومړی وزير لي چيانګ، اسلام آباد ته رسېدلی دی.انځور: Pakistan's Prime Minister Office/AFP

سبا، يعني د سې شنبې ورځې څخه د پيلېدونکي د «شنګهای د همکارۍ سازمان» یا اس او سي په دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون له پاره د چين لومړی وزير لي چيانګ، اسلام آباد ته رسېدلی دی.

نوموړي ته د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار او د کورنيو چارو د وزير محسن نقوي، په ګدون لوړپوړو چارواکو د «نور خان» په پوځي هوايي ډګر کې هرکلی ووایی.

د سيمه ایزو رسنيو په حواله به ښايي د چين صدراعظم نن، دوشنبه له ولسمشر آصف علي زرداري، سره هم وګوري. لي چيانګ، به په مجازي بڼه د ګوادر نړيوال هوايي ډګر پرانيسته هم وکړي.

پاکستان په داسې يوه وخت کې د دغه مهمې امنيتي غونډې کوربتوب کوي چې په اسلام آباد کې حکومت په هېواد کې له يو شمیر امنيتي مسايلو سره لاس ګريوان دی او د زور زياتي پر وړاندې مبارزې په ترڅ کې له سترو ننګونو سره مخامخ دی.

د شنګهای همکارۍ سازمان د منځنۍ آسيا د امنيتي وضعيت په تړاو دا کنفرانس ډېر اهميت لري.

د اس او سي غونډه ولې د پاکستان له پاره ستره آزموینه ده؟

د شنګهای همکاريو سازمان يا اس او سي په ۲۰۰۱م کال کې د روسیې او چين د ګډو هڅو په پايله کې رامنځته شو.

د اس او سي غونډه روانه اونۍ په پاکستان کې په داسې حال کې جوړيږي چې په اسلام آباد کې د حکومت له پاره ډېر حساس وخت دی، ځکه چې د ياغيانو له لوري د زور زياتي د پېښو او ناوړه امنيتي وضعيت له کبله حکومت تر سخت فشار لاندې دی.

په دې کنفرانس کې چې د سه شنبې ورځې څخه پېلیږي، د پاکستان پر متحد هېواد چين سربیره يې د دودیز دښمن هېواد هند پر لوړپوړو چارواکو سربیره د سيمې د نورو مشرانو د ګډون انتظار کیږي.

د دې غونډې د مخه په پاکستان کې د يو شمیر پېښو له کبله د پاکستان د امنيتي ځواکونو د وړتيا په هکله پوښتنې را پورته شوي دي. په دې پېښو کې د بهرنيانو پر يوه کتار برید، د زنداني شوي پخواني لومړي وزير عمران خان، د پلويانو له خوا له تاوتريخوالي ډک احتجاج او د پاکستان د تر ټولو ستر هوايي ډګر د باندې بمي چاودنه او همدا شان د هېواد په جنوب لوېدیځ ايالت بلوچستان کې د بيلتون غوښتونکو مخ پر زياتېدونکي فعاليتونه شامل دي.

خو حکومت وايي چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یې ترهګریز بريدونه ناکام کړي دي او دا چې عمليات او د مخنيوي په موخه ګامونه اکثره له «بیخه د ترهګرۍ د را ايستلو د هوډ په درلودو ترسره کيږي.»

د پاکستان حکومت د امنيت د ټينګښت په موخه يو شمیر تدابير نيولي دي. حکومت په اسلام آباد کې درې ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې او ښوونځي او کاروبارونه یې تړلي دي. همدا شان په ښار کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي او پوليسو او پوځ د امنيت د ټينګولو دنده پر غاړه اخيستې ده.

د حيثيت پرځای کولو هڅه

د مبصرينو او شنونکو په آند برحاله حکومت د خپل حيثيت د ساتنې په موخه هر ډول هڅې کوي.

د دفاعي چارو شنونکی عبدالله خان، وايي چې حکومت د سيمې مشرانو ته د اوسني وضعيت په ترڅ کې خپل نړيوال قانوني حيثيت په ښه شکل کې د وړاندې کولو هڅه کوي.

نوموړی وايي: «په دې کنفرانس کې به د سيمې د قدرتونو د دولتونو د مشرانو او نورو لوړپوړو چارواکو ګډون پخپله يوه بريا وي، ځکه پاکستان به له خپل په اصطلاح انزوا څخه را ووځي.»

نوموړي وويل: «په پاکستان کې د شنګهايي د همکاريو سازمان غونډې د سولې په فضا کې ترسره کیدل به، د هېواد د نوم او حيثيت په ښه کولو کې مرسته وکړي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب