1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيهندوستان

هند په هیواد کې دننه جوړې شوې چورلکې نندارې ته وړاندې کړي

۱۴۰۱ مهر ۱۲, سه‌شنبه

هند په هیواد کې دننه جوړې شوې جنګي چورلکې چې په ډیره لوړه ارتفاع کې د پرواز کولو توان لري، نندارې ته وړاندې کړي دي. هند دغه هیليکوپترونه په اصل کې د همالیا غرونو کې چې تل په واورو پوښلې وي د استفادې له پاره جوړ کړي دي.

هند په خپل هیواد کې دننه جوړ شوې چورلکه نندارې ته وړاندې کړه
هند په خپل هیواد کې دننه جوړ شوې چورلکه نندارې ته وړاندې کړهانځور: Indian Ministry of Defence/AFP

د دغو هیلیکوپترونو لومړۍ محموله چې د دغه هیواد د دفاعي سکتور د پرمختګ په برخه کې یو مهم ګام بلل کیږي، د سه شنبې په ورځ د هند په لویدیځ کې د جوده پور ایئربیس یا نظامي هوایي اډه کې نندارې ته وړاندې کړای شوه.

د خپلې وړتیا له پلوه دغه نوی جنګي هیلیکوپتر د کم وزن درلودلو له کبله په ډیره لوړه ارتفاع کې هم په پوځي ماموریتونو کې برخه اخیستلی شي. هند د خپلو پوځي تجهیزاتو د اړتیا پوره کولو له پاره تر ټولو زیات پر روسي وارداتو متکي دی، خو د دې نوې چورلکې جوړیدل پر مسکو د نوي ډهلي د انحصار کمولو د هڅو عملي ثبوت ګڼل کیږي.   

د پراچند په نوم دغه جنګي هیلیکوپترونه د هندوستان ایروناټکس کمپنۍ جوړې کړي دي. د هند د دفاع وزیر راج نات سنګ، د دغو چورلکو د نمایش غونډې ته په وینا کې وویل: «د هند له وسله والو ځواکونو سره د دغو چورلکو په شتون کې به د هند د هوایي ځواکونو په وړتیاو کې ډیر زیاتوالی رامنځته شي.»

اړوند: د ناټو وسلې څرنګه له افغانستان څخه کشمير ته انتقالیږي؟

د هند د دفاع وزیر په خپلو خبرو کې وویل: «زمونږ دغه بریالیتوب د دوو لسیزو راهیسې د پرله پسې زحمت او څیړنو پایله ده، پر کوم چې واقعاً هند ډیر زیات ویاړي.»د هند د چارواکو په حواله دغو جنګي چورلکو د سمندر له سطحې څخه ۴۸۷۵ مترو پر لوړوالي کې ازمایشي ماموریت په بریالیتوب سره بشپړ کړ.

د هند دفاعي صنعت ته د ودې ورکولو هڅې

هند د ډیرې مودې راهیسې په دې کوښښ کې دی چې په دفاعي برخه کې خپل تولیدات زیات او پر نورو هیوادونو خپل انحصار را کم کړي. په دې لړ کې د هند سمندري ځواکونو د اګست په میاشت کې خپله لومړۍ جنګي الوتکې لیږدونکې بیړۍ معرفي کړې وه، چې په بشپړ ډول په هند کې جوړه شوې ده.

پر چین د هند نظر

هند د چین ګاونډی هم دی او د دواړو هیوادونو ترمنځ سرحدي شخړه اوږد تاریخ لري. د لویدیځ هیوادونو په څیر هند هم د چین د چلند په اړه انديښنه لري چې په سیمه ایزه کچه یي سیاسي او نظامي تګلاره ورځ تر بلې مخ پر تعرضي کیدو او توسعه طلبانه کیدو ده.

اړوند: هندوستان الوتکې لېږدونکې جنګي بيړۍ جوړه کړې

هندي کارپوهانو د پراچند په نامه دغه هیلیکوپتر په ځانګړي توګه د چین له طرفه متوجه نظامي خطرونو او د انديښنو په پام کې نیولو سره جوړ کړی دی.

له دې هیلیکوپترونو څخه ممکن هندي واحدونه د همالیه غرونو په لړۍ کې چې په واورو پوښل شوي وي، د چینایي واحدونو پر ضد استفاده وکړي. په دې سمیه کې په ۲۰۲۰م کال کې د هندي او چینایي پوځي واحدونو ترمنځ نښتې هم رامنځته شوې وې په کوم کې چې ۲۰ هندي او ۴ چینایي عسکر وژل شوي وو.

هند او چین په خپلو ګډو شخړیزو سرحدي سیمو کې ۲۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي دي. د نفوسو له پلوه د نړۍ د دغو دوو سترو هیوادونو ترمنځ په ۱۹۶۲م کال کې یو جنګ هم شوی و.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب