د ۲۰۲۰م کال د مارچ مياشتې په نيمايي کې د ټولې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د کرونا ویروس د وبا له کبله محدوديتونه وضع شول. د دې محدوديتونو په نتیجه کې په ټول پاکستان کې سينماګانې هم وتړل شوې چې لا تر اوسه بندې دي.
که څه هم چې د اکتوبر مياشتې په وروستۍ اوونۍ کې ځينې سينماګانې په آزمايښتي توګه د څو اوونيو له پاره پرانیستل شوې خو د وبا د دويمې څپې له وجې بيرته وتړل شوې.
«د کور سامان مې خرڅ کړ» منظر جاويد (مستعار نوم) د کراچۍ په يوې سينما کې کار کاوه. هغه اوس له څو مياشتو راهيسې بې کاره دی. نوموړي د دويچه ویله له اردو څانګې سره په خبرو کې وويل چې کله چې د ۲۰۲۰م کال په مارچ مياشت کې سينماګانې وتړل شوې، نو تر لوې اختره پورې یې کار درلود او څو مياشتې یې معاش ترلاسه کړ. خو بيا د سينما څښتن معذرت وکړ او ويې ويل کله چې سينماوې پرانيستل شوې، هغه به بيرته را وبلل شي. نوموړی وايي چې له هغه سره سره نور ۳۰۰ کسان هم بې روزګاره شول چې ځينو یې نور کارونه وموندل خو اکثريت یې نن هم بيکاره دي.
نوموړي زياته کړه: «موږ هر يو د ۲۰ او ۲۵ زرو کلدارو ترمنځ معاش درلود، موږ له دې پېسو سپما هم نه شوه کولی نو ځکه مو اوس حال دا دی چې د کور د سامان په پلورلو سره قرضونه خلاصوم.»
د سينماګانو د بيرته فعالولو هڅه د ماندوي والا انترتينمنت سینماګانو اجرايوي مشر نديم ماندوي والا له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې د نن ورځې سينما ته باید د نړيوال ليد لوري وکتل شي. هغه وویل: «دمکړۍ په ټوله نړۍ کې سينماګانې بندې دي او د پرانيستلو د عمل په اړه يې غور روان دی.»
نديم ماندوي والا د وضعيت د ارزولو په ترڅ کې وويل چې سينما هره ورځ يوه فلم ته اړتيا لري چې ښکاره یې کړي. نوموړي زياته کړه: «په پاکستان کې د بالي وډ يعني هند پر فلمونو بندیز دی چې له امله یې موږ بايد سترګې د هالي وډ يا امریکا لورې ته واړو. کله چې هالي وډ د فلمونو په خپرولو پېل وکړ او نوي او ستر فلمونه یې نندارې ته وړاندې کړل نو پاکستان به هم د فلمونو نندارې ته وړاندې کول پيل کړي.»
په پاکستان کې د هندي فلمونو مينوال ډير دي خو په سينماګانو کې دغه فلمونه نه وړاندې کيږيانځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images نديم ماندوي واله وويل چې دمګړۍ په لویدیځ کې واکسين په چټکۍ سره تطبيقيږي او هیله ده په راتلونکو څو میاشتو کې به اکثریت واکسين ترلاسه کړي او په دې توګه به ژوند خپل عادي حالت ته را وګرځي.
په پاکستان کې په ۲۰۱۴م کال کې د سينماګانو د زيات فعاليت په موخه د نويو سينماګانو په جوړولو پيل شوی وو. د سني پېکس دستريبيوشن مشر مرزا سعيد بيګ وويل چې تېر کال د کرونا ښکار شو او سږ کال هم په اختر کې د فلمونو نندارې ته وړاندې کول ستونزمن بريښي.
هغه زياته کړه: «که په اختر کې هم وضعيت همداسې وو نو د سينما او ورسره د تړلو خلکو راتلونکی به ډېر خراب وي او ښايي په دې پورې تړلي خلک د نورو کارونو لټولو ته مجبور شي.»
د فلم تګلاره نوموړي زياته کړه چې اوس د پاکستان د حکومت له خوا د فلم تګلارې ته يو څه هيله پيدا شوې ده. انتظار کيږي چې حکومت به د سترو اقداماتو د پورته کولو اعلان وکړي.
د پاکستان حکومت په هيواد کې د فلم او سينماګانو د ودې له پاره د يوې اړوندې تګلارې د جاري کولو اعلان کړی دی. حکومت په دې اړه د مشورو او وړاندیزونو په راټولو هم لاس پورې کړی دی.
د کارپوهانو په حواله په داسې حال کې چې په ګاونډي هيواد هند کې د سينماګانو د پرانيستل کيدو او نويو فلمونو نندارې ته وړاندې کيدو خبرونه اوريدل کيږي نو دې هيلې ډېرې شوي چې کيدای شي په پاکستان کې هم سينماګانې بيرته ودانې شي.
ب.ص/ ن.ز (حسن کاظمي)
زموږ له آرشيف څخه:
د پاکستان کلتور د رنګونو نندارتون
د پاکستان په لاهور ښار کې د «ډاچي آرټس اینډ کرافټس» نندراتون پای ته ورسید. په دغه نندارتون کې بیلابیل هنري توکې نندارې ته وړاندې شول، چې موخه یې د پاکستان کلتور ته وده ورکول ول. انځور: DW/A. Ali دا ځل د ډاچي فاونډیشن یا بنسټ په نوښت دغه نندارتون د لاهور ښار د عصري سیمې ماډل ټاون په «قصر نور سنټر» کې جوړ شوی وو. لاهور د پاکستان د کلتوري پلازمینې په نوم هم یادیږي.
انځور: DW/A. Ali دا په خپل ذات کې یوولسم ډول دغسې نندارتون دی، چې تر سره کیږي. په دغه نندارتون کې د آلمان په مرسته د لاسي صنایعو پروژې یوې غرفې د خلکو پام ځان ته رااړولی وو. په دغه غرفه کې د پاکستان د بیلابیلو سیمو د کالیو استازیتوب کوونکي نانځکي نندارې ته ایښودل شوې وې.
انځور: DW/A. Ali د خصوصي سکتور څانګې د هڅو په واسطه په هرو شپږو میاشتې یو ځل دغه کلتوري غونډه کیږي. د دغه ډول هڅو له کبله مینه والو ته دا فرصت په لاس ورځي چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې په لاس جوړ شوي صنایع وویني.
انځور: DW/A. Ali د دغه نندارتون تنظیمونکي عایشه نوراني وایي چې د نندراتون یو مهم هدف دا دی چي نوي نسل د پاکستان له څو ډوله کلتورونو سره اشنا کړي.
انځور: DW/A. Ali په دغه نندارتونو کې د پاکستان د بیلابیلو ایالتونو لاسي هنر نندارتون ته وړاندې شوی وو. نندارتون د نومبر په یوولسمه پیل شو او په دیارلسمه پای ته ورسید.
انځور: DW/A. Ali د ښارونو اوسیدونکو د دغه ډول نندارتونونو په واسطه د هیواد د بیلا بیلو برخو له هنرونو سره آشنا کیږي او د هغوی د ستاینې فرصت تر لاسه کوي. دغه څه د هنرونو د خوندي ساتلو سبب هم ګرځي.
انځور: DW/A. Ali په دغه نندارتون کې بیلا بیل توکي نندارې ته وړاندې شوي چې د مختلفو سیمو کالي، ګاڼې، لوښي او فرنیچر پکښې شامل ول او د دې تر څنګ پکښې د نقاشۍ، خامکدوزۍ او خطاطۍ نمونې هم شاملې وې.
انځور: DW/A. Ali د ډاچي اینډ آرټس کرافټس، په یوولسم نندارتون کې په درجنونو غرفې جوړې شوې وې چې د رنګونو پسرلی له لیرې ځایونو د راتلونکو مینه والو په انتظار وو.
انځور: DW/A. Ali دغه نندارتون ته د هیواد له دننه او همداشان ډیر بهرني میلمانه ورغلي وو. هغوی د بیلا بیلو توکو د رانیولو پر مهال د لاسي صنایع کاري هنر او مهارت وستایه.
انځور: DW/A. Ali په پاکستان کې د مالګې کانونه په پراخه ځمکه پراته دي. له دغه ځایه تر لاسه کیدونکي مالګه نه یوازې د خوړلو له پاره کارول کیږي، بلکې له مالګې بیلا بیل توکي هم جوړیږي.
انځور: DW/A. Ali په دغه نندارتون د نقاشۍ د بیلابیلو هنرونو تر څنګ له باڼس څخه جوړي شوي فوارې او د اوښ له پوستکې څخه جوړ دغه فانوسان هم نندارې ته وړاندي شوي ول.
انځور: DW/A. Ali په دغه نندارتون کې له ډبرو او لرګیو څخه د جوړو شوو شیانو تر څنګ خاورین لوښي هم نندارې ته وړاندي شوي ول.
انځور: DW/A. Ali د دغه نندارتون په پرانیستغونډه کې د پاکستان د ستیج، تلویزون او فلم مشهور لوبغاړي سهیل احمد هم ګډون کړی وو. هغه د د ډاچي بنسټ دا نوښت وستایه چې د پاکستان کلتور په ښکلي ډول خلکو ته وړاندې کوي.
انځور: DW/A. Ali هغو کسانو چې نندارې ته یې خپل د لاس جوړ توکي وړاندې کړي وو پر دې خوښي وښوده چې دوی مینه والو ته په خپل لاس د جوړو شوو توکو د وړاندې کولو او همداشان د خپل عاید له پاره نادره موقع تر لاسه کوي.
انځور: DW/A. Ali په نندارتون کې پر بیلابیلو غرفونو باندې د مینه والو زیات بیروبار وو. دغه ډول نندارتونونه په دې کې مرسته کوي چې هنرونه خوندي شي او نورو نسلونو ته انتقال شي.
انځور: DW/A. Ali په نندارتون کې نندارتې ته وړاندې شوي توکي یوازې د سینګار توکو له پاره په کار نه راځي بلکي نورې ګټې ترې هم اخیستل کیدای شي. لکه په دغه ډول رنګه کوچنیو بکسونو کې ګران بیه شیان خوندي کیدای شي.
انځور: DW/A. Ali د لرګي څخه جوړ دغه ډول بیلا بیل کټکي په لاس جوړ شوي او په لاس بوڼل شوي دي. په لاس جوړو شوو نورو توکو هم د نندارتون د ګډونوالو پام ځان ته راو ګرځاوه.
انځور: DW/A. Ali په دغه نندارتون کې د ځایي خوړو غرفې هم وې، چې پکښې د سابه او سکړک غرفې ډیر مینه وال لرل.
انځور: DW/A. Ali ډاچي فاونډیشن یو خیریه بنسټ دی، چې په ۲۰۱۰م کال کې جوړ شو او په همدغه کال یې لومړنی نندارتون هم تر سره کړي. د دغه بنسټ موخه د پاکستان کلتور ته وده ورکول دي. لیکوال: امجد علي
انځور: DW/A. Ali