1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګري ملتونه: ډېر ژوناليستان په افغانستان کې وژل شوي دي

۱۳۹۹ بهمن ۲۷, دوشنبه

د ۲۰۲۰م کال په سپټمبر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو له پيل راهیسې په افغانستان کې ۱۱ ژورنالیستان او د بشري حقونو فعالان وژل شوي دي.

Symbolbild gefährliche Arbeitsbedingungen für Journalisten
انځور: AFP/Getty Images/P. Baz

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي نمایندګۍ (Unama) د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې ۱۵ نیټه) یو رپوټ خپور کړی دی چې له مخې د ۲۰۲۰م کال په سپټمبر کې په دوحه کې د بین الافغاني خبرو له پيل راهیسې په افغانستان کې ۱۱ ژورنالیستان او د بشري حقونو فعالان وژل شوي دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ هدفي وژنو په مجموع کې پر روان بهیر د خلکو باور کم کړی دی او دغه کار بیا د مهاجرت او ځان سانسور کولو سبب شوی دی. ډېرو ژورنالیستانو او مدني فعالانو لا پخوا دغه هیواد پريښې او مهاجر شوي دي.

د دغه رپوټ پر بنسټ د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لیوونز، د افغانستان د شخړې د سیاسي حل له پاره د ډیالوګ پر اهمیت ټینګار وکړ.

د یوناما مشرې په دغه اعلامیه کې ویلي دي: «په داسې حال کې چې د بل هر وخت په پرتله اوس باید د بشري حقونو د فعالانو او رسنیو غږ ډیر واوریدل شي، برعکس دوی خاموشه کیدو ته اړ ایستل شوي دي.»

د یوناما په حواله د۲۰۲۰م کال په پای کې د ملکي فعالانو د هدفي وژنو په پيښو کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغه ماموریت د ۲۰۱۸م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱م کال تر فبرورۍ پورې په افغانستان کې د رسنیو د کارکوونکو او مدني فعالانو د قتل یا وژل کیدو ۶۵ پيښې ثبت کړي دي.

تر ټولو ډير قربانیان په پلازمېنې کابل کې ول. دلته په دې وروستیو کې تندلارو افراطیانو په خپلو بریدونو کې له مقناطیسي بمونو استفاده کړې ده.

په ډیرو لږو مواردو کې عاملینو د دغو هدفي وژنو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. خو اکثره وخت پر طالبانو، مشکوکو جنایتکاره شبکو او همدارنګه پر داعش ډلې شک کیږي چې دغه بریدونه یې ترسره کړي دي.

په افغانستان کې د هدفي وژنو زياتېدو خبریالان اندیښمن کړي

03:15

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب