په دوو جلا جلا پيښو کي ۷ ملکي کسان د افغانستان د حکوتي امنیتي قواوو په عملیاتو کي وژل سوي. د وردګو په جلریز ولسوالۍ کي د یوې کورنۍ ۴ تنه او ۳ نور هم د همدغه ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کي
انځور: Shoib Tanha/DW
اعلان
د جرمني د خبري آژانس په حواله دغه خبره نن یکشنبه (د اپریل میاشتي ۲۵ مه) د وردګو ولایتي شورأ تائید کړې او ویلي، چي په جلریز ولسوالۍ کي دغه څلور تنه په هوايي بمبارۍ او سیداباد کي بیا د یوه راکټ د فیرولو پواسطه وژل سوي، کوم چي د یوې نژدې حکومتي پوستې څخه فیر سوی ؤ.
د دغي پيښي سره د مخالفت په دلیل په سل هاوو کسانو نن یکشنبه احتجاج وکړ او د کابل- کندهار لار یې بنده کړه.
وردګ ته په دې منځ کي د طالبانو د يوه اصلي مرکز په سترګه کتل کیږي او په تکرار سره رپوټونه ورکول کیږي، چي د افغان حکومتي قواوو په عملیاتو کي ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
دا هم پداسي حال کي ده، چي د طالبانو سره د سولي د خبرو پر ادامې سربیره په افغانستان کي تشدد دوام لري. ناټو تیره اونۍ فیصله وکړه، چي تر شلو کالو وروسته به د همدې کال د سپټمبر تر ۱۱ مي پوري د دغه هیواد څخه ووځي.
پر عبادتځایونو د خونړیو بریدونو پېښې
په ټوله نړۍ کې په تیرو څو کلونو کې پر یو شمیر عباتځایونو او مذهبي ځایونو بریدونه شوي دي. پر مسجدونو، کلیساوو او د یهودانو پر عبادتځایونو د ځینو خونړیو پيښو لنډ جزئیات د انځورونو په دې ګالرۍ کې لیدلی شئ.
انځور: Reuters/J. Silva
د کرایسټ چرچ په ښار کې پر مسجدونو یرغل
د نوي زیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو مسجدونو د فیرونو په پېښه کې ۵۱ مسلمانان ووژل شول او تر۵۰ زیات ټپیان شول. بریدګر برینټن ټیرنټ، د ۲۰۱۹م کال د مارچ پر ۱۵مه نېټه په دغه ښار کې په النور مسجد کې د جمعې د لمانځه پر مهال پر عبادت کوونکو ډزې کړې وې. دغه خونړۍ پيښه هغه د فیسبوک پر ټولنیزه پاڼه په ژوندۍ بڼه خپروله. اوس د دغه برید ګر محاکمه جریان لري.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/S. Vidanagama
امریکا متحده ایالات: د یهودانو د «هنوکا» پر مذهبي مراسمو برید