1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آذربايجان او ارمنستان ترمنځ تازه نښتې

۱۳۹۹ مهر ۱۰, پنجشنبه

د آذربايجان او ارمنستان د ځواکونو ترمنځ د تازه نښتو خبرونه ورکړل شوي دي. په همدې حال کې روسيې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې خبرو د کوربتوب وړاندیز کړی دی. خو ښکيلو خواو جگړې ته د ادامې هوډ څرگند کړی دی.

Berg-Karabach Konflikt
انځور: Defence Ministry of Armenia/Reuters

د آذربايجان او ارمنستان ترمنځ نښتې د چهار شنبې په ورځ (د سبتمبر ۳۰ نيټه) څلورمې ورځې ته داخلې شوې. دا له ۱۹۹۴م کال راهيسې چې د دواړو هيوادونو ترمنځ کړکيچ کې اوربند رامنځته شوی وو، لومړۍ سترې نښتې دي.

آذربايجان او د ناګورنۍ قره باغ سيمې د چارواکو له خوا ويل شوي چې د دې سيمې د جلا کوونکې کرښې دواړو غاړو ته بريدونه ادامه لري.

د ناګورنۍ قره باغ سيمې په مرکزي ښار ستيپاناکرت کې تيره نيمه شپه د چاودنې غږونه اوريدل شوي دي. د خبرداري زنګونه غږول شوي ول او له خلکو غوښتنه شوې وه چې د خپلو کورونو څراغونه گل کړي چې پر ښار د بې پېلوټه الوتکو بريدونه شوي دي.

تر اوسه د قره باغ په نښتو کې چې د يکشنبې په ورځ پېل شوي دي، تر سلو کسان چې ملکيان هم پکې شامل دي، وژل شوي او په سونو نور ټپيان شوي دي. 

د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف د چهار شنبې په ورځ په مسکو کې وويل چې غواړي د دواړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران د خبرو اترو په موخه مېلمانه کړي. خو آذربايجان او ارمنستان دواړو يو وار بيا د نړيوالو له خوا د خبرو اترو غوښتنه رد کړې ده او جگړو ته يې د دوام هوډ کړی دی.

په بنبست کې مذاکرات

د آذربايجان ولسمشر الهام علي يف له خپلو ټپي سرتیرو سره د ليدنې پر وخت وويل چې د ارمني ځواکونو تر وتلو پورې به جگړه دوام ولري. هغه زياته کړې «کله چې د ارمنستان حکومت غوښتنې ومني، جگړه او وينه تويېدنه به ودريږي او په سیمه کې به سوله راشي.»

د ارمنستان لومړي وزیر نيکول پاشينيان هم ويلي چې اوس خبرو ته چمتو نه دی. نوموړي زياته کړې: «دا ډېره مناسبه نه ده چې اوس چې دښمني او غوسه په اوج کې ده، د آذربايجان او ارمنستان او روسیې ترمنځ د يوې غونډې خبره وشي.» هغه وويل: «د پخلاينې له پاره مناسبې فضا او شرايطو ته اړتيا ده.»

د قره باغ بيلتون غوښتونکي مشر ارایک هاروتويويان د چهار شنبې په ورځ ويلي چې «ياغيان يوې اوږدې جگړې ته تيار دي.»

دې خبرو د آذربايجان او ارمنستان ترمنځ د يوې داسې پراخې جگړې انديښنه نوره هم زياته کړې چې سيمه ایز ځواکونه لکه روسيه او ترکيه هم پکې ښکيل شي.

د ترکیې د مداخلې رپوټونه

د ارمنستان د دفاع وزارت د ترکيې پر هوايي ځواک تور لگولی دی چې پر گډه پوله یې د «پارونې په موخه الوتنې» کړي دي او د ارمنستان هوايي قلمرو ته داخل شوي دي.

تر دې يوه ورځ دمخه رامنستان تور لگولی وو چې ترکیې يوه جنگي الوتکې ته را اچولې ده خو ترکيه دا تور په کلکه ردوي.

اړونده موضوع: اردوغان جنوبي قفقاز ته هم لاس غځولی او نور پاروي

د ناګورنۍ قره باغ بيلتون غوښتونکو مشر هم پر ترکيې لگيدلی دغه تور تائيد کړی دی او ويلي یې دي چې «اصلي دښمن ترکيه ده.»

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان بيا په دې منځ کې ويلي چې آذربايجان بايد لاس په کار شي او ترکيه له دغه هیواد سره د ناګورنۍ قره باغ د سيمې په نيولو کې مرستې ته په «بشپړه توگه چمتو ده».

ناګورنۍ قره باغ په آذربايجان کې پرته سيمه ده چې واک یې له يو څه مودې راهیسې د ارمني اقليت په لاس کې دی. په دغه سيمه کې ارمني عیسويان او ترک مسلمانان اوسي او نړيوال یې د آذربايجان برخه بولي.

مکرون او پوتین د جگړې پر درولو ټینگار کوي

د ناټو يو شمير غړي د ترکیې د دريځ په اړه په انديښنه کې دي. د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د چهار شنبې په ورځ ترکيه د آذربايجان د ملاتړ کولو له امله وغندله. مکرون په ريگا کې وويل: «زه د ترکیې سياسي اعلامیې ته متوجې شوی يم چې زما په آند «خطرناکه او له بې غورۍ ډکه ده.»

اړونده موضوع: ارمنستان: ترکیې ۴۰۰۰ سوریایي جنګیالي آذربایجان ته استولي

د فرانسې ولسمشر له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره د چهار شنبې په ماښام پر همدې موضوع غږيدلی دی. د مسکو له خوا ويل شوي چې دواړو مشرانو «په ناګورنۍ قره باغ کې ژر تر ژره د جگړې د درولو غږ کړی دی«.

په ناگورنۍ قره باغ کې شديده جگړه

د کريملن وياند ديمتري پیسکوف د مکرون د دريځ ملاتړ وکړ. هغه وويل: «موږ د سيمې پر ټولو هيوادونو اوس هم له زغم څخه د کار اخيستو غږ کوو او له ښکيلو خواو څخه په ځانگړي توگه غواړو چې ژر تر ژره دې جگړو ته د پای ټکی کيږدي.»

د کريملن له خوا ويل شوي چې روسيه په ناګورنۍ قره باغ کې پرمختگ له نژدې څاري او له ښکيلو خواو د دښمنۍ د ختمولو غوښتنه کوي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل