د طالبانو ادارې له پاکستان سره د تازه نښتو خبر ورکړی
۱۴۰۵ فروردین ۱۷, دوشنبه
د طالبانو سيمه ایزو چارواکو د يکشنبې پر ماښام د خوست ولايت پر بېلا بېلو سيمو باندې د پاکستاند توپخانه اي بريدونو څخه خبر ورکړ.
په خوست ولايت کې د طالبانو سيمه ایزو مسئولينو وويل چې ځواکونه یې د پاکستان له پوله ساتونکو سره په نښتو کې ښکيل شوي او ادعا یې کړې ده د دې نښتو په پایله کې یې د پاکستان يوه پوسته نيولې ده.
طالبانو همدا راز دا ادعا هم کړې ده چې په نښتو کې یې ۶ پاکستاني پوځيان وژلي او ۱۳ نور ټپيان کړي. د طالبانو په خبره د يوه پوځي مړی د نښتې په ځای کې پاتې دی.
اړونده موضوع: پاکستان: د دښمنیو د پای بار پر افغانستان دی
پاکستاني چارواکو تر اوسه په مشخص ډول د دې نښتو په اړه څه نه دي ويلي خو د دغه هېواد د اطلاعاتو وزير تائيد کړې ده چې په تیرو څو ورځو کې د پاکستان او د طالبانو د ځواکونو ترمنځ نښتو دوام درلود او دا چې طالبانو ته یې درانه تلفات اړولي دي.
طالبانو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا
د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ، په ايکس شبکه کې د شمیرو په خپرولو سره ليکلي دي چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمځ د نښتو له پېل راهېسې د طالبانو لږ تر لږه ۷۹۹ غړي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۳۴ نور ټپیان شوي دي.
د دغه پاکستاني چارواکي له خوا د جاري کړل شويو ارقامو په حواله په دې عملياتو کې همدا راز د طالبانو په سونه پوځي تاسيسات او تجهیزات هدف ګرځول شوي.
د دې پاکستاني چارواکي د معلوماتو په حواله د اپريل په دويمه او دريم شپه د غلام خان بندر پر سرحدي سيمه باندې د طالبانو د يوه بريد مخه ونيول شوه. د نوموړي په حواله په دې پېښه کې ۳۷ طالب جنګيالي وژل شوي او تر ۸۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ادارې ويلي دي چې د پاکستان په وروستيو بريدونو کې ۷۶۱ ملکيان وژل شوي او تر ۶۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د دواړو لوريو له خوا د وړاندې شويو شمیرو د خپلواکه سرچينو له لوري تائيد ستونزمن کار دی.
د چين په منځګړيتوب د مذاکراتو دوام
د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي، تېره ورځ په کابل کې «د افغانستان او مرکزي آسيا د مشورتي خبرو اترو» په غونډه کې وويل چې د دوی پلاوی له پاکستان سره په مذاکراتو کې «په صداقت او پر حللارې متمرکز چلند» سره ګډون کړی دی.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د تیرې چهارشنبې راهېسې د چين په کوربتوب د دغه هېواد په ارومچي ښار کې روانې دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې په دې مذاکراتو کې پرمختګونه شوي دي خو په دې اړه یې جزيات نه دي وړاندې کړي.