1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسلام آباد کې د عمران خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب

۱۴۰۳ مهر ۸, یکشنبه

د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د شنبې په ورځ د عامه نظم د ساتنې د پولیسو او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو ترمنځ اخ او ډب رامنځ ته شوی دی. د عمران خان پلویان له زندانه د خان د آزادولو غوښتنه کوي.

د عمران خان ګوند ویلي چې پولیسو د دوی یو شمیر مهم مشران نیولي دی.
اسلام آباد کې د پولیسو او د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو ترمنځ اخ او ډب رامنځ ته شوی دی.انځور: Tanvir Shahzad/DW

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر میاشتې ۲۸مه) د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان  د پلویانو او د عامه نظم د ساتنې د پولیسو ترمنځ شخړې شوي دي. په اسلام آباد کې د خان د پلویانو او پولیسو ترمنځ دغه اخ او ډب داسې مهال رامنځ ته کیږي، چې په دغه هیواد کې پر احتجاجونو باندې بندیز وضع شوی دی. د معلوماتو له مخې، لاریون کوونکو غوښتل چې ځانونه راولپنډۍ ښار ته ورسوي، چیرته چې وضعیت له وړاندې نه نازک دی.

په دغه لاریون سره د عمران خان پلویانو غوښتل چې پر حکومت باندې  د نوموړي د ازادولو له پاره فشار راوړي. زیاته شوې چې د پاکستان د تحریک انصاف یا پي. ټي. آی ګوند غړو او پلویانو ته د راټولیدنې اجازه نه وه ورکړل شوې. پولیسو د دوی د راټولیدنې د مخنیوي له پاره راولپنډۍ ښار داخلیدونکې لارې تړلې وي، چیرته چې د پاکستان یو شمیر پوځي دفترونه هم موجود دي. د معلوماتو له مخې، اسلام آباد او راولپنډۍ ښار ته په داخلیدونکو لارو کې کانټینرونه ځای پر ځای شوي ول.

د دغو اقداماتو با وجود، د عمران خان پلویانو او پولیسو ترمنځ هغه وخت شخړې رامنځ ته شوې، کله چې لاریون والو غوښتل د موانعو په تیریدو سره ځانونه د ښار منځ ته ورسوي. د پاکستان د خیبر پښتونخوا  ایالت لومړی وزیر، چې عمران خان نیږدې ملګري او پلوي دی، د دغې لاریون او راټولیدنې مشري کوله.

اسلام اباد کې د یوې مودې راهیسې د عمران خان د ازادولو په ملاتړ لاریونونه کیږي. انځور: Tanvir Shahzad/DW

پر ټولنیزو رسنیو باندې په خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ د اخ او ډب صحنې لیدل کيږي او پولیس د خلکو د تیت کولو له پاره له اوښکې بهوونکي ګاز څخه استفاده کوي. د عمران خان ګوند په دې ترڅ کې د خپل ګوند د یو شمیر مهمو مشرانو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان  د ۲۰۲۳م کال د اګست میاشتې راهیسې په زندان کې دی. پر نوموړي باندې ترهګرۍ ته د لمن وهنې او فساد تورونه دي، داسې تورونه چې عمران خان رد کړي دي. په پاکستان کې محکمو پر نوموړي باندې لګیدلې تورونه یا رد کړي او یا نوموړي ترې برائت ترلاسه کړی دی او په یو شمیر نورو قضیو کې یې دلایل رد شوي دي. خو په دې وروستیو کې د پاکستان د استخباراتي ادراې یا آی. اس. آی د پخواني مشر فیض حمید نیول کیدو  او پوځي محکمې، د عمران خان قضیه لا پسې پیچلې کړې ده. فیض حمید پخواني لومړي وزیر عمران خان ته نیږدې کس شمیرل کیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب