1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فرانسې، اسپانیا او ايټاليا په ځنګلونو کي اور لګېدنه

۱۴۰۰ مرداد ۴, دوشنبه

د فرانسې په ناريون او کارکاسون سیمه کې د اطفايې ۱۰۰۰ کارکوونکي په ځنګل کې د لګيدلي اور وژلو له پاره کوښښ کوي. په ايټالیا او اسپانيا کي هم د اطفايې کارکوونکي او نور مرسته کونکی په کار بوخت دی.

Tarragona, Spanien | Waldbrand in Santa Coloma de Queralt
انځور: Joan Mateu Parra/AP Photo/picture alliance

په فرانسه کي په اته کيلومتره مساحت کې اور لګيدلی او پراخ شوی چې په ځينو حالاتو کي بريښنا قطع شوي، له هغې جملي څخه لکه په ګاونډيو هيوادونو اسپانيا او پرتګال کې هم د بريښنا مزي پري شوي.

د فرانسې د داخله چارو وزير وايې د اور وژنې يا اطفايي څرخي الوتکو د دغه هېواد په سويل کي د پراخ لګيدلي اور په وژنو کي کار اخيستل شوی.

انځور: Joan Mateu Parra/AP Photo/picture alliance

 

د بارسلونا په لويديځ کي لګيدلی اور له کنتروله ووت

د اسپانیا په شمال ختيځ کې د بارسلونا په کابو سل کيلومتره واټن کې د ځنګل سوزيدل له کنترول څخه وتلي. 

د چارواکو په وینا اور لګيدنې ۱۱۰۰ هکټاره زراعتی ځمکه له منځه وړې. د دې خطر شته چې باد به د اور شدت زيات کړي.

د پوځ سرتيري د اور وژني ادارې او د ځنګلونو له سیمه ايز کارکوونکو سره يو لاس شوي، ترڅو د اور لمبې په کنترول کي کړي. د دغه سيمې کابو ۸۰ اوسیدونکي د خپلو کورونو او مېنو پريښودلو ته اړ شوي دي.

په ايټاليا کي د اور لمبې

اور د ايټاليا په لويديځ ټاپو کې ساردينيا ته پراخ شوی دي. د سيمه ايزو رسنيو د رپوټونو له مخې کابو ۴۰۰ کسانو خپل د اوسیدلو کورونه پرايښې دي.

د ايټاليا د بزګرانو اتحاديې دغه اور لګیدل د زراعت له پاره يو ناورين بللی او ویلي يې دي چې ډېري زراعتي ځمکې، ځنګلونه او حيوانات په اور لګيدلو کي له منځه تللي.

په تيرو څو ورځو کي په امريکا، کاناډا او روسيه کې هم سترې اور لګیدنې رامنځته شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب