د جرمني د پوتسدام ښار د اقلیمي تأثیراتو د تحقیقاتي مؤسسې څخه نیکولاس بویرس د « "Nature Climate Changeیا طبیعت کي د اقلیمي تغیراتو په مجله کي لیکي: « د دې کار علت د ګرمۍ او حرارت درجې ورځ په ورځ ډیریدل او لوړیدل او همدارنګه د تروو (مالګیني اوبو) اوبو تغیير دی، کوم چي په بحرونو کي د یخو او تودو اوبو د تعادل ساتلو دپاره ضروري دي. دې کار په خپل وار سره په اروپا کي اب وهوا تر خپل تأثیر لاندي راوستلې ده.»
د هغه په خبره احتمالأ د ګرمۍ دایروي ګردش لږ سوی دی. د بحرونو دغه سیسټم ډیر پیچلی دی، کوم چي پر اساس یې تودې اوبه د بحرونو د ګرمو منطقو څخه د شمال خواته او یخي اوبه بیا په ډیر ژوروالي سره د جنوب خواته وړي.
په غربي اروپا کي دغه دایروي ګردش په نسبي ډول سره ملایم حرارت تضمینوي، خو د دنیا پر نورو منطقو باندي هم هغه تاثیر لري. د دغه حساس سیسټم خرابیدل، د ټولي نړۍ او تر ټولو دمخه د اروپا پر اب هوا باندي جدي تاثیرات لري.
د بویرس په خبره، دغه جریان اوس تر بل هر وخت ضعیفه سوی دی. زر کاله د مخه مثلأ دغه ډول حالت نه دی درج سوی. خو دا معلومه نه ده، چي ایا د متوسط ګردش په وضعیت کي دغه تغیير یوازي ددې کار علت دی او که دغه حساس سیسټم خپل حرکتي ثبات د لاسه ورکړی دی. دی وايي، دغه تفاوت ډیر مهم دی.
انځور: NASA/Goddard Space Flight Center
د هغه په خبره د ثبات کمیدل په دې معنی دي، چي د بحرونو او اوقیانوسونو جریان د بحراني کیدو خواته نژدې کیږي. په نتیجه کي د اوبو د ګردش جریان کیدلای سقوط وکړي.
بویرس همدارنګه وايي، هغه عوامل چي د اوبو پر جریان باندي تاثیر کوي، د اوقیانوس اطلس پر ګرمیدو باندي د مستقیم تأثیر تر څنګ، د هغې جملې څخه د یخو څپو د ویلي کیدو په دلیل د خوږو اوبو هجوم، بارانونه او اوبه هم ورځ په ورځ ډیریږي. دی وايي، دا چي د خوږو اوبو مقدار داسي یو عکس العمل رامنځته کوي، انتظار یې نه درلود.
د بویرس په خبره، که د اوبو د دایروي ګردش جریان همداسي ادمه پیدا کړي، په څو راتلونکو لسیزو کي به د اوبو د ګردش عادي جریان قطع او امکان لري، ټوله بحرونه کنګل سي.
د ځمکې د تودوخې له ډېرښت سره کيدای شې تر۲۰۵۰م کال پورې ځيني ساحلي ښارونه له سيلابونو سره مخ شي. که تر دې مخکي سخت سيلاب په پيړۍ کې يو ځل راتلی، اوس کيدای شي هرکال دغه ناورين پر څو ښارونو باندي راشي. هغه کوم ښارونه دي؟