د المپيک د دوبي لوبې چې د «المپیاد XXXII لوبو» تر رسمي عنوان لاندې بايد د ۲۰۲۰م کال په دوبي کې ترسره شوې وای، د کرونا پاندمي په دليل يو کال وځنډول شوې. د المپيک د کميټې مشر توماس باخ د دې لوبو پای ته د رسېدو پر وخت وويل چې د دې لوبو ترسره کيدو «خلکو ته هیله او ډاډ» ورکړ.
د المپيک په سږنيو سياليو کې امريکا متحده ايالاتو تر ټولو ډېر مډالونه وګټل. د دغه هېواد لوبغاړي وتوانيدل چې د سياليو په ترڅ کې ۳۹ د زرو سرو، ۴۱ د سپينو زرو او ۳۳ د برونزو جایزې ترلاسه کړي.
چين د سرو زرو د ۳۸، سپينو زرو ۳۲ او ۱۸ برونزو مډالونو سره دويم مقام خپل کړ. درېم مقام بيا کوربه هېواد جاپان خپل کړ. دغه هېواد د سرو زرو ۲۸، سپينو زرو ۱۴ او د برونزو ۱۷ مډالونه په لاس راوړل.
په توکیو کي المپيک لوبي بې نندارچیانو ترسره کیږي
په پام کې ده چې د ټوکيو د المپيک تر سياليو پوره ۱۸۰ ورځې ووسته د المپيک د ژمي سيالۍ په پيکنګ کې ترسره شي.
د المپيک سياليو بل پړاو به په ۲۰۲۴م کال کې په پاريس کې ترسره شي.
زموږ له آرشيف څخه:
په سويلي کوريا کې د المپيک ژمنيو لوبو د پای مراسم
په سويلي کوريا کې د المپيک ژمنۍ لوبې د فبرورۍ مياشتۍ په نهمه پیل او یکشنبه ۲۵مه پای ته ورسيدې. دلته د لوبو د پای مراسمو يو څو انځورونه ليدلی شئ!
انځور: Reuters/K. Hong-Jiپه سويلي کوريا کې د المپيک ژمنۍ لوبو د پای مراسم، د اورلوبې په ګډون د ډول ډول نمايشونو سره مل ول. په دغو مراسمو کې د امريکا د ولسمشر دونالد ترامپ لور او د سپينې ماڼې مشاورې ايوانکا ترمپ هم شتون درلود.
انځور: Reuters/P. Semansky لوبډلې له خپلو بيرغونو سره
سږکال د المپيک ژمنيو لوبو د پای په مراسمو کي د هر هيواد لوبغاړو خپل بيرغونه له ځانه سره وليږدول.
انځور: Reuters/K. Hong-Jiد المپيک د پای په مراسمو کې په ښکلو رنګونو کې په زړه پورې اورلوبې هم ترسره شوې.
انځور: Reuters/P. Kopczynskiماشومان هم له چا کم نه دي
د پنجشنبې ورځ د المپيک د ژمنيو لوبو د پای په مراسمو کې د سويلي کوريا ماشومانو ته هم ځای ورکړل شوی وو.
انځور: Reuters/J. Sibleyد المپيک ژمنۍ لوبو د پاي مراسم د سويلي کوريا په پیونګ چنک ښار کې نيول شوي وو. په دغو مراسمو کې د سويلي کوريا تنکيو ځوانانو هم خپل هنري نندارې ترسره کړي.
انځور: Reuters/J. Sibley دغه رنګين تصوير له وراندي ښيي چې د ژمنيو المپيک لوبو د پای مراسم په څومره شانداره توګه نيول شوي وو.
انځور: Reuters/P. Kopczynskiد پای په مراسمو کې د سويلي او شمالي کوريا ټيمونه هم سټيډيم کې تير شول.
انځور: Reuters/K. Pfaffenbachد المپيک د ژمنيو لوبو يوه تر ټولو ښه ننداره د ګډونوالو ورزشکارانو پريډ وو.
انځور: Reuters/J. Silva