1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ۱۶۰ ډیر کسان په انګلیس کانال کې له ډوبیدو ژغورل شوي

۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبه

فرانسوي ځواکونو تر ۱۶۰ ډیر پناه غوښتونکي په انګلیس کانال یا تنګه کې د شدیدې یخنۍ پر مهال له بیړني حالته ژغورلي دي. په یوه جلا پيښه کې بیا یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Großbritannien Migranten werden gerettet und nach Dover gebracht
انځور: Henry Nicholls/REUTERS

د فرانسوي چارواکو او پوځ په حواله د جمعې په ماښام او د شنبې په ورځ ژغورل شوي مهاجر د فرانسې خاورې ته انتقال شوي او هلته ورته رسیدګي او پالنه یې شوې ده.

یوازې د یوې زیانمنې شوې کښتۍ شاوخوا ۵۰ کسان د فرانسې د سمندري ځواکونو د یوې کښتۍ په وسیله د کالې بندر ته انتقال شوي دي. د فرانسې د سمندري ځواکونو یوې بلې کښتۍ بیا ۳۱ تنه پناه غوښتونکي له سمندري بیړني حالت څخه تر ژغورنې وروسته د بولون بندر ته انتقال کړي دي.

د فرانسې د ساحلي ګارد او د فرانسې د سمندري ژغورنې سازمان SNSM په دوو عملیاتو کې په مجموع کې ۸۵ تنه ژغورل شوي دي.

لندن غواړي د خارجي محصلینو د راتگ زمینه محدوده کړي

په یوه بله پيښه کې د یونان ساحلي ګارد د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوه کوچنۍ کښتۍ چې ۳۵ تنه مهاجر په کې سپاره ول د توپاني هوا له کبله په ساحل کې له تیږو سره جنګیدلې ده. په دې په کې یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او پاتې کسان ژغورل شوي دي.

همدا د تیرې چهارشنبې په ورځ د فرانسې او بریتانیې ترمنځ په انګلیس کانال کې د مهاجرو د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پيښه کې لږ تر لږه ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د روان کال له پيل راهیسې نږدې ۴۵ زره مهاجر په کوچنیو کښتو کې په دې خطرناکې لارې له فرانسې څخه بریتانیې ته اوښتي دي. دا رقم د تیر کال د همدې مودې په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیې. تیر کال تر دې وخته شاوخوا ۳۰ زره پناه غوښتونکي په همدې کانال بریتانیې ته اوښتي ول.

د اوکراین جنګ؛ بریتانیا ته بې حده ډېر مهاجرین ورغلي

د برینانیې حکومت غواړي چې له انګلیس کانال څخه د مهاجرو د پټې یا غیر قانوني تیریدنې د مخنیوي په خاطر نوی قانون تصویب کړي.

د نورو تر څنګ د پلان شوو اقداماتو له مخې به هغه پناه غوښتونکي چې په دې لاره ځانونه بریتانیې ته رسوي، په عمومي ډول په دغه هیواد کې د پناهندګۍ حق ونه لري.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل