1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

په مديترانه کي لږ تر لږه څلور مهاجر ډوب شوي دي

۱۴۰۱ آبان ۲۹, یکشنبه

د ايټاليې سمندري سرحد ساتونکي وايي چي په مديترانه کي د مهاجرو يوې کښتۍ د حادثې په پايله کي لږ تر لږه ۴ مهاجر مړه شوي دي.

Italien I Migration im Mittelmeer
آرشيف انځور ـ اکثره مهاجر په داسي کښتيو کي مهاجر کيږي چي د سمندري سفر وړ نه ويانځور: Jesús Hellín/dpa/EUROPA PRESS/picture alliance

د مرکزي مديترانې په سمندر کي يو ځل بيا مهاجر ډوب شوي دي. د ايټالې د سمندري سرحدونو ساتونکي ځواک په روم کي وويل چي د مهاجرو د يوې کښتۍ سره د مرستي لپاره له يوې تجارتي کښتۍ څخه مرسته وغوښتل شوه.


چارواکو د شنبې په ماښام ناوخته وويل چي مرسته د الجزاير په سمندري ساحه کي پکار وه ځکه چي يوه کښتۍ په سمندر کي د بېړني حالت سره مخامخ شوې وه. زياته شوې چي په کښتۍ کي ۱۳ مهاجر سپاره ول. چارواکو ويلي چي له يادي کښتۍ څخه شپږ نارينه او يوه مېرمنه توانېدلي چي تجارتي کښتۍ «کريستينا بي» ته وخيژي. زياته شوې چي څلور مهاجر ډوب شوي او دوه لا تر اوسه لادرکه دي.
فرانسې او بریتانيا د غیرقانوني مهاجرتونو د مخنيوي په موخه تړون لاسلیک کړی
د الجزاير چارواکو د شنبې په ورځ د ايټاليې له سرحدساتونکي ځواک څخه مرسته وغوښته ځکه چي مهاجر د ايټاليې د لټون او ساتنې ساحې ته نژدې او د الجزاير له ساحل څخه په سلو سمندري مايلونو فاصله کي واقع ول. روم بيا د ژغورنې ماموريت تنظيم کړ.

د شمالي افريقا څخه په تکراري توګه انسانان د اروپا پر لور په کښتيو کي د مهاجرت سفر پېلوي. اکثره دغه کښتۍ په سمندر کي د سفر لپاره ناوړه وي. اکثريت دغه مهاجر غواړي چي ايټاليې ته ځان ورسوي. د دغه هيواد د کورنيو چارو د وزارت په وينا په روان کال کي تر ۹۳ زرو څخه زيات مهاجر له سمندري لاري ورته ورغلي دي.

د ايټاليې نوی ښې اړخي حکومت غواړي چي دغه هيواد ته د مهاجرت لاري بندي کړي. دغه حکومت غواړي چي په شمالي افريقا کي د مهاجرو لپاره مراکز پرانيزي چيري چي به مهاجر کولای شي چي اروپا کي د پناه غوښتنه وکړي.

په تيرو نژدې ورځو کي هغه مرستندويه کښتۍ چي له سمندر څخه يې مهاجر ژغورلي ول، د ايټاليې بندرونو ته نه پرېښودل کېدې چي لنګر واچوي. دغه موضوع د فرانسې، ايټاليې او آلمان تر منځ د دپلوماتيکو لانجو لامل هم شوه.

آ./ا.ا./ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل