1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااتریش

کوکاکولا د اتریش له مغازو ۲۸ میلیون بوتلونه بېرته راټولوي

۱۴۰۳ آبان ۴, جمعه

د کوکاکولا ستر شرکت په اتریش کې د نيم لېتره کوکاکولا ۲۸ میلیونه بوتلونه بېرته له بازاره راټولوي. دغه شرکت په کارخانه کې د یوې پېښې په دلیل په تولید کې د اوسپنې د کوچنیو ذراتو د موجودیت خطر ته اشاره کړې ده.

کوکاکولا او فانتا بوتلونه
کوکاکولا شرکت اعلان کړی چې د تولید پر مهال د تخنيکی تېروتنې له کبله په اتریش کې ۲۸ ملیونه د کوکاکولا بوتلونه بېرته راټولويانځور: Soeren Stache/dpa/picture alliance

کوکاکولا شرکت د پنجشنبې په ورځ د یو «احتیاطي اقدام» په توګه اعلان وکړ چې په اتریش کې د کوکاکولا ۲۸ میلیونه بوتلونه بېرته راټولوي. دغه شرکت اندېښنه ښوولې چې د تولید پر مهال په کارخانه کې د یوې ناوړه پېښې د رامنځ ته کېدو په دلیل په دغو نوشابو کې کوچني تېرې اوسپنې موجود وي. دا په خپل ډول کې د کوکاکولا په لږ تر لږه تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو ستر اقدام دی.

کوکاکولا ويلي په دغه اقدام کې هغه کوک، فانټا، سپرايټ او میزومکس نوشابې راټولیږي چې د پای نېټې ېې د ۲۰۲۵م کال د فبرورۍ ۴مه او د ۲۰۲۵م کال د اپرېل ۱۲مه دي.

څه تېروتنه شوې؟

 د کوکاکولا شرکت ويلي چې دوی د دغو نوشابو په نیم ليتره بوتلونو کې د «د تولید پر مهال د تخنیکي تېروتنې له کبله د ډېر محدود مقدار کوچنیو اوسپنیزو ټوټو» د موجودیت احتمال نه شي ردولی.

کوکاکولا په یوه اعلاميه کې په دې اړه داسې ويلي دي: «موږ خپلو مشتریانو ته د ممکنه روغتيايي خطر د مخنیوي په دلیل د احتمالي اغیزمنو نوشابو د نه استفادې سپارښتنه کوو.»

انرژي لرونکي نوشابې څومره خطرناکې دي؟

02:51

This browser does not support the video element.

کوکاکولا زیاته کړې چې د نوشابو بېرته راټولولو دغه اقدام «د یوه احتیاطي اقدام په توګه له اتریشي چارواکو سره په نژدې همکارۍ» ترسره کيږي چې په کې يوازې د کوکا کولا نیم ليتره بوتلونه شامل دي.

منبع زیاتوي چې «په نور سایزونو کې ټولې نوشابې یا د نوشابو نور برانډونه د بېرته راټولو په دغه پروسه کې شامل نه دي.»

کوکاکولا شرکت دا هم ويلي چې «مشتریان کولی شي د دا ډول اخیستل شوي تولیدات د اتریش مغازو او دوکانونو ته وسپاري او خپلې پېسې بېرته ترلاسه کړی، حتی کې د پیرودلو بل ېې هم موجود نه وي.»

له مشتریانو بخښنه

کوکاکولا دغه راز له خپلو مشتریانو بخښنه غوښتې او ويلي ېې دي چې «موږ پر دغه پېښه متاسف یو او له خپلو مشتریانو د هرې خواشينې کونکې پېښې بخښنه غواړو.»

شرکت زیاتوي چې د تخنیکی تېروتنې په موده کې ټولې تولید شوې نوشابې نه دي پلورل شوي او کېدای شي د دغې دورې تولید شوي اکثریت بوتلونه د شرکت اړوند ځایونو یا ګدامونو کې ايښي وي.

د اتریش پلازمینه ویانا د بازار ادارې ویاند، الکساندر هینګل، وويل چې دغې ادارې او ۸۰ پلټونکو ېې د مطلوبو بوتلونو د راټولولو پروسه پیل کړې ده. هينګل هېله مندې وښوده چې دغه پروسه به د څو اونیو په جریان کې بشپړه شي.

(dpa)dw e/mks/akh

له آرشیف څخه: 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب