1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لاتویا کې یو افغان مهاجر د یخنۍ له کبله مړ شوی

۱۴۰۱ آذر ۳۰, چهارشنبه

یو افغان مهاجر چې د بلاروس له لارې لاتویا ته داخل شوی و، د سړې هوا له کبله مړ شوی دی. د اروپايي اتحادیې دغه غړی هیواد د مهاجر پر وړاندې د خپل سخت سیاست له کبله له نیوکو سره مخامخ دی.

Bosnien Velika Kladusa | Migranten leben im Wald
انځور د دویچه ویله له آرشیف څخهانځور: Joan Giralt/AP/picture alliance

د لاتویا چارواکي وایي یو افغان مهاجر چې له سرحد څخه تر اوښتو وروسته دغه هیواد ته رسیدلی و، د یخ وهل کیدو له کبله یې په روغتون کې سا ورکړې ده. د سرحدي ساتونکو په وینا یو بل مهاجر هم له هغه سره یوځای په رزکنه ښار کې روغتون ته انتقال شوی دی.

د لاتویا په پلازمېنه ریګا ښار کې سیمه ایزو چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه دوه افغان مهاجر په سرحدي دیوال کې د یوه غار یا سوري له لارې له سپينې روسیې یا بلاروس څخه دغه هیواد ته اوښتی وو.

لاتویا له بلاروس سره شاوخوا ۱۷۲ کیلومتره ګډه پوله لري. اروپايي چارواکي د سپينې روسیې پر ولسمشر الکساندر لوکاشنکو تور لګوي چې ګواکې په قصدي یا پلان شوي ډول له کړکیچنو سیمو څخه مهاجر د لاتویا سرحدونو ته راولي، څو اروپايي اتحادیې ته داخل شي.

آلمان کي تر هر بل اروپايي هيواد زياتي د پناه غوښتني شوي

د ۲۰۲۱م کال د دوبي په وروستیو کې د اروپايي اتحادیي په بهرنیو سرحدونو کې د پناه غوښتونکو د څپې په دلیل وضعیت ډیر کړکیچن شو. په هغه وخت کې په زرګونو کسانو هڅه کړې وه چې په غیر قانوني ډول د اروپایي اتحادیي غړو هیوادونو ته ننوځي.

لاتویا د سرحدونو د ساتنې او پر سرحدي پولې د سیمي دیوال په رامنځته کولو سره د مهاجرو د هجوم په مقابل کې غبرګون ښکاره کړ.

د تیر کال په اګست میاشت کې د لاتویا حکومت له سپينې روسیې سره په سرحدي سیمه کې بېړنی وضعیت اعلان کړ او سرحدي ساتونکو ته یې اجازه ورکړه چې مهاجر بیرته په اصطلاح وشړي.

د لاتویا حکومت د مهاجرو پر وړاندې د سخت سیاست له کبله په وار وار له نیوکو سره مخامخ شوی دی. په دې وروستیو کې د بی سرحده داکترانو مرستندویه سازمان د لاتویا چارواکي په سړې هوا کې د مهاجرو په شا تمبولو تورن کړل.

nz,ns (dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب