1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«يهود ضد کډوال دې له آلمانه اخراج شي»

احمد ولي اڅکزی | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۴ مهر ۲۶, شنبه

په آلمان کې د يهود ضديت په وړاندې د مبارزې د ځانګړې ادارې مشر غوښتي چې یهود ضد چلند لرونکي بهرنيان دې ژر له آلمان څخه اخراج شي. نوموړي ویلي چې په المان کې د یهودیت ضد قوانین دې بشپړ عملي شي.

فيليکس کلاين په ۲۰۱۵ کال د يوې خبري ناستې پر وخت
په آلمان کې د يهودي ضديت سره د مبارزې ځانگړی استازی، فيليکس کلاينانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

فیلیکس کلاین چې د يهودي ضديت سره د مبارزې لپاره د آلمان ځانګړی مامور دی، غوښتنه کوي چې موجود قوانین باید په کله سره پلي شي. یهود ضد د یهودي خلکو پر وړاندې د تعصب معنی لري. د کلاین په وينا دا هم په هغو مواردو کې چې د یهود ضد کرکې (انټي‌سیمیټیزم) سره تړاو لري. هغه همدارنګه څرګندوي چې له دوه‌ګونې تابعیت لرونکو سره باید څنګه چلند وشي.
دغه هم ولولئ: په امريکا کې د نتانياهو پر ضد د يهودانو مظاهره

هغه کسان چې د آلمان تابعیت نه لري، خو د یهود ضد انګیزې له مخې جرم ترسره کوي، باید په پوره قاطعیت سره له آلمان څخه وشړل شي. دا غوښتنه د آلمان د فدرالي حکومت د یهود ضد ‌تعصب پر وړاندې د مبارزې له پاره د آلمان د ځانګړي استازي کلاین د «ویلټ ام زونتاګ» آلمانۍ رسنۍ سره په مرکه کې کړې ده.

کلاين ويلي: «موږ د مهاجرو په قوانینو کې له مخکې څخه لا دا قانوني امکان لرو چې هغه کسان چې د یهود ضد کړنو له امله ځان څرګندوي، له هېواده وباسو او دا اختیار باید هر ځای چې شونی وي، په قاطع ډول وکارول شي.»

د طالبانو او آلمان خبرې اترې؛ د افغانانو اخراج به چټک شي؟

24:00

This browser does not support the video element.

نوموړي زياته کړې: «دا د استبداد غوښتنه نه ده، بلکې د یو قانون‌پال دولت څرګندونه ده.»

کلاین وویل، څوک چې په آلمان کې ژوند کوي خو د دې ټولنې بنسټیز ارزښتونه لکه بې له قيد څخه د یهودي ژوند احترام په ښکاره توګه له پامه غورځوي یا ورسره دښمني کوي، نو په دا ډول يو چلن ځان له ټولنیزې اجماع څخه بهر کوي. په وينا يې په داسې يو صورت کې بايد قانوني بهير په بشپړه توګه سم عملي شي.
دغه هم ولولئ: المان او امریکا د اسرائیل د ښارګوټو جوړولو طرحه غندلې ده

کلاين روښانه کړه چې د يهود ضديت په تړاو د يو شخص «یوازې پولیسې پلټنه یا لومړنی شک بسنه نه کوي. خو که یوه محکمه ثابته کړي چې يو چا د یهود ضد انګیزې له مخې عمل کړی، که دا د یهودیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، د کنیسو پر وړاندې د بریدونو یا د کرکې خپرولو په بڼه وي، نو هغه باید له هېواده وایستل شي.»

کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا باید له دوه‌ ګونې تابعیت لرونکو څخه آلماني تابعیت واخیستل شي که دوی د یهود ضد عقیدې له مخې درانه جرمونه کړي وي، کلاین وویل دا یو ډېر جدي اقدام دی چې باید په دقت سره وڅېړل شي. نوموړي زیاته کړه: «خو که چا د تابعیت اخیستو پر مهال په شعوري توګه دروغ ویلي وي یا په څرګنده توګه د اساسي قانون د ارزښتونو پر ضد ولاړ وي، نو هغه دا امتیاز له لاسه ورکړی.»

کلاین وویل، د آلمان تابعیت یوازې یو اداري اقدام نه دی، بلکې دا د آزاد او ولسواک نظم سره یوه ژمنه ده. په وينا يې «او انټي‌سیمیټیزم د دې نظم سره بنسټیز ټکر لري.»


 

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب