امریکا متحده ایالاتو او ناټو خپل ټول پاته عسکر له بگرام هوايي اډې څخه وايستله. دغه خبره د امریکا متحده ایالاتو يوه پوځي چارواکي د جمعې په ورځ وکړه. دا په دې معنی چي له افغانستانه د ټولو ځواکونو د وتلو وخت رانژدې سوی.
انځور: picture-alliance/dpa/ISAF
اعلان
د امریکا متحده ایالاتو يوه پوځي چارواکي د جمعې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د ائتلاف ټول امنیتي ځواکونه له بگرام څخه ووتل.» د امریکا متحده ایالاتو دغه پوځي چارواکي چي نه غواړي نوم یې افشا سي، په دې هکله څه نه دي ویلي چي په دقیق ډول څه وخت وروستي امریکايي او ناټو عسکر له بگرام څخه ووتل. همدارنګه هغه په دې اړه هم څرګندوني و نه کړې چي څه وخت به د دغي هوايي اډې مسؤلیت په رسمي ډول افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.
بګرام په افغانستان کي د ناټو او امریکايي عسکرو تر ټولو ستره پوځي اډه وه. په دغه ځای کي چی له کابله ۵۰ کیلومتره لیري پروت دی، ځیني وخت تر ۳۰ زرو پوري ځواکونه ځای پر ځای ول. سربیره پر دې هلته یو زندان هم موجود دی چي طالب جنگیالي او نور افراطيان به پکښي ساتل کیدل.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن اعلان کړی چي د سپتمبر تر یوولسمي چي پر امریکا باندي د بریدونو له شلمي کالیزي سره سمون لري، خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. د دغو بریدونو په پایله کي پر افغانستان باندي د امریکا متحده ایالاتو یرغل هم پیل سو.
امریکا متحده ایالاتو او ناټو د روان کال د اپریل مياشتي په پای کي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو پیل وکړ. ډېري پوځي اډې بیرته افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل سوي دي.
په تیرو اونیو کي په افغانستان کي تشدد ډیر سوی. د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولي خبري اتري له خنډ سره مخامخ دي. څارونکي خبرداری ورکوي چي د ناټو ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته به په دغه هیواد کي امنیتي حالت لا پسي خراب سي.
GP/NZ/AG
بګرام هوايي اډه له کابو شلو کلونو راهيسې د امريکايي ځواکونو د قومندې مرکز وو. اوس له څه مودې راهيسې د دغي اډې خالي کول پيل شوي دي. ډېر توکي ويجاړ او غورځول شوي دي. ځيني په دې ويجاړو کې خپل بخت آزمايي.
انځور: Adek Berry/Getty Images/AFP
هر څه ايستل اچول شوي؟
تاريخ ليکونکي کيدای شي يو وخت پر دې اختلاف سره ولري چې په افغانستان کې د امريکا له پوځي ماموريت څخه څه پاته شول؟ خو اوس لا روښانه ده چې څه چې عملاً «پاتيږي» هغه ډېر کباړ يا زاړه توکي دي.
انځور: Adek Berry/Getty Images/AFP
دا کثافات به څه کیږي؟
کابو شل کاله د بګرام هوايي اډه د امريکايي ځواکونو د قومندې مرکز وو. اوس په داسې حال کې چې د امريکايي پوځ بشپړ وتلو ته تقریباً ۱۱ هفتې پاتې دي، هغوی ډېر وسايل يا خو له ځان سره وړلی شي او يا یې هم افغان امنيتي ځواک ته سپاري. خو ډېر هغه توکي چې نه انتقاليږي، ويجاړ کړل شوي دي.