1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوځ: د عمران خان په لیري کولو کې هیڅ بهرنې توطیه نه وه

۱۴۰۱ فروردین ۲۶, جمعه

د پاکستان پوځ ویلي دي چې د دغه هیواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان حکومت په ړونګولو کې هیڅ خارجي توطیه نه وه. عمران خان د تیرې یکشنبې په ورځ د نه باور رایې بهیر په ترڅ کې له واک څخه لیري کړای شو.

Pakistan Präsident Arif Alvi (R) und Premier Khan (L)
انځور: GHULAM RASOOL/AFP

عمران خان ادعا کړې ده چې د بهرنیو قدرتونو د توطیو په پایله کې له واکه لیري کړای شوی دی. د پاکستاني پوځ ویاند جنرال بابر افتخار د ملي امنیت شورا ناستې ته په اشارې سره چې څو اونۍ مخکې ترسره شوې وه وویل: «آیا د ملي امنیت کمیسیون په بیانیه کې د کومې توطیې نوم اخیستل شوی دی؟ زه فکر نه کوم. دا زمونږ نظر دی.»

د کرکیټ پخوانی ستوری عمران خان د یکشنبې په ورځ په پارلمان کې د نه باور رای سره مخامخ او له واکه لیري کړای شو. نوموړي هڅه کړې وه چې د پارلمان په منحلولو سره د نه باور رایې اچونې پروسې مخه ونیسي او تر وخت مخکې انتخابات ترسره کړي، خو د پاکستان سترې محکمې د پارلمان منحلول غیر قانوني اعلان کړل.

له واک څخه د عمران خان تر لیري کیدو وروسته، د اپوزیسیون سیاستوال او د «پاکستان مسلم لیګ ن» ګوند مشر شهباز شریف د نوي لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړه.

عمران خان او ګوند یي له واک څخه د ده په لیري کولو کې د امریکا متحده ایالاتو د توطیې خبره وکړه، خو خان د خپلې ادعا له پاره کوم ثبوت وړاندې نه کړ او ویلي یي دي چې دغه اسناد محرم پاتې کیږي.

عمران خان د ۲۰۱۸م کال په پارلماني ټاکنو کې واک ته ورسید. په هغه وخت کې  پر ده داسې تورونه لګول کیدل چې ګواکې د پاکستان ځواکمن پوځ د خلکو په رایو کې د ده په ګټه لاسوهنه کړې ده.

په دغه ۲۲۰ میلیونه نفوس درلودونکي هیواد کې تر ټولو دمخه د اقتصادي ستونزو له کبله د عمران خان په محبوبیت کې کمښت رامنځته شو. همدارنګه د اپوزیسیون ډلو هغه د بهرنۍ تګلارې په ویجاړولو او ناوړه اقتصادي او سیاسي مدیریت تورنولو. 

عمران خان په هم هغه ورځ چې روسیې پر اوکراین پوځي یرغل پیل کړ، په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي و.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز