1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

د باغيس والي: پر قلعه نو ښار بشپړ کنترول لرو

نجيب الله زيارمل
۱۴۰۰ تیر ۱۶, چهارشنبه

د باغيس والي وايي چي په قلعه نو ښار کي يې طالبانو ته تلفات اړولي او ښار د دوی په کنترول کي دی. تر دې مخکي ويل سوي ول چي طالبان قلعه نو ښار ته ننوتلي ول. ځايي اوسېدونکي څه وايي؟

Afghanistan - Khalah Zau in der Provinz Badghis
انځور: DW/S. Tanha

د باغيس والي حسام الدين شمس وايي چي د چهارشنبې په سهار طالبانو پر قلعه نو ښار له څو اړخونو څخه بريدونه وکړل او د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ سول.

هغه له قلعه نو څخه له دويچه ويله سره په تليفوني مرکه زياته کړه: «طالبانو ته مو سخت تلفات اړولي دي او اوس هم د ښار په ځينو سيمو کي له طالبانو سره د امنيتي ځواکونو مقاومت روان دی او د ټول ښار کنترول مو په لاس کي دی.»

د بادغيس والي دغه راز په يوه لنډه ويډيو کي چي رسنيو ته يې لېږلې ده د قلعه نو ښاريانو ته ډاډ ورکړی چي وارخطا نه سي او دا چي دوی پر ښار باندي بشپړ کنترول لري. په دغه ويډيو کي چي والي له خپل مرستيال او يوه بل امنيتي چارواکي سره په وسلو سمبال ښکاري، د ډزو ږغونه هم اوريدل کيږي.

د بادغیس والي:‌ د قلعه نو ښار زموږ په کنترول کې دی

00:46

This browser does not support the video element.

تر دې مخکي له قلعه نو ښار څخه په خپرو سوو ويډيوګانو کي ښوول کيدل چي په لسونو طالبان پر موټرسايکلونو باندي سپاره په دغه ښار کي ګرځي يا ښار ته د ننوتلو په حال کي دي.

د قلعه نو ځايي اوسېدونکو په سيمه کي د دويچه ويله خبريال ته ويلي ول چي زندان هم مات سوی او بنديان ټول وتلي دي، خو والي حسام الدين شمس وايي چي زندان مات سوی نه دی، خو بنديانو تلاښ کړی وو چي له زندان څخه ووځي او امنيتي ځواکونو يې پر وخت مخنيوی کړی دی.

د قلعه نو ښار د دريمي ناحيې يوه اوسېدونکي دويچه ويله ته د تليفون له لاري وويل چي طالبان د دغه ښار دويمي او دريمي ناحيې ته ننوتلي او اوس هم ډزي رواني دي. هغه وايي بې پيلوټه الوتکو همدا اوس د قلعه نو پر هغو سيمو بمبارد وکړ چي طالبان پکښې ول: «زموږ کور ته نږدې طالبان راټول سوي ول او له دغه ځايه يې پر ولايت مقام ډزې کولې، اوس بې پيلوټه الوتکي راغلي او هغه ځای يې بمبارد کړ.»

هغه وايي د ورځي په سر کي جنګ شديد وو خو اوس کرار سوی دی او د ښار په ځينو سيمو کي اوس هم ډزي اورېدل کيږي.

د باغيس والي هغه راپورنه چي ګويا د دغه ولايت د امنيت آمر او ځيني نور چارواکي طالبانو ته تسليم سوي دي، نه رد او نه يې هم تائيد کړل. هغه وويل: «دا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي دغو کسانو خپلي دندې پرې ايښي دي او که تسليم سوي دي. دا لږ وخت غواړي څو دغه اقدام وڅېړل سي.»

بله خوا بيا د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند طاريق ارين د تويتر په يوه پيغام کي ليکلي دي: «افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د خلکو د ځان او مال دفاع کوي.» هغه ليکلي چي «امنيتي ځواکونه په قلعه نو ښار او اطرافو کي حضور لري او د دښمن هر ډول ګواښ ته جواب وايي.»

د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح بيا په خپله فيسبوک پاڼي کي ليکلي: «د سره صليب او نورو خيريه موسساتو څخه احترامانه هيله کوو چي د کويټي له شورا سره په همږغۍ په قلعه نو کي د په لسونو متجاوزينو جسدونه د هغوی کورنيو ته انتقال کړي. هوا ګرمه ده او موږ جسدونو ته د بې حرمتۍ طرفداره نه يوو.»

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له پيل راهيسي طالبانو د هيواد په مختلفو سيمو کي خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی او دغي ډلي په لنډه موده کي د ډيرو ولسواليو د نيولي ادعا کړې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پرون په کابل کې یوې خبري غونډې ته وويل چې هغه سیمې چې په وروستيو کې د طالبانو لاس ته لوېدلي او یا امنيتي ځواکونه ورڅخه وتلی دي، د هغو د بیرته نیولو له پاره پوځي پلان نیول سوی چې عملا د افغانستان د لوی درستيز په مشرۍ ادامه لري: هغه وويل: «په تیرو دوو اونیو کې ۱۴ ولسوالۍ بیرته نیول سوي دي.»

انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

محب د ولسواليو د سقوط یو عمده لامل د افغان هوايي ځواک ستونزه وښوده چي په وینا يې په ځینو مواردو کي يې نسوای کولای پر وخت اقدامات او رسیدګي وکړي، خو هغه ډاډ ورکړ چي په تیرو دوو اونیو کې پر هوايي ځواک ډير کار سوی دی. هغه زیاته کړه چې تر دې وړاندي هوايي ځواک په نورو چارو کې هم بوخت وو «خو اوس د دغو ځواکونو ټول تمرکز پر امنیت باندې دی.»

طالبانو تر اوسه پوري پر قلعه نو ښار باندي د بريد او يا ماتي په اړه هيڅ نه دي ويلي.