1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ستراسبورگ کي د ایوب سلطان مسجد د جوړولو پر سر شخړه

۱۴۰۰ فروردین ۱۳, جمعه

د اروپا د تر ټولو لوی مسجد ایوب سلطان د جوړولو پرسر شخړه کي د فرانسې جمهوررئیس امانویل ماکرون هم ورگډ سوی دی. د فرانسې داخله وزیر، د ستراسبورگ ښاروال د اردوغان په گټه کارکولو تورن کړی دی.

Kombobild Präsident Recep Tayyip Erdogan und Emmanuel Macron
انځور: Adem ALTAN and Ludovic Marin/various sources/AFP

هغه مسجد چي د هغه پر سر شخړه په فرانسه کي د ۲۰۲۲م کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو یوه وسیله گرځیدلې ده.

د ستراسبورگ ښاروال د بودجي په ځانگړي کولو سره د دغه مسجد د جوړیدو د کار د دوام غوښتنه کړې. خو دغه موضوع بيا د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ژرار دارمانین او ولسمشر ماکرون د نه رضایت سبب سوې.

د ایوب سلطان مسجد د جوړولو کار په ۲۰۱۷م کال کي پیل سو. په پام کي وه چي دا به د اروپا تر ټولو لوی مسجد وي. په تجارتي ښار ستراسبورگ کي د ۳۶ مترو په جگوالي او دوو منارونو په درلودلو سره، د دغي پروژې کار د پیسو د کمبود په سبب پر نیمايي پاته سو.

اوس د ستراسبورگ ښاروال ژان بارسقیان اعلان کړی دی چي ددغه مسجد د جوړولو له پاره به دوه نیم میلیونه یورو بودجه ځانگړې کړي.

د دغو پیسو اختصاص د نوموړي مسجد د جوړیدو له پاره د ټول لگښت ۱۰ سلنه دی. د فرانسې مرکزي حکومت د ستراسبورگ ښاروالۍ له خوا پر دغه مالي ملاتړ باندي اعتراض کړی دی.

د «ستندرد» په نامه ورځپاڼي د پنجشنبې په ورځ د یوه رپوټ په خپرولو سره د فرانسې د مرکزي دولت او ستراسبورگ ښاروالۍ ترمنځ دغه شخړه تر بحث لاندي ونیوله.

د فراسې د کورنيو چارو وزیر ژرار دارمانین، حتی پر بارسقیان تور لگوي چي په فرانسه کي د «ملی گوروش» په نامه اسلامي تشکیلاتو په گټه کار کوي چي له اردوغان سره ډیري نژدې اړیکي لري.

د ستراسبورگ ښاروال دغه تورونه رد کړي دي. ژان بارسقیان په خټه ارمنی فرانسوی دی چي خپلوان یې د عثماني حکومت پر وخت د ارمنیانو د نسل وژني په جریان کي له لاسه ورکړي.

د فرانسې حکومت له سیاست څخه د مذهب پر کامل جلاوالي او سیکولاریزم باندي ټینگار کوي او له همدې کبله د یوه عبادتځای له پاره د بودجي اختصاصول، له سیاسي او حقوقي لحاظه د دولت له کړنلاري سره په ټکر کي راځي.

خو هغه څه چي د ستراسبورگ د ښاروال له خوا د بودجي د اختصاص کولو تر موضوع اهمیت لري، هغه یوازي د حقوقي شخړې څخه راپورته سوې موضوع نه ده.

ژان بارسقیان د زرغون گوند له سیاستوالو څخه دی. ماکرون په ۲۰۲۲م کال کي د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په کتو او د «ملي جبهې» په نامه د ښی اړخه گوند سیاستوال مارین لو پن سره د سیالۍ میدان ته راوتلی دی.

ماکرون هم پرته له دې چي د ستراسبورگ د ښاروال نوم واخلي په فرانسه کي یې د زرغون گوند پر بې تجربې چلند انتقاد کړی دی.

د ماکرون هدف د ځان په گټه د ښی اړخو او ملتپالو د رایو راجذبول دي. علاوه پر دې د ماکرون له پاره د هغو کسانو راجذبول چي پر سیکولاریزم باور لري هم مهم دي.

په ستراسبورگ او د هغه په شاوخوا سیمو کي تقریبأ ۱۳۵ زره ترکي الاصله اتباع ژوند کوي. ویل کیږي چي د فرانسې په مسجدونو کي له ۳۰۰ فعالو امامانو څخه نیمايي یې ترکان دي او له هغو څخه یې ۱۰۰ کسان په رسمي ډول د اردوغان تر مستقیم نظارت او مسؤلیت لاندي فعالیت کوي.

PG/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب