د ترکیې خارجه وزیر، مولود چاوش اوغلو هم په خپل تویت کي ویلي، چي « د ایټالیا دعوام پاله صدراعظم، ماریو دراګي د نه منلو وړ او د عادي تعاملو خلاف هغه اظهارات، چي زموږ د منتخب جمهورییس په باب یې کړي دي، په شدت سره غندي.»
هغه پيښه، چي په غربي رسنیو کي د سوفاګیت (Sofa Gate) په نامه مشهوره سوې ده، په انقره کي د اروپا د اتحادیې د مشرانو او اردوغان د ملاقات په اړه ده.
د دغي لیدني کتني پر وخت د ترکیې او اروپايي ټولني د بیرغونو ترڅنګ د اردوغان او د شورا رئیس، شارل میشل دپاره يوازي دوې چوکۍ ایښوول سوي وې او د کمېسيون رئيسه، اورزولا فون دیرلاین مجبوره سوه د هغوی څخه لیري پر یوه کوچ باندي کښېني.
د ډیپلوماتیکو تعاملاتو مطابق د اروپا د اتحادیې د شورا او کمېسيون رئیسان د دغي اتحادیې لوړ مقامونه دي او د هیوادونو د مشرانو او رهبرانو په قطار کي راځي. خو فون دیر لاین باید د اردوغان څخه لیري د ترکیې د خارجه وزیر سره مخامخ کښیناستلې وای، کوم چي ددې هم سطحه نه ؤ.
د ترکي چارواکو په حواله د ودانۍ پر دیوالونو او چت موجود عیسوي علایم او نخښې به نه پاک کیږي، خو د لمانځه د ادا کولو پر وخت به د پردې په وسیله پوښل کیږي.
انځور: STR/AFP/Getty Images
د ترکې ولسمشر هم په آیا صوفیه کې
د ترکیي د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا اعلان شوی وو چې ډیر ژر به په آیا صوفیه کې لمونځ ادا کړای شي. هغه پخپله هم د جمعې د لمانځه د ادا کولو له پاره دغه جومات ته ځان رسولی وو. انتقاد کونکي وایي چې پر جومات د آیا صوفیه بدلول داسې یو اقدام دی چې د اردوغان له پاره سیاسي ګټه لري.