د افغانستان د عامي روغتيا وزارت سرپرست، احمد جواد عثماني پرون چهارشنبه د يوې خبري ناستي پر مهال وويل، څرنګه چي اوس افغانستان د کرونا د دوهمي څپې په درشل کي دی، نو کابينې پريکړه وکړه چي د واده صالونونه دي د قوس مياشتي تر پايه تړلي وي.
د هغه په خبره پريکړه سوې ده چي د واده صالونونه د قوس مياشتي تر پايه بند دي او ددغه حکم د عملي کولو له پاره د عامي روغتيا وزارت، کابل ښاروالي او مربوطه ادارې په ګډه کار کوي.
نوموړي همدارنګه په افغانستان کي د کرونا له دوهمي څپې سره د مبارزې له پاره د ولايتي کميټو د کارونو له پيل څخه هم خبر ورکړ او له خلکو يې وغوښتل چي ګاونډيو هيوادونو ته دي له غير ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي.
د افغانستان د عامي روغتيا وزارت د شميرو له مخي، په تيرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ۲۴۳ مثبتي پيښي ثبت سوي او ۷ کسان ترې مړه سوي دي.
تر اوسه پوري په کرونا باندي په مجموعي ډول ۴۳ زره او ۹۲۴ کسان اخته سوي دي، ۱۶۴۵ کسان مړه او ۳۵ زره ۲۹۵ بيرته روغ سوي دي.
د افغانستان له پاره د کرونا واکسين
د افغانستان د عامي روغتيا وزارت سرپرست خبرداری ورکوي چي افغانستان د کرونا واکسين د په لاس راړولو څخه شاوخوا نهه مياشتي فاصله لري او له خلکو يې غوښتي دي چي په خپل ورځني ژوند کي دي روغتيايي تدابير په پام کي ونيسي.
هغه څرګنده کړه چي افغانستان له هغو ۹۲ هيوادونو څخه دی چي د واکسين د نړيوال ائيتلاف او نورو نړيوالو همکارانو په مرسته ورته واکسين آماده کيږي. خو د ۲۰۲۱م کال تر نيمايي پوري به واکسين د ټولو له پاره بازارونو ته راووزي. او د ۲۰۲۱م کال تر پايه به ۲۰ سلنه افغانان له دغه واکسين څخه برخمن سي.
Ag/ گ.پ/ ن.ز
د هغه راهیسي ، چي د کرونا ویروس په ټوله نړۍ کي شیوع سوی، په ډیرو هیوادونو کي د انساني قوې په عوض د روبوټونو څخه استفاده کیږي. په دغه انځوریز البوم کي وینئ، چي روبوټونه د نڅا د معلم، نرس او حتی پولیس په حیث کار کوي.
انځور: Reuters/China Dailyچین، چي د کرونا ویروس د شیوع منبع بلل کیږي، په پایتخت پیکینګ کي يې د روبوټونو یو »پنځم نسل« اماده کیږي، چي احتمالأ به د نڅا د معلم ځای ونیسي.
انځور: Reuters/China Dailyد جاپان په پایتخت ټوکیو کي رسنیو ته یو ربوټ ورښکاره کیږي، چي په روغتون کي په کرونا د اخته کسانو د مربوطه څانګي مسؤلیت پرغاړه لري. دغه روبوټ ، چي »پیپر« نومیږي، هغو مریضانو ته چي د کرونا لږ علایم لري، صحي توصیې هم ورکوي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Fongپه ایټالیا کي بیا دغه روبوټ حداقل د انساني قوې ځای نه دی نیولی، بلکه د نرسانو کمبود یې پوره کړی دی. دغه روبوټ د ایټالیا د یوې شفاخانې د صحي پرسونل سره کومک کوي، چي د کرونا مریضانو ته رسیدګي وکړي.
انځور: Reuters/F. Lo Scalzoدغه ربوټ د جرمني د آیزنبِرګ د ښار په یوه روغتون کي د ډاکټرانو سره په جراحي عملیاتو کي کومک کړی دی. په جرمني کي هم، چي صحي بخش یې د انساني قوې د کمبود سره مخامخ دی، کوښښ کیږي، چي ځیني کارونه روبوتونو ته وسپارل سي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Woitasد کرونا د بحران پر وخت لږ کسان کولای سي د زړو خلګو احوال واخلي. دغه زاړه کسان ، چي په کرونا د اخته کیدو خطر یې ډیر دی، دزړو په لیلیو او یا خپلو کورونو کي ډیر یوازي او منزوی سوي دي. په بلجیم کي دغه روبوټ د زړو خلګو سره د ارتباط پخاطر جوړ سوی دی.
انځور: Reuters/Y. Hermanد هغه ځایه څخه چي چینايي محصلین نسي کولای د خپل فراغت په مراسمو او میله کي برخه واخلي، دغه روبوټونه چي »نیومي« یا »زه نوی« نوم لري، د هغوی څخه نمایندګي کوي.
انځور: Reuters/BBT UNIVERSITYپه هندوستان کي دغه روبوټ د ضد عفوني موادو د یوې ادارې مراجعینو ته ښه راغلاست وايي، او هغوی ته د کرونا په ویروس د اخته کیدو صحي مشورې هم ورکوي.
انځور: Reuters/Sivaram Vد چین په پایتخت پیکینګ کي دغه روبوټ د پوسته رسان وظیفه پرغاړه اخیستې ،پارسلونه او پاکټونه سره ځای پرځای کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/R. Chao اندونیزیا پولیس هغو کسانو ته چي د کرونا د قیوداتو څخه سرغړونه کوي، د هغوی د کنټرول او خبرداري پخاطر ددغه «کواد کوپتر« څخه استفاده کوي. د جرمني په ځینو ښارونو، لکه دوسلدورف کي هم دغه ډول عملیات تر سره سوي دي، چي دخلګو د مخالفتونو سره مخامخ سوي دي. په چیلي کي هم کواد کوپتر د انسانانو د اجتماعي رفتار نظارت او کنټرول پرغاړه لري.
انځور: Reuters/R. Muharrmanد تونس په پایتخت کي د پولیسو یو روبوټ د کرونا دویروس د قیوداتو څخه د سرغړوني کنټرول او نظارت کوي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Belaidددغه سپي ډوله روبوټ نوم»اسپات« دی او ددغه هیواد په یوه پارک کي خلګو ته خبرداری ورکوي، چي د کرونا پخاطر وضع سوې معینه فاصله مراعت کړي.
انځور: Reuters/E. Suد افغانستان په یوه رستورانت کي هم د ګارسون په عوض د روبوټ څخه کار اخیستل کیږي. البته دغه عکس د کرونا ویروس تر شیوع دمخه اخیستل سوی دی.
انځور: REUTERSپه فرانسه کي هم ددغه روبوټ څخه د کرونا ویروس په سبب مړو سوو کسانو د تابوتونو د جوړولو، ضدعفوني کولو او رنګولو کي استفاده کیږي.
انځور: Reuters/G. Fuentes