1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کرونا سره مبارزې دغه ترکی پروفيسر ميلياردر کړ

۱۳۹۹ آذر ۱۷, دوشنبه

د کرونا واکسين جوړولو په برخه کي د جرمني د «بیون تیک» شرکت د ونډو ارزښت په لوړېدو سره د هغه ترکی الاصله مؤسس ميلیاردر سو. اوگور شاهين د يوې مهاجري کورنۍ غړی دی چي پلار يې د کار له پاره جرمني ته راغلی وو.

Ugur Sahin - CEO von BioNTech
انځور: BIONTECH/AFP

د درمل جوړولو شرکت «بیون تیک» مؤسس اوګورشاهین چي د امریکا له «فایزر» شرکت سره په گډه په دې بريالی سو چي د کرونا ضد واکسين جوړ او بازار ته وړاندي کړي، تر يوه کال په لږ موده کي د نړۍ د شتمنو خلګو په ډله کي شامل سو.

المانۍ ورځپاڼي، دي ویلت د ډسمبر مياشتي پر۶مه په خپل یوه رپوټ کي لیکلي دي چي د کرونا پر ضد هغه واکسین ته د اجازې په ورکولو سره چي د بیون تیک په شراکت سره جوړیږي، ددغه درمل جوړولو شرکت د ونډو ارزښت ډیر لوړ کړ او شاهین یې د دنیا د ۵۰۰ لویو شتمنو په ډله کي شامل کړ.

د خدماتي شبکې، بلوم برګ د ميلیارډرانو د ليست پراساس د اوګور شاهین خالصه سرمایه تر ۵ ميلیارده ډالره اوښتې او د ۴۹۳ لویو سرمایه دارانو په قطار کي راغلی دی. په جرمني کي بیا هغه د ۳۴ شتمنو کسانو په ډله کي شامل سوی دی.

د بیون تیک شرکت د ونډو ارزښت د ۲۰۲۰م کال له پيل څخه تر اوسه پوري ۲۵۰ فیصده لوړ سوی دی او د هغه د مجموعي ونډو ارزښت ۲۸ ميلیارده او ۶۰۰ ميلیونه ډالرو ته رسیدلی دی. شاهین د دغه شرکت تقریباً ۱۷سلنه اسهام په اختیار کي لري.

اوگور شاهين او د هغه مېرمن اوزلم توره چيانځور: Stefan F. Sämmer/imago images

تر کرونا پانډمۍ دمخه د پروفیسر شاهین او همکارانو تحقیقات یې په خاص ډول له سرطان سره مبارزې ته ځانگړي سوي ول. دی او مېرمن یې، اورلم توره چي، چي له سرطان سره د مبارزې په تحقیقاتو کي یې ورسره همکاري کوله، د کرونا ويروس تر خپرېدو وروسته د چین ووهان ښار ته سفر وکړ او خپل علمي تحقیقات يې له کرونا سره مبارزې او واکسن جوړولو ته ځانگړي کړل.

بیون تیک شرکت پروسږکال خپل اسهام د وال ستریت د ونډو بازار ته وړاندي او له دې لاري یې ۱۵۸ميلیونه ډالره وګټل. خو بیا یې هم په بازار کي د ونډي هرکلی چنداني نه کیدی.

ددغه شرکت دوه نورغړي او سره وروڼه، توماس او اندریاس شترونګمن چي د شرکت تقریباً نیمايي ونډي په اختیار کي لري، هم ميلیارډران او هر یوه یې ۱۲ ميلیارډه او ۲۰۰ ميلیونه ډالره سرمایه لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب