دونالد ترمپ له کووید ۱۹څخه تر رغېدو وروسته په انتخاباتي مبارزه کي وویل چي دی نور معافیت لري او زړه يې غواړي چي خپل مینه وال ښُکل کړي. خو ښه وو چي هغه دا کار و نه کړ. دا ځکه چي د نوو پلټنو له مخي دا معلومه نه ده چي ترمپ به واقعاً انتي باډي ولري او که څنګه.
د کرونا پاندیمي له پیل راهیسي د بدن د معافیت موضوع په هکله ډیر بحثونه کیږي. په اروپا، شمالي امریکا او جنوبي امریکا کي په کرونا باندي د ډیرو کسانو اخته کیدو ته په کتو سره اوس دغه موضوع نوره هم مهمه سوې ده.
یوه نوې څېړنه ښيي چي اوس پرته له واکسین څخه د بدن د طبیعي معافیت په هکله هیلي کمي سوي دي. د لندن د اِمپریال کالج کارپوهانو په انګلستان کي د ۳۶۵ زرو انسانانو نمونې اخیستي او نتیجه ښيي چي د هغو د بدن معافیت د وخت په تیریدو سره لږيږي.
په کرونا تر اخته کیدو وروسته د بدن معافیت څومره دوام کوي؟
دلته ډیر فکتورونه نقش لري. د مثال په ډول لکه څنګه چي د امپریال کالج پلټني ښيي د یوه انسان عُمر هم مهم دی. هغه کسان چي تر ۷۵ کلنۍ پورته دي د ځوانانو په پرتله یې انتي باډي ډيره ژر راکمیږي. همدارنګه د کرونا ناروغۍ سخت او یا آسانه بهیر هم خپل نقش لري. نو له همدې کبله دا د یوه اخته سوي کس په بدن پوري اړه لري چي د هغه معافیت اوونۍ او که میاشتي دوام کولای سي.
آیا له کرونا رغېدلي کسان باید نور محدودیتونه په پام کي نه ونیسي؟
نه، باید په نظر کي يې ونيسي. له حقوقي پلوه په کرونا باندي اخته سوو او یا هم نه اخته سوو کسانو ترمنځ کوم توپیر نه لیدل کیږي. د کرونا تدابیر چي د دولتونو له خوا رامنځته کیږي او آلمان هم پکښي شامل دی، د ټولو له پاره دي او د نه مراعاتولو په صورت کي جزايي تدابیر هم لري.
له طبي پلوه هم هغه کسان چي له کووید ۱۹ څخه روغ وتلي، باید د کرونا له امله وضع سوي قیودات په نظر کي ونیسي، دا ځکه چي د هغوی د بدن د معافیت د دوام په هکله لا معلومات په لاس کي نه سته.
همدارنګه هغه کسان چی د کرونا تيست یې منفي هم وي، باید د ټولنیز واټن، ماسک اغوستلو تړلو مقررات مراعات کړي او کرونا د علایمو د رامنځته کیدو پر وخت باید تيست تر سره کړي.
آیا داسي ناروغان هم سته چي په کرونا باندي تر اخته کیدو وروسته هیڅ معافیت نه لري؟
په دې هکله شواهد موجود دي چي هو. یوه امریکايي پلټنه چي پر سمندري سرتیرو تر سره سوې ده، ښيي چي د ۴۱ پلټل سوو کسانو په وینه کي هیڅ ډول خنثی کیدونکې انتي باډي نه ده پیدا سوې. دا په دې معنی، هر هغه څوک چي د کرونا په نوي ویروس اخته کیږي، حتمي نه ده چي په وینه کي یې انتي باډي جوړه سي.
د رابرت کوخ په نامه آلماني انستیتوت په حواله اوس هم معلومه نه ده چي یو معافیت څومره منظم، قوي او په دوامداره توګه رامنځته کیدای سي.
گ.پ/ن.ز (AG)
په اروپايي هيوادونو کې کرونا ناروغۍ تر کميدو وروسته، اوس يو ځل بيا دغې وبا زور اخیستی دی. حکومتونه په دې هڅه کې دي چې د کرونا ويروس د لا ډير خپريدو د مخنیوي له پاره نوی محدودیتونه ولګوي.
انځور: Philippe Lopez/AFP/Getty Imagesپه آلمان کې د هغو ښارونو شمير مخ پر ډيريدو دی چې د کرونا ويروس خطر پکې لوړ دی. مونشن د آلمان وروستي لوی ښار دی چې په دې ډله کې شامليږي. په برلین کې وروسته د ۷۰ کلونو پر شپې ګرځيدو بنديز لګول شوی دی. لږ تر لږه د اکتوبر میاشتې تر پايه بايد د شپې پر ۱۱ بجو ټول دوکانونه او سوداګريز مرکزونه تړلي وي.
انځور: Fabrizio Bensch/Reutersد چک جمهوريت د کرونا ويروس له ويرې اوس پر عمومي يا ملي قرنطين فکر کوي. د اکتوبر له پنځمې د ماسکونو اغوستل جبري شوي، په غونډو کې بايد له لسو کسانو ډير اشتراک و نه کړي. مغازو ته هم امر شوی دی چې د ځوانانو د راټوليدو د مخنیوی له پاره دې د وایفای خدمات بند کړي.
انځور: Gabriel Kuchta/Getty Imagesد هسپانيا کابينې د کرونا د مثبتو پيښو له ډيريدو سره د مقابلې له پاره، په پلازمينه مادرید کې ۱۵ ورځنی بيړنی حالت وضع کړی. دغه اقدام حکومت ته فرصت ورکړ چې د ټول هيواد په سطحه قرنطين عملي کړي چې دغه کار اعتراضونه هم له ځانه سره لرل. دغه حالت وروسته له هغې وضع شو چې د مادريد سيمه ایز حکومت د ټول هيواد په سطحه د ملي قرنطين غوښتنه رد کړه.
انځور: SOPA Images/ZUMA Wire/picture-allianceپه پاريس کې د کرونا د مثتبو پيښو په بيا ډيريدو سره بارونه په خپل حال تړلي پاتې شول. فرانسې یوازې د يکشنبې په ورځ د کرونا نژدې ۲۷ زره نوې مثبتې پيښې اعلان کړې. دا په دغه هیواد کې د کرونا ناروغۍ د خپريدو له پيله تر اوسه، په يوه ورځ کې تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې دي.
انځور: Kiran Ridley/Getty Imagesپولند کې هم د کرونا پيښې له سره ډيري شوي، خو ښوونځي لا هم خلاص دي. خو نوي ټولنيز محدوديتونه پکې لګول شوي دي. د بيلګې په توګه د هغو کسانو له پاره چې عمرونه يې د ۶۰ او ۶۵ کلونو تر منځ دي، د هغوی له پاره د سهار له لسو بجو تر غرمې پورې ځانګړي دوکانونه خلاص وي. د ماسکونو اغوستل د ټولو له پاره اجباري شوي دي. پولند له ۳۸ ميلیونه نفوس سره د کرونا څه باندې ۱۲۰ زره مثبتې پيښې لري چې ۲۹۷۲ کسان يې مړه دي.
انځور: Reuters/K. Pempelسلواکیا د اکتوبر له ۱۳مې نېټې څخه امر کړی دی چې په غونډو کې باید تر شپږو کسانو ډير نه وي. د کورنيو غړي استثنا دي. د ماسکونو اغوستل اجباري دي او د هر ډول ټولنيزو مناسبتونو لمانځل، په کلیساو کې د مذهبي مراسمو په ګډون، ممنوع دي. ورزشي کلپونه تړل شوي او رستورانټونو ته اجازه نه لري چې دننه مشتريانو ته ډوډۍ ورکړي. دغه انځور د سپتمبر ۳۰مې دی چې پکې د هاکي لوبې مينه وال د اعتراض پر مهال ليدل کيږي.
انځور: Pavel Neubauer/dpa/picture-allianceد انګلستان حکومت، د کرونا د خطر له مخې، ټول هيواد په درو درجو «متوسط»، «لوړ» او «ډير لوړ» ويشلی دی. حکومت په دې اړه خلکو ته يو «درې درجه يي» سیستم معرفي کړی دی. د دغه سیستم له مخې، ليورپول او شمال لوېديځ اينګلند په «ډيره لوړه درجه» خطرناک ځایونو کې راځي. په دغو ښارونو کې به محدودیتونه ډير شي، لکه د ورزشي کلپونو، شرابخانو او قیمارخانو په څير ځایونو بندول.
انځور: Justin Tallis/AFP/Getty Images