د «ګلوبل هېلث ۵۰/۵۰» سازمان له خوا په څه باندې شلو هيوادونو کې راټولو شوو ارقامو په جون مياشت کې لا وښودل چې ښځې هم د نارينه و په شان په ورته کچه په دغه ويروس اخته کيږي. خو نارينه له زيات خطر سره مخامخ دي چې سخت ناروغه شي يا له دې ناروغۍ مړه شي. د مړينې دغه کچه د جنس له مخې دوه پر درې د يو پر درې پر وړاندې ده.
يو دليل يې هرومرو د ځينې شرايطو موجوديت دی. د مثال په توګه، نارينه د ښځو په پرتله زيات د زړه او رګونو په ناروغيو اخته کيږي چې له کبله يې په مقايسوي توګه زیات وخت مري.
يو بل تعينوونکی فاکتور د عمر جوړښت دی. د آلمان د روبرت کوخ انستيتوت په حواله، د ۷۰ او ۷۹ کلنو په ډله کې لږ تر لږه دوه برابره زيات نارينه مړه شوي دي. حتی دغه انستيتوت د دغه توپیر له پاره کافي دلايل نه شي په ګوته کولی.
ای سي اي ۲ رسيپتر د اصلي دروازې په توګه؟
د ای سي اي (۲ (ACE رسيپتر ښايي يو اصلي رول ولوبوي ځکه چې هغه د کوويد-۱۹، سارس او مېرس د ناروغيو په برخه کې يو اصلي رول لوبوي چې دغه ټولې ناروغۍ د کرونا ويروسونو له خوا رامنځ ته کيږي. بېرنهارد څويسلر، چې د «ال ام يو» کلينيک د بې هوښۍ د څانګې مدير دی، په جون مياشت کې په مونشن کې وويل چې نارينه د مېرس ناروغۍ څخه هم زيات اغېزمن شوي ول.
د خرونينګن پوهنتوني طبي مرکز د يوې څېړنې په حواله دغه اس سي اي ۲ رسيپتر د نارينه و په بدن کې په زياته پيمانه پيدا کيږي. څېړونکو د جنسونو تر منځ دغه توپير هغه وخت وموند چې د دغه رسيپتر او د زړه د مزمن مرض تر منځ اړيکه یې څېړله.
د ايستروګن هورمون او قوي معافيتي سيستم
سربېره پر دې د ښځو معافيتي سيستم د نارينه و په پرتله زيات قوي دی. اصلي علت يې د ښځو جنسي هورمون ايستروګن دی. هغه معافيتي سيستم تقويه کوي او د ناروغۍ د عاملينو پر وړاندې زيات غبرګون ښيي. د نارينه و تېستوسترون هورمون بيا د وجود د دفاعي سيستم مخه هم نيسي او کمزوری کوي يې. خو له بلې خوا ښځې بيا د آوتو ايمون ناروغيو څخه زياتره کړيږي چې معافيتي سيستم پکې تر حده زيات غبرګون ښيي او د بدن پر حجرو باندې هم بريد کوي. دا هم د کوويد-۱۹ يوه بله خرابه پايله کېدای شي واوسي.