1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

په کومو ځايونو کې پر کرونا باندې د اخته کيدو امکان ډیر دی؟

۱۳۹۹ آبان ۱۲, دوشنبه

په آلمان کې په دې اړه چې په کومو ځایونو کې پر کرونا باندې د اخته کيدو خطر ډير دی، هره ورځ بحثونه ډيريږي. تر ډيره دا پوښتنه مطرح کیږي چې ولې عامه سالونونه بنديږي، خو د روزنيزو مرکزونه فعاليت ادامه لري؟

Deutschland Hamburg | Coronavirus | Mundschutz
انځور: Bodo Marks/dpa/picture alliance

د آلمان صدراعظمه انګلا مرکل وايي چې یو سخت ژمۍ په مخکې دی، په همدې دليل باید د کرونا ويروس د لا ډير خپريدو د مخنيوي له پاره مختلف اقدامات وشي.

په دې لړ کې د نومبر له دوهمې نيټې څخه د يوې میاشتې له پاره د تفريحي، فرهنګي او ورزشي مرکزونو، همدا ډول د رستورانټونو او میلمستونونو بنديدل، د حکومت له مهمو اقداماتو څخه دي.

د انګلا مرکل د سلاکار، هلګه براون په خبره، د نومبر مياشتې د محدوديتونو پر مهال به شخصي کورونه په مستقیمه توګه نه کنټرول کیږي، خو حکومت به په عامه ځایونو کې د محدودیتونو د رعايت په موخه پر خلکو نظارت ولري.

يوازې تر لسو پورې کسان کولای شي په يو ځای کې سره راټول شي. براون له خلکو غوښتي چې په نومبر میاشت کې د کرونا پر وړاندې داوطلبانه لازم اقدامات وکړي او د امکان تر حده له شخصي لیدو کتو څخه ډډه وکړي.

د شپيګل اوونيزې، د يوې نظرسنجۍ په اساس، څه باندې ۶۲ سلنه پوښتل شوو کسانو محدودیتونه او رخصتيانې ضروري ګڼلي دي. خو هغه کسان چې د دغو محدوديتونو مخالف دي له مختلفو لارو خبرونو خپروي چې د واقعیت او جعليتوب تشخیص يې سخت دی.

په کومو ځايونو کې د ککړتيا امکان ډير دی؟

په آلمان کې د کلتوري او تفريحي مرکزونو بنديدل ښايي د مخالفانو د تبلیغاتو له پاره يوه نوې پلمه وي، ځکه د رابرت کوخ انستيتوت (په آلمان کې د کرونايي آمارو معتبره رسمي اداره) د معلوماتو له مخې، يوازې ۲۵ سلنه ناروغان په هغو ځایونو کې چې هلته دوه یا له دوو څخه ډيرو کسانو حضور درلود، په ويروس مبتلا شوي دي. اوس ستونزه په دې کې ده چې د پاتې ۲۵ سلنه نورو ناروغانو په اړه تشخیص نه شي کيدای چې هغوي په کومو ځایونو کې مبتلا شوي دي.

د دویچه وله همکار، یوشا وبر، د کرونا ویروس د انتقال په اړه پلټنې کړي چې ښه نتایج يې ترلاسه کړي دي.

هغه د «رابرټ کوخ انستيتوت» د ارقامو له مخې ليکي چې حاضر وخت په آلمان کې اکثره ناروغان چې د اخته کیدو دلایل يې معلوم دي، په خصوصي هستوګنځایونو کې اخته شوي دي. په ځانګړې توګه شخصي کورونه د ويروس د انتقال له پاره مناسب ځای شمیرل کیږي.

له دې نه علاوه، د زړو خلکو هستوګنځایونه او د کار ځای هم په ناروغۍ د اخته کيدو مهم ځایونه ګڼل کيږي.

د هغو ناروغانو په ډله کې چې د اخته کيدو ځای يې آلمان تشخیص شوی، ډير لږ يې په تفريحي او کلتوري مرکزونو کې اخته شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې د هغو نارغانو شمیر هم ډير لږ وو چې په روغتونونو، روزنيزو مرکزونو یعني له وړکتونونو څخه نيولې تر پوهنتونونو او د کسبونو د زده کړې په مرکزونو کې په ویروس اخته شوي وي. خو په وروستيو ورځو کې یې شمیر لوړ شوی.

د کرونا په دویمه څپه کې په آلمان کې ښوونځي نه رخصتیږيانځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

د هغو ناروغانو سلنه ډيره کمه ده چې په رستورانټونو او ميلمستونونو کې اخته شوي دي. اوس پوښتنه دا ده چې د آلمان فدرالي او ایالتي حکومتونو ولې د هغو مرکزنو د تړلو په اړه تصمیم نیولی کوم چې په مستند ډول د ویروس د انتقال اصلي سرچينې نه دي؟

تر اوسه پورې سیاستوال پر دې ټينګار کوي چې په عامه ځایونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه د ویروس انتقال ډیروي. ښايي ډيری هغه کسان چې د ویروس د انتقاليدو ځای يې مشخص نه وي، په همدا ډول ځایونو کې اخته شوي وي. د ناروغ د اخته کيدو ځای د دقیق تشخیص له پاره اصلي ستونزه د ويروس د ښکاره کيدو دوره ده چې لږ تر لږه څلور ورځې دوام کوي.

آیا د کرونا په دوهمه څپه کې هم د ويروس د انتقال ځایونه هماغه د لومړۍ څپې ځايونه دي؟

نه. په دې برخه کې د پام وړ تفاوتونه موجود دي. په آلمان کې د کرونا د لومړۍ څپې په اوج کې تر ټولو ډير کسان د زړو کسانو په هستوګنځايونو کې اخته شول. دغه و ضعیت د مهاجرو په کمپونو او په ځانګړې توګه په روغتونو کې هم صدق کاوه.

په لومړۍ څپه کې روزنيزو مرکزونو رول نه درلود، ځکه په موقع رخصت شول.

د کار ځای هم د پام وړ رول نه درلود، خو د پسرلي په منځ کې د کار په ځای کې د اخته کيدو آمار لوړ شول، په ځانکړې توګه په هغو ځایونو کې چې هلته مالونه حلاليدل او غوښې تهیه کيدې.

په چين او سويلي کوريا کې تر سره شوې څيړنې هم د آلمان په څير ښيي چې شخصي کورونه د اخته کیدو په مرکز کې واقع دي.

په سويلي کوريا کې په شخصي کورونو کې په کرونا ويروس د اخته کیدو احتمال د نورو نژدې تماسونو په پرتله، شپږ برابره لوړ دی.

په چين کې ۶۹ سلنه ناروغان د کورنيو روابطو له امله اخته شوي دي.

روزنیز مرکزونه ولې نه رخصتيږي؟

یوشا وبر وايي، د دغه اقدام له پاره څو مهم دليلونه شته. یو دا چې روزنیز مرکزونو تر اوسه د ویروس د انتقال په برخه کې مهم رول نه دی درلودلی. بل دا چې حکومت تعلیم او زده کړې ته په ځانګړي اهمیت قایل دی. له دې نه علاوه، په ماشومانو او تنکي ځوانانو کې د اخته کیدو سلنه، د پاخه عمر درلودونکو کسانو په پرتله په کراتو ټيټه ده. د ټولې اروپا په سطحه ۱۵ سلنه اخته کسان د ۱۸ کالو کم عمره افراد دي.

د رسمي آمارو پر اساس، په ايرلند کې په ويروس د ابتلا یوازې ۷ سلنه په ښوونځيو کې رامنځ ته شوي او په هسپانيا کې دغه رقم ۶ سلنه دی.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب