سیټ او لیند شترند ټینګار وکړ چي د واکسینو د انتقال پلان سوی واقعي تعداد کیدلای سي تغیر وخوري. د اوسني پلان له مخې به مثلأ افغانستان ته تقریبأ درې میلیونه، انګولا تر ۲،۵ میلیونه اضافه او کینیا تقریبأ ۴،۲ میلیونه دوزه واکسینونه په لاس راوړي.
د یونسیف د اجرائیه کمیټې رییسي هِنریتا فور، د سیروم انستیتوت په نامه واکسینونو د تولید یوه هندي شرکت سره د یو اوږدمهاله ګډ کار خبر ورکړ. د هغه په خبره په راتلونکو کلونو کي به دغه شرکت ۱،۱ میلیارده دوزه واکسینونه ولیږي.
په عین وخت کي د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د غریبو او شتمو هیوادونو تر منځ د واکسینو پر سخت غیرعادلانه تقسیم باندي انتقاد کړی دی. د دغه سازمان عمومي منشي تدروس ادهانوم، یوڅو ورځي دمخه خبرداری ورکړی وو چي د کرونا واکسین عادلانه تقسیم له واقعي خطر سره مخامخ دی. هغه زیاته کړې چې دغریبو هیوادونو له خلکو سره نه باید په بې تفاوتۍ سره عمل وسي.
باید وویل سي چي د واکسین بین المللي پروګرام، کوواکس د همدې عیسوي کال په جریان کي د واکسین تولیدولو پنځو شرکتونو سره د مجموعأ ۲ میلیاردو واکسین دوزو اخیستل ډاډمن کړي دي.
سږ کال به د نړۍ ولسونه له کومو ننګونو سره مخامخ وي؟
د کرونا پانديمي تر څنګ د نورو وجوهاتو له کبله ۲۰۲۰م کال د نړۍ له پاره يو ستونزمن کال ؤ. خو ۲۰۲۱م کال به څنګه وي؟ د يوريشيا ډلې په وينا په روان کال کي به نړۍ له دغو لسو سترو ننګونو سره مخ وي:
انځور: John Macdougall/REUTERS
د امريکا شپږڅلوېښتم ولسمشر
جو بايدن د امريکا متحده ايالاتو په ولسمشريزو ټاکنو کي بريالی اعلان سو. که څه هم چي دونالد ترمپ ټاکنې وبايللې خو د تيرو ټاکنو په پرتله يې ۱۱ ميليونه زياتي رايي لرلې. ترمپ په داسي حال کي د يو بااثره کس په توګه له سپيني ماڼۍ وځي، چي د امريکا ټولنه منقسم سوې ده. په زیاتو ادارو کي د محافظه پالو قدرت زيات دی. ايا شپږڅلوېښتم ولسمشر جو بايدن به دا ستونزي حل کړلای سي؟
د کرونا اوږدمهاله اغېزې
کرونا به په ۲۰۲۱م کال کي هم د انسانانو پر روغتيا او ژوند د اغېز لرلو تر څنګ په ټوليزه توګه د ټولې نړۍ اقتصاد او سياست ته يوه ننګونه وي. ډيرو هيوادونو د واکسيناسيون پروسې ته خپله توجه اړولې ده، خو پر هغه سربيره به پر اقتصاد باندي د دغې وبا اثرات لويه ننګونه وي. په ډيرو هيوادونو کي کيدای سي بې روزګاري، هجرت، ناانډولتوب او د اعتماد د کمښت ستونزي رامنځته سي.
انځور: Dinendra Haria/ZUMAPRESS/picture alliance
چاپيريال ساتنه
د چاپيريال ساتنې د ملاتړ په برخه کي ږغونه مخ پر زياتېدو دي. له دې کبله د اقتصادي قدرتونو ترمنځ فشارونه هم زيات سوي دي. د چين صنعتي پاليسي به په دې ترڅ کي له جدي ننګونو سره مخامخ سي. د زهرجنو ګازو د اخراج کمولو له پاره نوې امکانات رامنځته کېدونکي دي. دا به د ځينو هيوادونو په ګټه او د ځينو په تاوان تمام سي.
انځور: Ahmad AL-BASHA/AFP
د امريکا او چين تر منځ فشارونه
د امریکا متحده ايالاتو او چين تر منځ د فشارونو کمېدو اټکلونه کيږي، ځکه چي دواړه هيوادونه په سياسي توګه د استحکام غوښتونکي دي. خو د هانګ کانګ، واکسين دپلوماسۍ، ملتپالنې او چاپيريال ساتنې موضوعات او په اړه يې د دواړو هيوادونو مختلفي پاليسۍ د نوو اختلافاتو سبب هم ګرځېدلای سي.
انځور: Lintao Zhang/AP Images/picture alliance
پر انټرنټ د ډاټا يا معلوماتو تبادله
پر انټرنټ د حساسو معلوماتو د تبادلې پر وړاندي شته خنډونو او په ساحه کي د موجود کاري طرزونو په برخه کي به ښايي سږکال تغيرات راسي. مصنوعي ځيرکتيا او نوري ورته عصري ټيکنالوۍ د پراختيا په حالت کي دي. له دې کبله د حساسو معلوماتو د تبادلې په چوکاټ کي په انټرنټ کاروونکو کي شکونه زيات سوي دي. د معلوماتو پر اوسنۍ آزادي تبادلې، ښايي سږ کال نوي اثرات وسي.
انځور: Nicolas Asfouri/AFP/Getty Images
د سايبري بريدونو زياتوالی
په ځانګړې توګه داسي کوم خبرداری موجود نه دی چي سږ کال به تر نورو کلونو سايبري ګواښونه زيات يا لوی وي. خو پر هغه سربيره د ډيجيټل کېدو لا چټکه پروسه پخپل ځان کي دا ګواښ لري چي سايبري بريدونه ورسره زيات او جدي سي. هر کمپيوتر او هر ځيرک تليفون چي د انټرنټ سره وصل کيږي، هغه د سايبري بريد کوونکو له پاره د بريد يوه بله لاره پرانيزي.
انځور: Colourbox
د ترکيې راتلونکې
آيا د ۲۰۲۰م کال په اقتصادي ډګر کي او د کرونا له ستونزي سره د ترکي حکومت ناکافي بريالی چلن به د ولسمشر اردوغان له پاره ستونزې جوړي کړي؟ هغه له نژدې دوو لسيزو راهيسي په ترکيه کي پر قدرت دی او په ترکانو کي اوس د هغه پر وړاندي لږ شانته ستړيا احساسيږي. داسي بيري سته چي په ولس کي د ملاتړ بيا زياتولو له پاره هغه ولسپالنه قوي او په کومه نړيواله لانجه کي ځان ښکېل کړي او يا پر اپوزيسيون فشار زيات کړي.
انځور: Murat Cetinmuhurdar/Turkish Presidency/handout/picture alliance / AA
منځنی ختيځ
له کرونا څخه په تر ټولو زياتو اغېزمنو سيمو کي منځنی ختيځ هم راځي. تېر کال د کرونا له کبله په نړۍ کي د انرژۍ لږ اړتيا د دغې سيمي پر اقتصادي وضعيت ډېر خراب اغېز درلود. ۲۰۲۱م کال ښايي د تير په پرتله نور هم په اقتصادي توګه د دغې سيمي له پاره ستونزمن وي. ښايي د سيمي حکومتونه د مصارفو په کمولو لاس پوري کړي چي له کبله به يې پکښي بې روزګاري هم زياته سي. د احتجاجونو اندېښنه هم سته.
انځور: picture-alliance/AP/H. Jamali
د ميرکل وروستی کال
په ۲۰۲۱م کال کي په آلمان کي ټاکنې تر سره کيدونکي دي. صدراعظمې مېرکل ويلي دي چي ځان به کانديد نه کړي. هغې په خپلو حکومتي دورو کي نه يوازي آلمان، بلکي د اروپايي اتحاديې په زياتو سياسي او اقتصادي پروسو کي يې مثبت رول درلود. زيات اروپايان د مېرکل وروسته په اروپا کي د خلا يا تشي له رامنځ ته کېدو څخه اندېښنه لري.
انځور: Markus Schreiber/REUTERS
لاتين امريکا
تېرکال تر منځني ختيځ وروسته د نړۍ تر ټولو ناقراره سيمه د لاتين امريکا هيوادونه ول. کرونا بيا په دغه سيمه کي له مخکي لا موجودو سياسي او اقتصادي ستونزو د لا جدي کېدو لامل سوه. همدا وجه ده چي د واکسين جوړېدو باوجوده لا په دغو هيوادونو کي د واکسيناسيون پروسه نه ده پېل سوې. سږ کال په ارجنټاين او مکسيکو کي انتخابات تر سره کيدونکي دي. په چلي، پيرو او ايکواډور کي ولسمشريزي ټاکنې هم کيږي.