1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا واکسین د مقناطيسې خاصيت ادعا بې اساسه ده

۱۴۰۰ خرداد ۱۴, جمعه

په ټولنيزو شبکو کي ځيني کسان پر خپل بدن فلزي الات، نښلوي چي په دې سره د کرونا واکسین عوارض معرفي کوي. د آلمان کارپوهان دغه ويدو ګانو په اړه خبردارې ورکوي.

Iran Coronavirus Impfung
انځور: Ebrahim Noroozi/dpa/AP/picture alliance

په دي ورځو کې په ټولنيزو شبکو کي ځيني کسان پر خپل بدن فلزي الات، لکه کاچوغې او نور نښلوي چي په دې سره د کرونا واکسین عوارض معرفي کوي. د آلمان کارپوهان د دغه ويدو ګانو په اړه خبردارې ورکوي.

داسي ښکاري چې د کرونا واکسین په اړه د توطيې تيورۍ نوی پړاو پيل شوی وي، لکه دا چې :«د کرونا په واکسین کي شته مواد، مقناطيسې خاصيت لري.»

دغه خبر کيدای شي د تير کال په پسرلي کي له خپرې شوي تيورۍ سره يو شي: «د کرونا واکسین له لارې بدن ته ميکرو چيپ پيچکاري کيږي، څو موږ په خپل کنترول کي وساتي.»

په ټولنيزو شبکو کې د وروستيو آوازو خپريدل تر هغې کچې شول چې دولتي مسولين، پيژندل شوي رسنۍ ځينې نورې خبرپاڼې او کارپوهان يې پرې بوخت کړي دي.

آيا اوس داسي امکان شته دې چې د واکسين له لاري داسي مواد بدن ته پېچکاري شي چې مقناطيسې خاصيت ولري؟

که د دې پوښتنې ځواب مثبت وي، نو دغه کار د کوم هدف له پاره کيږي؟ د پېچکاري کوونکو له پاره د مقناطيسي موادو ګټه څه ده؟

«بې بنسټه اوازه»

لومړۍ پوښتنې ته د مقناطيس علم کارپوهانو ځواب منفی دې. په دې ډول دويمه پوښتنه هم بې اساسه ګڼل کيږې. له دغو کارپوهانو څخه د آلمان د درسدن ښار د هلم هولتز څيړنيز مرکز کارپوه يورګن ليندتر دی. هغه له ۲۰۱۲م کال راهيسې د دغه څيړنيز مرکز د مقناطيس د برخي د رياست چاری پر غاړه لري او له ۲۰ کلونو زياتي مودې راهيسي د مقناطيسي پديدو په اړه څېړنې کوې.

هغه د فوکوس انلاین سره په خيرو کي وايې: «زما حيران دې ته يم، چې ولي هغو کسانو چې دغه ډول نوي پديده يې کشف کړې ده، زموږ په شان کارپوهانو ته مراجعه نه کوي او خپلې موندنې تر ارزوني لاندې نه نيسي.«

د ليندنر په خبره هر هغه څيز چې الکترون ولري، مقناطيسې خاصیت لري، له هغې جملې څخه انسان او حيوانات. دغه اساسي خاصيت ديامقناطيس بولي. ليندنر ټينګار کوي چې د دغه مقناطيس د جاذبې قوه ډېره لږ ده. هغه په دې اند دی چې په واکسینونو کې هيڅ ډول فرومقناطيسې ماده نه شته.

ميکروچيپ، مقناطيسې نه دي

ليندنر د ميکرو چيپونو په تړاو يادونه کوي او وايي چې ميکروچيپونه له سیليکون څخه چې يوه غيرمقناطيس ماده ګڼل کيږې، تولیديږې.

ځکه نو یوه مقناطيسې ارزونه، لکه په ټولنيزو شبکو کي چې له کاچوغې او سکې سره ښودل کيږې، د انسان په بدن کي له ميکروچيپونو سره سمون نه لري.

د مقناطيس علم دغه کارپوه ټينګار کوي چې د کورنيو حيواناتو ميکروچيپونه کابو د وريجې د يوې داني په اندازدي او کومه پيچکاري چې د دغو ميکروچيپونو له پاره کارول کيږي، د کرونا واکسين له پاره تر جوړو شوو ډېري پنډي دي.

د اوسني ميکروچيپ تر ټولو کوچني نږدي يو ميلي متر دی چې د انسان بدن ته د پيچکاري کولو وړ نه دی.

د آلمان د روغتیا وزارت کارپوهانو هم د دې اوازې په هکله خبردارې ورکړی او د هغه کسانو پوښتنو ته يې چې په ټوليزو رسنيو کې کاچوغې پر خپل بدن نښلوي، ځواب ويلې. دغه پديده په بيلا بيلو حالتونو کي له هغې څخه د بدن خولو له کبله د پوست رطوبت او پر پوست له سريښتناکو غوړو څخه د استفادې له کبله رامنځ ته کيږې. په دې ډول پر پوست باندې د نازکې پارچې په ايښودولو سره او يا يو څه لږ پوډرو په استعمال سره د پوست دغه څريښتناک توب له منځه ځي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل