دغه نوي مقررات سر له نن پنجشنبه (د می ۱۳ مه) په ټول آلمان کي اعتبار لري. د واکسین سوو او له کرونا څخه بیرته رغېدلو کسانو له پاره د قرانطین او د کرونا د تيست کولو شرطونه له منځه ځي، خو یوازي د هغو کسانو له پاره ضروري دي چي له یوه داسي هیواد څخه راځي چي د کرونا نوي ډولونه پکښي راپیدا سوي وي.
د کابینې د یوې پریکړي له مخي پر هغو کسانو باندي هم دغه مقررات تطبیقیږي چي واکسین یې نه وي لگولی، آلمان ته تر بیرته ستنیدو وروسته د لس ورځني قرانطین څخه سرغړونه کوي او له هغو هیوادونو څخه راځي چي هلته د اوو ورځو په ترڅ کي په هرو سلو زرو اوسیدونکو کي تر ۵۰ ډیر کسان په کرونا اخته گیږي.
په دې ډول باید نوموړي کسان دا ثابته کړي چي تازه یې د کرونا تيست منفي وي. د دغو مقرراتو له مخي ښايي د دوبي په موسم کي هم په اروپا کي سفرونه آسانه سي، د مثال په ډول واکسین سوي والدین کولای سي د خپلو نه واکسین سوو کوچنیانو سره یو ځای سفر وکړي.
د رابرت کوخ انستیتوت په حواله د ټولو آلماني اتباعو له پاره چي له هغو هیوادونه څخه بیرته راستنیږي چي د کرونا نوي ډولونه پکښي رامنځته سوي، د قرانطین شرایط د پخوا په ډول اعتبار لري.
دا هغه هیوادونه دي چي په هرو سلو زرو اوسیدونکو کي د اوو ورځو په ترڅ کي تر ۵۰ زيات کسان په کرونا اخته کیږي.
د کرونا له امله خطرناکو هیوادونو څخه د بیرته راتگ په صورت کي کیدای سي د قرانطین موده پنځو ورځو ته رالنډه سي، هغه هم په دې شرط چي د بیرته ستنیدونکو کسانو د کرونا تيست یې منفی وي. خو په هغو هیوادونو کي چي د کرونا نوي ډولونه راپیدا سوي، له هغو څخه د بیرته ستنیدو په صورت کي باید ۱۴ ورځني قرانطین په نظر کي ونیول سي او د منفي تيست ثابتول یې د قرانطین وخت نه سي لنډولای.
GP/NZ/DW.Online
په اروپا کې ژوند بيرته عادې بڼه اخلي
په اروپا کې هره ورځ د واکسین شویو کسانو شمير زياتيږې. دلته اوس ټولنيز محدوديتونه ورځ تر بلي کمېږي او ژوند عادې حالت ته راګرځي. انځورونه يې دلته کتلای شئ: انځور: Peter Kneffel/dpa/picture alliance د يکشنبې په ورځ (د می ۹) په آلمان کې د مور ورځ وه. په ناڅاپې ډول هوا توده شوه او په ټول هيواد کې په ميليونونو خلک پارکونو او عمومي سیمو ته ولاړل. عکس په مونشن کي (د يکشنبې په ورځ د ايزار سیند پر غاړه له ساحل څخه) اخیستل شوی.
انځور: Peter Kneffel/dpa/picture alliance په آلمان کي اوس هغه کسان چې واکسين شوي دي تر نورو ډېره آزادي لري. دوی کولای شي په آزاده پښه مغازو ته ولاړ شي د شپې د بنديز پر مهال راووځي او داسي نور. اوس پر دې باندي فکر کيږي چې هوټلونه او د سیلانیانو مرکزونه په کرارۍ سره پرانیستل شي.
انځور: Hauke-Christian Dittrich/dpa/picture alliance تیره شپه په بارسلونا کې ځوانان وروسته له هغه سړکونو ته راووتل چې چارواکو د کرونا له کبله رامنځته شوي بېړني حالت د ليري کيدو اعلان وکړ.
انځور: Emilio Morenatti/AP Photo/picture alliance په هسپانيا کې د تيرکال په اکتوبر مياشت کي بيړنې حالت اعلان شو، پر تګ راتګ او هم د شپې له خوا له ۱۱ بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پورې ګرځېدل منع شول. اوس له څو میاشتو محدودیتونو وروسته د کرونا ناروغۍ په کمیدلو سره د هسپانيا په ښارونو کې خلک کرار کرار عادي ژوند ته راګرځي. (په عکس کې په بارسلونا کې پر سړکونو د ځوانانو خوشالي او نځاوي ښکاري.)
انځور: Jordi Boixareu/ZUMA/picture alliance په مادريد کې پر سړکونو د خلکو خوشالي او نڅا. د شپې له خوا گرځبنديز لري شو. رستورانتونه کولی شي تر نیمې شپې مېلمانه وپالي. خو په هوټل کې دننه ۴ کسان او په بهر کي ۶ کسان کولې شي يوه مېز ته کښېنې. له خلکو اوس هم غوښتنه شوي چې «احتياط» وکړي.
انځور: Juan Carlos Rojas/picture alliance د شنبې په ورځ د مۍ اتمه د بروکسل واټونو او سړکنو ته عادي ژوند راوګرځېد، کافي شاپونواو رستورانتونو د ډيرو خلکو مېلمه پالنه وکړه.
انځور: Hatim Kaghat/BELGA/dpa/picture alliance د کرونا په وخت کې د محدوديتونو په رامنځ ته کولو سره ډېري ورزشي لوبې له ننداره کوونکو او مينه والو له حضور پرته ترسره کيدلي. په ايټاليا کې د بایسکل چلوني سيالي او د محدوديتونو کمیدلو او عادي ژوند ته د بیرته راګرځېدلو نخښه ده.
انځور: Alessandro Di Marco/ANSA/picture alliance د مور ورځي له پاره د ډالۍ پيرل. په هالنډ کي لا وضعيت سم نه دی او د آلمان د بهرنیو چارو وزير دغه هېواد ته له سفر کولو څخه خبرداری ورکړی.
انځور: Koen van Weel/ANP/picture alliance په دغه هېواد کې د کرونا په ويروس د اخته کسانو شمير ډير کم شوی دی. سینماګاني، پلورنځي او رستورانتونه کرار کرار پرانيستل شوي او ژوند عادي حالت ته راګرځېدلی.
انځور: Jorge Castellanos/ZUMAPRESS/picture alliance خلک له يو بل څخه د واټن په ساتلو سره په رستورانتونو کي په خوراک بوخت دي. په سويس کي هم د کرونا پر وړاندي مقابلې له پاره وضع شوی محدوديتونه کم شوي دي.
انځور: Glories Francois/ABACA/picture alliance په يونان کې رستورانتونه او ديسکوتيک يو ځلې بيا د مېلمنو پر مخ پرانيستل شوي، کرونايي محدوديتونه لغوه شوي. په عکس کي د آتن ښار د «موناستيراکي» سيمه ښکاري.
انځور: Socrates Baltagiannis/dpa/picture alliance د لوپورژ ساحل د شنبې په ورځ له خلکو ډک وو. فرانسویان اوس کولی شي د خپل ژوند کولو له سیمې ۱۰ کيلومتره ليري ولاړ شي. سره له دې د ماښام له اوو بجو څخه وروسته ګرځېدل لا بند دي.
انځور: Fabien Pallueau/NurPhoto/picture alliance د فرانسې په سويل کې د منتون سواحل د می مياشتې له ۱۹ مې نيټې څخه ځان د سيلانیانو او مسافرو مېلمه پالنې ته چمتو کوي.
انځور: Jean François Ottonello/MAXPPP/dpa/picture alliance